رنګ
شونډې یې دومره سرې وې
چې وبه یې خندل؛
په هوا کې به د سرو عطرو کرښې ونڅېدې
او ما؛
د رنګ و نور نڅا حافظې ته سپارله.
۲۴ تله ۱۳۹۵
جیپورـ هیندوستان
سفر
د الوتکې
د مېلمه پالې له سپین لاسه تکه توره قهوه
څه زنګوونکې، لکه ترنګ د سېتار
یا په نشه کې، لکه تورې هیندوګۍ سترګې
چې یو ستومانه مساپر
د عودوشنه لوګي کې وزنګوي.
.
د اکتوبر ۱۸ / ۲۰۱۶
|