کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

دیا سنگهـ انجان

    

 
مسافرو ملگرو ته ډالی

 

 

 

نــری نــری بــاران وريــږی نــــوره خـير خـيرت دی
تپه تياره کـــــوټـه څڅـــیږی نـوره خـير خـيرت دی

نـاوی شـــــی څـــــنډی تـه پـه پـټه پـټه وژړيــږی
سترگی ئی سری له مونږ شرميږی نوره خير خيرت دی

پـرون بچو د روپـی غوښتی چی مـتاع پری واخلی
ويل ئی ميوی ته مو زړه کــيږی نوره خير خيرت دی

پلار د څــــپلی بيا ورکـه کـړی او پښی لوڅی گرځی
د ټــوټـکـی (*) له درد ځـوريږی نـوره خير خيرت دی

د سترگــو لـید ئی ډیر کم شوی څه پری نشی ليدای
بس خو ژوندون دی چی تيریږی نوره خير خيرت دی

د مــور پـړونی د زوړ شــــــــوی وس مـی نه رسـيږی
هــم ئی وجـود واړه خوږیـږی نـوره خير خیرت دی

د غـــــوړو وس نشته پـه وچـه گـــــوزاره کـوو بس
شـوکـر يـو څه خـو را رسيږی نـوره خــير خيرت دی

ستا بـه څه حال وی ! مسافـر ئی زويه خدای د مل شه
پـه تـابـه څـنگه ژونـد تـيريـږی نـوره خیر خیرت دی

خـوب مـو لـه سـترگـو تـښتيدلی شپه په ويـر تيره وو
په مونـږ تــــياره نه سـبا کـيږی نـوره خـير خـيرت دی

تـا به خـوراک څښاک وی کـړی که نه مړه د شه مور
زړگــی می تـاتـه ډیـر ځـوريـږی نـوره خير خيرت دی

وی مـــزدوری د پــردو سخـته پـری پـوهــــــيږمه زه
څـــنگه به غــړی سـتا خوږیـږی نـوره خير خيرت دی

نه خـورو پلـو زمـونــږه زهـر شـه بس راځه کاله ته
خو ستا به هـم واړه يــادیـږی نـوره خیر خیرت دی

زمونـږ نصـيب بـه وی هـمداسی خـوار او زار بچئيه
ژوند خو مـو هسی نه جوړيـږی نوره خـير خيرت دی

ظاليمان شـول د سرو او سپينو خاوندان خو غـريب
په تـورو خـاورو کـی لوغـړيږی نوره خير خيرت دی

انجان په حال ستا کړو خبر اوس صبر جيرته وشی
مـړی لـه سـتونی نـه تيريږی نـوره خـير خـيرت دی


--------------------------
* -زنګون

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل             ۲۶۶      سال  دوازدهم          جوزا/ سرطان     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی      شانزدهم جون   ۲۰۱۶