کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
د کلمي عطر/   عطر کلمه

 

 

 

د کلمي عطر/   عطر کلمه

د کلام استاد: «څښتن تعالی یوازې د غږ او رڼا له لارې موږ سره خبرې کولای شي.»

زموږ دا دومره کلمې، (کلمه) پسې روانې رنګینې نارې سورې دي.

کلمې (ویناوې، لیکنې، شعرونه، کتابونه، مکتبونه، اخلاق، فرهنګونه...) کلمه پسې زموږ خاپوړې دي.

او: کلمه، د کلمو مور او چینه ده.

کلمه د کلمو له غمیو ډکه خورجینه ده.

ټولې کلمې له هغې را ولاړې شوي، دلته را ویښېږي، پر ځان خبرېږي. او بیا (ځان) ته رسېږي.

کتابونه، دیوانونه، فرهنګونه، باورونه...کلمه پسې بل شوي اورونه دي.

وروستی وخت، کلمه د «ازادۍ، خرد، او قدرت» په واحده مجموعه بدلېږي.

کلمه یو مخ د ژوند او د ژوندو د خاوند لپاره په ژوندي عشق بدلېږي. بیا هره کلمه فقط د مینې، د ورکړې معنا را څرګندوي:

«غواړئ: زه په ژوند میېن/میېنه یم!»

پاتې لري؛ پاتې یې بل دا وخت!

د کلمي عطر/   عطر کلمه

۲

زموږ یوه یوه، ادرس دلته دی.

هم زه یمه غږ او هغه څېره، هم ته یې غږ او د «هغه» کلمه:

مخکې تر هرڅه، مخکې تر «ؤ، نه ؤ» یو خدای ؤ او پرته له هغه «یوه»، د هېچا غږ او نوم نه ؤ:

او په یوه غږ (کلمه) یې ټول جهان وپنځاوه.

مخکې له سترې چاودنې الهي غږ ؤ او دا د ټول تخلیق کلمه او پوره متن ؤ.

هغه کلمه د ټول ژوند او ټولو ژوندو معنا وه. ځکه دغه غږ د هرڅه عاشق پلار ؤ ؛ دغسې لکه اوس چې دی!

خو دا زه او شاوخوا، یو مخ ویدې دي کلمې!

کلمه په غوښه او هډوکو کې تاو را تاو شوې، کرخته آسمانڅکې نابلده، بې تجربې مرغۍ!

سوزېدل یې سرنوشت دی د کلمې!

خو ما په شان غوښنه، د ویټامینو او پروټینو او شحمیاتو په سیروم اسیره کلمه، لګیا ده، چې په ذهني- رواني جادو او په تعویذ او د بل خدایي بختور په مخ خلاصه شي، آزاده شي او د کامیابۍ تاج پر سر، د آسماني کور، په حورو او غلمانو سیرابه، تر زمان او مکان ارت او جګ او پراخه جنتي ډبرو حرامسرای ته، د قاتل مرګ په لومړۍ شپه، آسانه او بې پرسانه ننوزي او هرڅه ته ورسېږي.

خو ژوند شېبه شېبه را ښيي، چې هر څه خپله بیعه لري. هېڅ شی وړیا نه دی، په تېره د کلمې د سلطان اقلیم خو بیخي بیعه غواړي: دومره لوېدل، سوزېدل، ایره کېدل، چې د لومړي غږ له سره میېن ګل پرته، بل هېڅ ښایست پاتې نشي!

«هغه مهال چې غږ او رڼا په دروني لید، روحاني سترګې یا خپل زړه سره وینو، له داسې عشق او خوښۍ څخه مالامال کېږو، چې هېڅمهال مو نه وي تجربه کړی»

د کلمي عطر/   عطر کلمه

۳

د شاهین آواز

«الهي غږ، د طبیعت په غږونو کې منعکس شوی.»

کلمه هماغه لومړنی بې کلمې، بې شکله، بې تعریفه خدایي نعره او خدایي غږ دی:

هماغه تر مور او پلار لا میېن د پېدایښت عاشقانه غږ! (په یاد مو وی، چې د مینې غږ د سا په اندازه، نرم او بې خبرو غږېږي)

کلمه د همدغه سکوت نشر شوی آواز دی.

هر څوک پوه شه او د سکوت برخه یې پوه شه.

ځه چې ذهن کې لرو؛

څه چې وایو،

څه چې کوو،

هماغومره خپل تل کې، د الهي سکوت د کرل شوي باغ د شاهین آواز اوروو.

د کلمي عطر/   عطر کلمه

۴

د سرنوشت وروستی شعر

زموږ کلمې، زموږ غږونه، زموږ مفاهیم او تعریفونه، یوازې ذهن ته معنا او ارزښت لري.

او ذهن مادي دي. او ذهن د هرې مادي پدیدې په شان، زوکړه، ماشومتوب، ځواني، زړښت او مرګ لری!

ذهن چې ومري، موږ ته به څه راپاتې شي؟

ذهن چې زوال شي، خاورې او ایرې شي، زموږ له دغې پوهې او ادبه به څه پاتې شي؟

د ذهن خوله چې خاورې شي، زموږ قبرونه، او قبر ډبرو  شنه یا سره، تور یا ژېړ شعارونه، به له ډبرو او لرګو سره څه فرق ولري؟

سکوت: د غږ اذلي او ابدي تندر، چې ټوله هستي ورنه  را اورېدلې او یو رنګه را اوري.

تر سکوته زورور، خالص، معنایي او سپېڅلې بل یو آواز هم نشته.

او سکوت زموږ عمق کې، زموږ ژورو کې، زموږ د ځان په هغه را نه هیره او خدایي برخه کې شپه او ورخ سپینه پاڼه ولاړ دی، چې واورېدل، ووېل شي او لیک شي:

دا شېبه زمان او مکان، حاضر او غایب ټول شاهدي ورکوي:

روح شته؛ ځکه چې خدای ته یې زښت ګران دی.

ښایي دا د سرنوشت د کتاب، وروستی بیت او وروستي شعر وي!

هو! خو چې وغواړو:

ځکه چې پرته له مین څخه بل یو هم ددې بیت سواد نلري. 

«غږ له هغو ټولو سره چې غوږ ږدي خبرې کوي،. د باد په آواز کې، د سیند په غوررس کې، د الوتکونکو په غږونو کې، په هرڅه کې (هغه) ټولو ته وایي چې ثروتُ او شهرت، هغو وګړو ته چې د دنیایی مزو چړو چو هیله کوي؛ روغتیا او ښادي له ځانه سره نه راوړي.

هغوی ټول چې غوږ نیسي او غاړه ږدي، هغه برخه ترلاسه کوي، چې (هغه) یې اراده وکړي، دا که ثروت وي، که دولت وي، که روغتیا او ښادي وي،  او که روښان ضمیري یا د الهي حکمت د درک ځواک وي.»

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل       ۲۷۵    سال  دوازدهم       عقرب     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی   اول نومبر   ۲۰۱۶