فیدل کوبا ته ویل :
*
ملته ډیر راباندې ګران یې ژړومه دې نه ،
* وږی د ساتمه خو چیرې شرمومه دې نه ،
* پریږده چې توره امریکا مې کوبا زخم بولي
* وطنه سور زخم به وې مرهمومه دي نه
* دنیا به ستا اتلولي مني په لوړو سترګو
* سرلوړومه دې په وینو ټیټومه دي نه
* ډیرپخوا ستا مینې درس راکړ لا مي هیرنه دي
* آ زاد به یم آزاد به مرم غلامومه دي نه
* دامونه ګورئ چې مکار صیادمرګونه کي ږدي
* په غاښ په ټوله درشکوم کې بندومه دي نه
* دخداي په کورکې به زما نښه شهید ویاړوې
لکه افغان مجاهد داسې خرڅومه دي نه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* فیدل په هسپانوي ژبه کې مشر ته وایی .
* څه شي چې زه پولاد کړم ،هغه مې دملت مینه وه .
* امریکایانو کوبا د امریکا ناسور زخم باله .
* دکوبا لویی په دي کې ده چې سوله خوښونکي انسان یې دانسانیت غرور بولي ...
* کیڼ اړخی به یم خو غلام نه یم ...
* زما شعار له بی عدالتۍ سره په مبارزه کې داو چې « ما به تاریخ آزاد
کړي » .
* څومره ښه خبره شوه چې اوس د کاتولیکانودمشر شعارهم دا شو چې دنړۍ خوارانو
سره یوشئ ...
* دده له تبصرو څخه ده چې : افغانانو ولي د یوه اوږده مقاومت په پایله کې
دومره دون همته شول چې دنورو په اشارو یې خپل ملک اوخپل خلک برباد کړل .
ع . رشید
نوي ډیلی هند
|