کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

داکتر لطیف بهاند

    

 
کابل ـ باران، باد

 

 

د ۲۰۱۶ کال،‌ د سپتمبر ۱۳مه . د غرمې یوه بجه او لس دقیقې.

 

 

 

کابل (۱)
د ښار، په زياترو کوڅو کې، د وینو او خوشایو بوی دی.
یو نیم ځای غوښې هم پرتې دي.
کابل ـ قرباني

 

 

 

کابل (۲)
د کابل په ښار کې، د چرسو بوی يوه معمولي خبره ده.
خو د تعجب خبره داده، چې دا بوي د پولیسو د ځېنو پوستو تر څنګ څو چنده زیات وي.
دا ولې؟

 

 

کابل(۳)
آیا، په کابل میشته ټولنیزو، سیاسي سازمانونو کې به، کوم یو داسې پیدا نه شي، چې لږ تر لږه په میاشت کې یو وار، د خپلو غړو په ډله اییز همت، دا د کابل سیند، پاک کړي. (که نور نه کېږي، له پل ارتنه، نیولې، د مکروریانو تر پله پورې)
البته، د کابل ښاروالۍ سره په مشورې او د هغو په تخنیکي مرستې.
زه خپله به، تر ټولو د مخه روان یم.

 

 

کابل (۴) 
زه، په کابل کې زېږېدلی، لوی شوی او همدلته میشت یم. هر چېرې چې لاړ شم، بېرته ده ته راستنېږم، کله چې راستون شم، څومره مې، چې ټوان رسي، د هغه په کوڅو کې پلی ګرځم. 
اوس، څه کم درې میاشتې کېږي، چې په کابل کې یم:
یو ځل بیا په دې ډاډه شوم، چې کابل نه ښار دی او نه کلی. که ښار وای، باید کانالیزیوسیون، واټونو ،د واټونو نومونه او شمېرې... او نور، نور یې، درلودای او که کلی وای، باید داسې ناولی نه وای. ویالې، اوبه، باغونه، پټې، مېوې، کر کیلې ... او نور...
اوس، دې ته څه ووایو، انجنیران دې، نوم ورته پیدا کړي.

 

 

کابل (۵)
پر کابل، زړه خوږی په کار دی!
د هېواد هره لوېشت د لمانځنې ده. خو کابل، زموږ پلازمېنه ده؛ کابل، د هېواد زړه بلل کېږي؛ کابل زموږ ملي هویت دی؛ کابل د ملت حقوقي څېره ده؛ کابل د آسیا زړه دی، کابل ددې هېواد د هر بچي هیله ده؛ کابل....
نو، دا چې داسې وران، ټوټه ټوټه، هر ورځ تر خونړیو ګوزارونو لاندې، دا، چې داسې ناولی وي، د نیا به څه وایی؟ خپل کابل به څه وایي؟
نو، ځکه زړه سوی پرې په کار دی!

 

 

کابل (۶)
نن، کابل پوهنتون ته تللی وم. په هره ودانۍ، په هر پوهنځي، په ځانګړي ډول، د ادبیاتو او اجتماعي علومو په پوهنځیو کې، په چمنونو، د ګلو او ګلابو تر بوټو لاندې او په څنګونو ګې مې، په کتابتون کې، په تېره بیا د ریفرنس په څانګه کې مې، د خپل مست زلمیتوب نه هېرېدونکې شېبې، بیا ولېدې، خو مهمه بله خبره وه.
په پوهنتون کې، ګڼه ګوڼه هماغسې، په سلګونو زده کړي، کېدای شي ووایم، په زرګونو زده کړي، ښکته پورته ګرځېدل، خو د پام وړ خبره دا وه، چې په سلو کې اوویا او یا تر دې زیاتو یې، نه کوم بکس یا کڅوړه، نه کوم کتاب، نه کتابچه، نه کوم درسي نوت، هېڅ نه درلودل.
لامل به یې، څه وي؟
کابل پوهنتون په خپل وخت کې، د سمیې یو خورا غوره، علمي، څېړنیز مرکز و.

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل            ۲۷۲    سال  دوازدهم       سنبله/ میزان     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی    شانزدهم سپتمبر   ۲۰۱۶