ورېځې بيا لامبي پر اور ووري پر ګلو
دازلمى سپرلى خونه دى د سوځلو
له اسمانه د سكروټو غر راپرېوت
سوځوي مې ښكلى كلى د سنځلو
بيا د ګلو د حيا پر ناموس جنګ دى
څانګې ستړې شوې د ځان پر قتلولو
د باغ سپين مړوند رېبلى دى اغزيو
پرې يې نه ښود چېرته جوړ ګراېوان د ښكلو
دسيندونو مست اوښان وسول له تندې
دهېليو پېغلې بيا لاړې له كلو
د سپوږمۍ پر وربل مري غونچې دستورو
لمر د ځان جنازه وړي پر خپلو ولو
موج دوينو ګلان وكول سپرلى شو
څه حاجت شته؟ دګلاب او دسنبلو
جام كې « عيسى » بيا لنده نه شوه ډوډۍ د
پاتې نه شول هغه سره شراب د څښلو
دپيالو پر شرنګار يو ويده ويښ نه شو
نه ساقي شته نه كنډول د كړنګولو
سيندونه هم مري اسحاق نګيال .
يوې شمعې د شپو دېو پر تندي ونه ويشت
يو پتنګ نشته لمبو كې د لامبلو
داويدې سترګې دبڼ پرې رڼې نه شوې
چيغې پر ېوتې رانجو كې د بلبلو
فلك لور پسې اخيستى ستړى نه شو
ددې مستو چتو ستورو پر رېبلو
نازولې غوټۍ نه شوې پكې بلې
تور لوګي دي چې ټيكري شول دوربلو
دماتم ډمو بنګړي دښكلو مات كړل
غوڅوي ورنه نكريزې له منګولو
په بر هر زړه مې لاس مه وهه جانانه
داخو سالوپټه نه ده د ګنډلو
زرغو شوى چم په چم بر سات داوښكو
قتل شوي موسمونه د خندلو
داچمن چمن وطن دارته بس نه شو
نه يو شين ډډ دچنار شته نه دولو
مني بيا ورته له سره سيخان سره كړل
دا لا له دي له ازله دداغلو
ددې خوارو په قسمت به باران نه وي
چې لمبې وروي پر كور د جل وهلو
سيندونه هم مري اسحاق نګيال .
يو پرې شوى رګ مو ښخ لكه تاك نه شو
يو سر نشته په دې ښاركې د ښندلو
نه د عقل پر آس سور، نه ليونى شته
نشته ژبه د زنځيرنه د وېلو
څه ايرې د بې قدرۍ ورباندې شنې شوې
دا درنې شنا ختې خونه دي دكتلو
ددې كلي ښكار يان مړه له سره وژني
غشي ولي بيا پر زړونو دبسملو
نه يو مټ دتيارو جنګ ته چېرته پاتې
نه يو لاس د خپل كرېوان د څيرولو
نشته « ابراهيم » د لمبو تر خيمو يو
ددارختلو « منصور » پيدا نه شو يو
څاه كې « شغاد » د « رستم » بيالوېدلى دى
لاره نشته دې ګړنګ نه دوتلو
نه يې ګرد په تورو دښتو كې د آس شته
سيندونه هم مري اسحاق نګيال .
نه نارې د شهسوارو ددانګلو
بيا يو شين زمرى دې غرونو كې لوى نه شو
يوه تشه جنډه نشته پر مورچلو
دشنو چيغو له كاروان سره سفر دى
ژبه نښتې په تالو كې د غزلو
« خوشحاله » سرله تورو خاورو پورته كړه
« مغولو » پاتې پر « هجري » لا خو غچ د
١٣٧٢ / ۵ / ٩
كابل |