کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

لیکوال: لایق جان خوستی- قاهره

    

 
د استاد صلاح الدین سلجوقي د ۱۲۰ تلین په یاد

 

 

صلاح الدین سلجوقي د مفتي سراج الدین زوی چې نسب یې مولانا محمد سلجوقي ته رسیږي او مولانا محمد سلجوقي د احمدشاه بابا په وخت کښې په افغانستان کښې شیخ الاسلام بلل کیدو، صلاح الدین سلجوقي په 1896م کال کښې په هرات کښې په یوه علمي کورنی کښې د اختیارالدین لرغونې قلعه ترڅنګ نړۍ ته سترګي غړولي.

صلاح الدین سلجوقي د هرات په دینې مدارسو کښې خپلی زدکړی ترسره کړي، د مور په خبره یې چې په ۱۲ کلنۍ کښې صلاح الدین سلجوقي په هرات کښې شیخ الاسلام ملا محمد عمر ته ولیږلو، چې د هغه سره خپلی زدکړی سرته ورسوي، صلاح الدین د شیخ الاسلام سره د لږ وخت تیره ولو څخه وروسته په ډېر کم عمر کښې تدریس پیل او شاګردانو ته به یې درس ورکولو.

صلاح الدین سلجوقي په پنځلس کلنۍ کښې مروج او متداول علوم پای ته ورسول او پلار سره د هرات څخه کابل ته ولاړ چې په کابل کښې د "افتاء" امتحان ورکولو څخه وروسته د امیر حبیب الله خان د فرمان پر اساس د پلار سره یوځای د هرات محکمی د غړي په حیث  وټاکل شو، او پدی کالونو کښې د مفتي صلاح الدین په نوم پیژندل کیده.

صلاح الدین سلجوقي په علمي څیړنو بوخت وو، چې فیزیکې، کیمیایې او طبي برخه کښې څیړنی ترسره کړې، همدا راز یې د فلکياتو او هيئت سره هم سر او کار درلود، سلجوقي د ژبو پوهنی په برخه کښې په عربي ژبه او عربي ادب کښې بی ساری و، همدا راز په انګریزي، فرانسوي، جرمني او اردو ژبو هم پوهیدو، استاد صلاح الدین سلجوقي په فلسفه، تصوف، الهیات او ماوراء الطبیعه کښې آثار لري، چې د فلسفي علومو په ټولو برخو کښې مخکښ و، همدا رنګه صلاح الدین سلجوقي شاعر هم و، وتلی شاعر استاد خلیل الله خلیلي د (آثار هرات) په نوم کتاب کښې لیکې: سلجوقي ډېر پوخ شاعر دی چې په شعر کښې نوښت لیدل کیږې، چې د قوي روح او مقتدر قلم خاوند دی.

صلاح الدین سلجوقي په لومړي ځل په ۱۲۹۶هـ.ش، کال کښې د هرات محکمی شرعي مفتي وټاکل شو، د هغي وروسته په کابل کښې د حبیبیې په لیسه کښې د دري او عربي ژبو ښوونکی وټاکل شو، او په ۱۲۹۷ هـ.ش، کال کښې بیرته په هرات کښې د مطبوعاتو د چارو مدیر په حیث وګمارل شو او په هغه وخت کښې یې د (اتفاق الاسلام) او (فریاد) خپرونو ته لیکنی کولی، چې وروسته د اتفاق الاسلام ورځپاڼی مدیریت ته ورسیدو، ورپسی د کابل په استقلال لیسه کښې د ښوونکی، مقدس او سپیڅلي مقام باندی ونازول شو، او په ۱۳۰۵ هـ.ش کال کښې د شاه امان الله خان په دربار کښې د تحریراتو مدیر وټاکل شو او د هغي څخه وروسته د بهرنیو چارو په وزارت کښې د مطبوعاتو مسؤلیت ورپر غاړه شو، وروسته په هندوستان کښې د افغانستان جنرال کنسل په حیث چې ډېره مهمه وظیفه بلل کیده، ډهلي ته ولیږل شو.

صلاح الدین سلجوقي په ۱۳۲۸هـ.ش کال کښې په پارلمان کښې د هرات خلکو منتخب وکیل او ورپسی د مطبوعاتو خپلواک ریاست، د نني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره برابره ده، مشر وټاکل شو، او په ۱۳۳۳ هـ.ش کال کښې په قاهره کښې د افغانستان سفیر او د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د افغانستان ټولواک خاص استازي په توګه جمال عبدالناصر ته معرفي شو، استاد سلجوقي په قاهره کښې د افغانستان د سفیرانو د ترتیب پر آساس د حضرت محمد الصادق المجددی، او مرحوم عبد الهادي داوې څخه وروسته، دریم سفیر بلل کیږې او په مصر کښې هغه سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز کارونه ترسره کړل چې د کوم بل هېواد سفیر هغه څه ندي ترسره کړي.

د (العلاقات الأفغانیة والمصریة فی مرآة الوثائق والصور) کتاب چې په قاهره کښې د افغانستان سفیر ښاغلي فضل الرحمن فاضل په عربي ژبه لیکلی چې انځوریزه برخه هم لري، داسی په ډاګه کیږي چې د علامه سلجوقي په وخت کښې د افغانستان او مصر تر منځ د مشرانو او لوړپوړو چارواکو په کچه تګ راتګ زیات شوی، د بیلګي په توګه جمال عبد الناصر او ورسره محمد انور السادات په ۱۹۵۵م کال کښې د کابل څخه لیدنه وکړه چې په لړ کښې یې د علامه سید جمال الدین د آرامګاه زیارت ته ولاړ، همدا ډول محمد ظاهرشاه په ۱۹۶۰م کال کښې قاهری ته راغی، او په ۱۹۵۷م کال کښې خدای بښلی سردار محمد داود خان د صدر اعظم په توګه قاهری ته په تاریخي سفر تللی و، او سردار محمد نعیم خان د بهرنیو چارو وزیر په توګه، ورپسی مرحوم عبدالرحمن پژواک، دکتور محمد یوسف خان او نورو مشرانو د قاهری څخه لیدنی کړي، او په کابل کښې هم ښاغلی فرید ابو شادي د مصر عربي جمهوریت استازی و، چې استاد سلجوقي غوندی یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په برابرولو زحمتونه ګالل.

استاد صلاح الدین سلجوقي د خپلو علمي فعالیتونو په لړ کښې د مصر د (مجمع اللغوي) چې د مصر د ژب پوهنی عالي مرکز دی، غړیتوب هم تر لاسه کړ، او همدا راز یې په قاهره کښې د (المجلس الاعلی للشئون الإسلاميه) یا د اسلامي چارو لوي شورا غړیتوب هم ترلاسه کړ، همدار راز صلاح الدین سلجوقي ته په قاهره کښې په ډیپلوماسي برخه کښې د شيخ السفراء لقب ورکړل شوی و، او همدا رنګه سلجوقي ته د جامي او هروي لقبونه هم ورکړل شوي وو، چې ځینې څیړونکې یې د فرانسی وتلي لیکوال (اناتول) سره پرتله کوي، چې سلجوقي یو شخص نه بلکه ډیر شخصیتونه درلودل او د بیله بیلو اشخاصو رول یې تر سره کولو، صلاح الدین سلجوقي پدی باور و، چې یوازی په فرهنګي چارو او لیکوالی باید بسینه ونه شي، بلکه انسان باید ټولنیز مسؤلیتونه هم د پامه ونه غورځوي، له همدی کبله ښاغلي سلجوقي په رسمي توګه سیاسي چاري او په حکومت کښې یې د ژوند تر وروستیو شیبو خدمت وکړ چې خپل هېواد او ملت ته یې د قلم او فکر میراث پریښود، د صلاح الدین سلجوقي ۱۲ لیکلي آثار مونږ ته رارسیدلې چې په لاندی ډول دې:

۱- آیینهء تجلی .

 ۲- اشعار پراگنده .

 ۳- گوشه ای از پیغام تو .

  ۴- مقدمهء علم اخلاق .

 ۵- جبیره .

 ۶- نگاهی به زیبایی .

 ۷- تجلی خدا در آفاق و انفاس .

 ۸- تقویم انسان .

 ۹- ترجمهء تهذیب الاخلاق ابن مسکویه .

۱۰ نقد بیدل.

۱۱- محمد در شیرخواره گی.

۱۲- افکار شاعر، دا کتاب نږدی ۷۰ کاله پخوا لیکل شوی چې د استاذ د پاخه عمر کتاب بلل کیږې پدی کتاب کښې د پخوانیو شاعرانو شعرونو ته کتنه شوی او هغه اشعار د استاذ سلجوقي لخوا تفسیر شوي چې ډېر په زړه پوری کتاب دی، دا کتاب د استاد سلجوقي د ۱۲۰ تلین لمانځنی په درشل کښې په قاهره کښې د افغانستان سفارت له خوا له چاپه ووت.

وتلی ایراني عالم (علی اصغر حکمت) وایې د استاذ سلجوقي سره مي په (استالف) کښې څو ساعته تیرکړي، چې سلجوقي راته لوي عالم ښکاره شو، فارابي او ابن رشد یې را یاد کړل، (ډاکټر شمس الحق اریانفر) وایې: کابل ته د امریکې د ژورنالستانو یو پلاوی راغلو، د سلجوقي سره یې دده د کار په دفتر کښې لیدنه درلودله، په خبرو کښې ځیني ژورنالستانو د سلجوقي د انګریزي ځیني کلماتو د ژباړي غوښتنه کوله، ځکه صلاح الدین سلجوقي علمي او فلسفي کلمات استعمالول چې ډېر امریکه یې او اروپایې ځوانان د دی اصطلاحاتو سره بلد نه وو.

دکتور نجیب کیلاني د مصر وتلی ادیب چې شاوخوا ۶۰کتابونه لري وایې: د "اسلامي ادب" اصطلاح مي په لومړي ځل د استاد او افغان سفیر ښاغلي صلاح الدین سلجوقي نه اوریدلي او زیاتوي چې سلجوقي د هغه کسانو په ډله کښې راځي چې د اسلامي ادب دائره یې پراخه کړی.

پروفیسور دکتور شوقي ضیف رحمه الله د عربي علومو نوماند استاذ چې شاوخوا سل   ۱۰۰کتابونه یې لیکلي وایې: اسلامي ادب ته د غوښتنی خبره د روانی پیړۍ په وروستۍ نیمایي کښې د صلاح الدین سلجوقي، سید قطب، او دکتور نجیب کیلاني له خوا راپورته شوی.

صلاح الدین سلجوقي د هندوستان د نیمه وچي مشهور شاعر ډاکټر اقبال لاهوري سره هم ښه دوستي لرله، چې هر کال به یې څو اونۍ په یو ځای سره تیرولی او خپل نظریات به یې سره شریکول، ځکه اقبال لاهوري په افغانستان کښې د تعلیمي نصاب سره مرسته کوله، او د پاچا محمد نادرشاه له خوا اقبال لاهوري په ۱۹۳۳م کال کښې د دی لپاره ګمارل شوی و چې د افغانستان په تعلیمي نصاب کښې اصلاحات راولي، او سلجوقي په افغانستان کښې د علمي او اکاډیمیکو جریانونو اساسي غړی و، او په حکومت کښې په همدی برخه کښې رسمي وظیفه درلودله، صلاح الدین سلجوقي او اقبال لاهوري د نوښت راوستلو په ډګر کښې یو د بل څخه متاثره وو، چې دغه تأثر د تعلیم او تربیې، او د لوړو زدکړو لپاره  په نصاب کښې بدلون او په یو ځای کار او همکاری کښې روښانه دی.

د دی څخه وروسته کله چې استاد سلجوقي په هندوستان کښې د افغانستان جنرال کونسل وټاکل شو په خپل دفتر کښې به یې د اقبال لاهوري سره لیدل کتل درلودل، چې دواړه یو د بل سره د فلسفی، تصوف، شعر، او فارسي ژبی په تار تړل شوي وو، ځکه اقبال لاهوري وایې: د فارسي ژبی اوستاذ یې سردار صلاح الدین سلجوقي دی چې د افغانستان د مشهورو ادیبانو څخه شمیرل کیږي.

صلاح الدین سلجوقي کله چې په قاهره کښې مریض شو، د مصر "المجمع اللغوي" له خوا د سلجوقي په درانوي د صلاح الدین، "سلجوقي" تر عنوان لاندی یوه غونډه جوړه کړه چې د مصر وتلي پوهانو پدی غونډه کښې ګډون کړی و لکه: عباس محمود العقاد، استاذ او دکتور منصور فهمي او د مجمع اللغوي غړو، دوي ټولو صلاح الدین سلجوقي ته د مننی او تقدیر مراتب وړاندی کړل او د عربي ژبی ادب ته یې د ده هڅی او خدمتونه وستایل، چې تر ټولو مشهور هغه لیکچر یې هر چا یادولو، کله چې سلجوقي د عامیانه لهجو په هکله د "اللهجات العامیة فرقت بین الأمم" تر عنوان لاندی په قاهره کښې لیکچر ورکړی و.

په وروستیو کښې راځو د استاد سلجوقي په هکله د ده وطندار پوهاند عبد الحی حبیبی څخه د سلجوقي په هکله آورو، پوهاند عبدالحی حبیبي د استاذ صلاح الدین سلجوقي په هکله په خپل کتاب (تاریخ مختصر افغانستان) کښې وایې: سلجوقیان هغه هراتي کورنی ده چې ډېر زیات علماء لري، یو مثال یې صلاح الدین سلجوقي دی چې ادیب، مفکر، محقق او څیړونکی شخصیت و.

په قاهره کښې د افغانستان سفارت د استاذ صلاح الدین سجوقي د ۱۲۰ تلین په یاد د سلجوقي په هکله ۶ کتابونه چاپ کړی، چې لومړی کتاب (أثر الإسلام في العلوم والفنون) چې په قاهره کښې د افغانستان سفیر فضل الرحمن فاضل په زیار ترتیب او چاپ ته وړاندی شوی، چې د کتاب په پیل کښې، ښاغلي فاضل د افغانستان او مصر ترمنځ تاریخي اړیکو ته کتنه کړی او په زړه پوری شننه یې پری کړی.

دویم کتاب: (علامه صلاح الدین سلجوقي آراء وأفكاره) دا کتاب د ازهر پوهنتون د یوی محصلی "میرمن مى فوزي محمود نصار" د ماسټري دوری تیزس دی چې د ازهر پوهنتون د فارسي ژبی ادبیاتو کښې پری ماسټری اخیستی، او په قاهره کښې د افغانستان سفارت فرهنګي څانګي له خوا چاپ شوی.

دریم کتاب: (تأثیر اسلام بر فلسفه و هنر) دا کتاب د استاد سلجوقي عربي کتاب دی چې دري ژبی ته ژباړل شوی.

څلورم کتاب: (تجلی الله في الأفاق ولأنفس) دا کتاب مصري لیکوالی "میرمن مي فوزي" د فارسي څخه عربي ته ژباړلی.

پنځم کتاب: المناجات (راز ونیاز) چې د تجلی خدا در آفاق وانفس، سریزي حیثیت لري، او ډېر په زړه پوری صوفیانه طرز باندی لیکل شوی، دا کتاب هم مصري لیکوالی "میرمن مي فوزي" د فارسي څخه عربي ته ژباړلی چې افغان سفیر ورته په زړه پوری سریزه ښکلی، او په قاهره کښې د افغانستان سفارت فرهنګي څانګي چاپ کړی.

شپږم کتاب: ( علامه سلجوقي نویسندهء مقتدر وعاليمقام) دا کتاب ښاغلي غلام حبیب نوابی لیکلی چې پدی کتاب کښې د استاد سلجوقي ۱۳ مقالي راټولي شوي چې په لومړي ځل په ۱۳۳۲هـ ش. كال كښې په بدخشان کښې چاپ شوی و، چې په لوستلو ارځی او په قاهره کښې د افغانستان سفارت د فرهنګي څانګي په زیار په دوهم ځل چاپ شو.

اووم کتاب: (افکار شاعر) د استاد سلجوقي هغه ارزښتمن کتاب دی، چې په شاوخوا ۲۸۰ پاڼو کښې د استاد سلجوقي د ۱۲۰ تلین د لمانځنی په یاد په قاهره کښې د افغانستان سفارت فرهنګي څانګي له خوا چاپ شو، او دا کتاب د استاد سلجوقي وراره ښاغلي سعد الدین سلجوقي او نوماند شاعر استاد سید نورالحق صبا په سریزو پیلیږې.

په وروستی برخه کښې د استاد سلجوقي دوه مهم کارونه یادوو چې د سید جمال الدین افغاني د پیژندګلوی په هکله یې ترسره کړې.

۱ میرزا لطف الله اسد آبادي چې ځان د سید جمال الدین افغاني خوریه ګڼي په ۱۹۲۶م کال کښې په برلین کښې د (شرح حال وآثار سید جمال الدین اسد آبادي معروف به افغاني) تر عنوان لاندی یوه رساله چاپ کړه، چې وروسته په ۱۹۵۷م کال کښې په قاهره کښې د هغه رسالی عربي ژباړه د دکتور عبد النعیم حسنین او صادق نشأت په تعلیقاتو او سریزو د دی عنوان لاندی چې (جمال الدین الأسد ابادی المعروف بالأفغاني، کما یقدمه ابن أخته میرزا لطف الله خان) چاپ شوه،  چې جمال الدین افغاني ایراني الاصل ګڼي په هغه وخت کښې د جمال الدین په هکله په مصر کښې غوغا جوړه شوه، او د دی توطئې په مقابل کښې استاد سلجوقي د جمال الدين افغاني پیژندنی په برخه کښې پراخه مبارزه پیل کړه په مختلفو پوهنتونونو او فرهنګي غونډو او مراسمو کښې یې د افغان سفیر په حیث لیکچرونه ورکول، او په رسنیو کښې یې د سید پیژندنی په هکله لیکنی کولی، چې په نتیجه کښې یې په هغه وخت کښې د سید جمال الدین د ایراني بللو توطئه شنډه کړه.

۲ کله چې په ۱۹۶۰م کال کښې شیخ محمود ابوریة مصري سید جمال الدین پیژندونکی، چې د سید په هکله یې ۴ څلور کتابونه لیکلي، چې د استاد سلجوقي نژدی ملګری و د سید جمال الدین افغاني اولنی کتاب (الرد على الدهريين) یا (نیچریه) تحقیق او چاپ ته برابره کړه، استاد سلجوقي ورته په زړه پوري علمي سریزه په ۲۲ مخونو کښې لیکلی ده، چې پدی سریزه کښې استاد سلجوقي د جمال الدین افکار او د چاپیدونکي کتاب نچوړ راخیستی، او پدی کتاب کښې د شیخ أبوریة له خوا سلجوقي پدی ډول یاد شوی "مقدمه بقلم الفیلسوف صلاح الدین سلجوقي سفير أفغانستان في جمهورية العربية المتحده".

وروستی یادونه: د استاد سلجوقي کوم اثر لا تر اوسه په پښتو ندی ژباړل شوی، هیله ده چې ځوان کهول پدی برخه کښې د استاد ځیني مهمو آثارو ته پاملرنه وکړي لکه: جبیره، تجلی خدا در آفاق و انفاس، چې د عقائدو او فلسفی بحث کوي، په پښتو ژبه و ژباړي، چې د افکارو او نظریاتو څخه یې ګټه واخیستل شي، او په خاصه توګه هغه ځوانان چې دینې زدکړو او فلسفي نظریاتو سره سر اوکار لري د استاد سلجوقي لیکنو او آثارو څخه ډېر څه زده کولی شي.

تر بیا!

 

 

img019.jpg

اعلیحضرت محمد ظاهر شاه، جمال عبد الناصر او استاذ سلجوقی قاهره کی په 1960م

img534.jpg

جمال عبد الناصر، سردار محمد نعیم  خان او سلجوقی

img499.jpg

د مشهور لیکوال عباس محمود العقاد لیک علامه سلجوقی ته

img039.jpg

په مطبوعاتو کی خپره شوی خبر  چه جمال عبد الناصر د سلجوقی د حال نه پوشتنه کوی

img042.jpg

استاد پژواک ، ناصر ، نعیم خان او سلجوقی

 

 

img522.jpg

استاد سلجوقی جمال عبد الناصر سره د مصافحه په حال کی

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل                ۲۶۲          سال  دوازدهم         حمل / ثور     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی         ۱۶ اپریل   ۲۰۱۶