کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

 

    

 
 نجونو لمسیو ته د امیتا بچن لیک

 

 

 

 

 

https://scontent-sit4-1.xx.fbcdn.net/v/t1.0-9/13124862_1730461233860517_1403230067695594366_n.jpg?oh=132ef5b7673d0fcc8a18a2b034f98039&oe=5879FB18

یادونه :

دهندي سینما لوی او اسطوریی لوبغاړي  امیتاب بچن په دې ورځو کې خپلو دوو نجونو لمسیانو ته یولنډ لیک لیکلی دی ، دغه لیک  نن موږ د نهروپوهنتون  د پښتو څانګې د دویم ټولګي  زده کونکو په خپل درسي ساعت کې دخپل استاد په لارښونه وژباړه ، پښتو ژبه لومړنۍ ژبه ده  چې ددغه لیک ژباړه خپروي ، له ګرانو دوستانو سره یې شریکوو په مینه یې له خپلو ماشومانو او نجونو لمسیانو سره شریک کړئ . 

په درناوي

دنهرو پوهنتون د پښتوڅانګي د دویم ټولګی  دزده کوونکو ډالۍ

  

Amitabh Bachchan, Amitabh Bachchan letter, Amitabh, big b, thank you big b, letter to amitabh bachchan, Navya Naveli Aaradhya letter

 نجونو لمسیو ته د امیتا بچن لیک

 

زما ګرانو لمسیانو نويا او ارادیا  !

 

 

           څرګنده ده چې تاسې دواړې په خپلو نازکو اوږو یولوی او ارزښتناک ميراث ليږدوئ. هغه ميراث چې ستاسې له نيکونو هريونش رای بچن او اچ پي نندا څخه  تاسې ته درپاتې دی.هغه میراث چې تاسې دواړوته دخپلو نيکونو د پرتم پيژندنې او لوړتيا وياړ بلل کیږي . سمه ده چې تاسې دواړې به د نندا او بچن په نومونو يادې شئ. خو دي ته مو پام وي چې له دې سره سره بیاهم تاسې دوې ميرمنې یئ ،خلک به خپل فکر او خپله زبردستي  درباندې وزغمي ، دوی به تاسې ته وايي چې ، داسې واغوندئ ،داسې ووايئ ، هلته ولاړې شئ ، دلته مه ځئ ...

 د داسې قضاوت تر سيوري لاندې مه اوسیږئ. له خپل فکرسره سمه خپله اراده او هوډ ولرئ. هغه څوک مه خوښوئ، چې ستاسې دکرکتراوشخصیت پردرنښت اوعزت باندې نه پوهیږي ، هغوی مه خوښوئ او مه یې منئ چې پرتاسو باندې خپل نظر او ایدیا په زور تحمیلوي او مني .

دا به ډیره ډیره ګرانه وي چې يو څوک دې يوه ميرمن اویوه ښځه واوسي. خو زه  باور لرم چې داسې میرمنې لکه تاسې  یو لوی بدلون راوستلای شي. دا به ډېره اسانه نه وي چې تاسې  ځانته خپل حد ولرئ خپله ټاکنه ولرئ اوبیابه  دخلکو له قضاوت څخه  لرې پاتې شئ ...

 تاسې په هرځای او هروخت کې دنورو لپاره بيلګي جوړیدای شئ. او کولای شئ هغه څه ترسره کړئ چې ترموږ به تاسې هغه  په ښه توګه سرته رسولای شئ ...

 دا به زما لپاره  ستره لویي وي چې تاسې  دواړې د اميتاب بچن په نامه نه بلکي د بابا او نیکه په لوی ویاړ او نامه باندې يادې شئ.

 

                                په ټوله مينه

 

 

 

Image result for who is amitabh bachchan  granddaughters?

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل            ۲۷۱    سال  دوازدهم       سنبله     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی    اول سپتمبر   ۲۰۱۶