یادونه:
لکه څنګه چې لوستونکي د رسنیو له لارې خبر دي، د همدې روان ۲۰۱۵ کال د
جنوري میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د جرمني هېواد د کولن په ښار کې د یو شمېر
خواخوږو هېوادوالو له خوا د «سولې او امن » په موخه یو کنفرانس را بلل شوی
و چې ما ته هم په کې د ګډون بلنه را کړل شوې وه. له بده مرغه ما د خپل یوه
ګران دوست د متوفي مېرمنې په جنازه کې د ګډون له امله هلته کنفرانس ته ځان
و نه رساوه او یوازې مې د خپلې دغې لیکلې بیانیې په ورلېږلو بسنه وکړه. له
همدې کبله، دا دی نوموړې بیانیه تر تاسو درنو لوستونکو پورې هم در رسوم.
د لوی او بخښونکي خدای په نامه
د نننۍ پرتمینې غونډې درنو ګډونوالو، ګرانو هېوادوالو، آغلو
او ښاغلو!
ډېر خوښ یم چې یوار بیا دا فرصت مومم څو د هېواد پر زخمونو باندې د ملهم
ایښودلو په موخه د یو شمېر منلو او وتلو څېرو آندونه واورم او له دې لارې
خپل دردونه له وطنوالو سره شریک کړم.
ښکاره خبره ده چې له ملهم څخه موخه د هغه جنګ د طاعوني سرطان په وړاندې د
اکسیرو درملو موندل دي چې نژدې درې نیمې لسیزې یې د هېواد هډ او پوست ور
خوړین کړی او د میتاستاز تر کچې رسېدلی دی.
زه سوله ښئیم، زه امن او ټیکاو یادوم. هغه سوله چې اوس خدای مه کړه په یوه
بې مسما اسم باندې اوښتې ده.زموږ او ستاسې دغه نننۍ غونډه هغه څه نه دي چې
د لومړي ځل لپاره یې د لارې د سولې او امن په اړه خبره را پورته کېږي، پر
دردونو یې اوښکې تويېږي، نه یوازې د اکسیرو ملهمو بلکې ان د واکسین په خاطر
یې هم وړاندیزونه کېږي.
د دايمي سولې د تر لاسه کولو په خاطر تر اوسه پورې د هېواد په دننه کې د
دولتي چارواکو، د (سولې عالي شورا)، ټولنو او بېلابېلو بنسټونو له خوا پر
له پسې هلې ځلې تر سره شوي دي.
همدارنګه له هېواد څخه بهر د مېشتو افغانانو او نړیوالو په مټ یو لړ کارونه
سر ته رسېدلي دي. له دې څخه پرته په کور دننه او د باندې د افغان چارواکو
او نړیوالو ګډې هلې ځلې هم د یادولو وړ دي.
له دې ټولو منډو رامنډو سره سره په حق سره دا پوښتنه را پورته کېږي چې د
افغانانو پر غم ځپلې خاوره نو بیا ولې د سولې عنقا سیوری نه غوړوي. دا به
ډېره بې انصافي وي که څوک ووایي چي کرزي د زړه له کومي سوله نه غوښته او
یوازې غولوونکې غورځې پرځې یې وهلې او یا دا چي اشرف غني د سولې دښمن دی.
له دې څخه هم سترګې نه شو پټولای چې د دغو دواړو کسانو پر شاوخوا داسې
زورورې کړۍ را چاپېره وې او دي چې سوله یې په ګټه نه ده ځکه نو اوبه خړوي
او کبان په کې نیسي.
لکه څنګه چې تپل شوی جنګ زموږ په هېواد کې خپلې ریښې او سرچینې لري،
همدارنګه سولې ته نه لاسرسى هم خپل علتونه لري.
اوسنۍ جنګي غمیزه د یو لړ علتونو معلول ده. زما په اند تر اوسه پورې چې
لوړو یاد شوو هلوځلو اړینه پایله نه ده درلودلې، ښایي دلیل به یې دا وي چې
نوموړي هلې ځلې یوازې د معلول پر شاوخوا را ګرځي، علت څنګ ته پاته او آن دا
چی کله نا کله بېخي له یاده وتلی وي. په دې کي هیڅ شک نسته چې غمیزه د ۱۳۵۸
کال د مرغومي له شپږمې نېټې څخه د کرملین د لنډه غرو سیاسي مشرانو په ناروا
پرېکړه را پیل شوه. دا کار د امریکا او لویدیزوالو لپاره ښه بهانه و ګرځېده
څو په کرملین کې د واکمنې ایډیالوژۍ د ټکولو په خاطر په هر مشروع او
نامشروع عمل لاس پورې کړي. د دې ایډیالوژۍ د ځپلو په موخه (بنسټ پالنه) تر
ټولو اکسیره او اسانه لاره وه چې د «سي اى اې » په مشوره او مالي لګښتد «اى
ایس اى » په کړغېړنو لاسونو سره په بریالۍ توګه تر سره شوه.
که غمیزه کرملین پیل کړه خو اوسنی دوام یې د سیمې او نړۍ د څارګرو کړیو په
لاس مخ ته ځي. په دې توګه لکه څنګه چي هره پېښه او پدیده ځانته خارجي او
داخلي اړخونه لری، همدارنګه د سولې تر ناوکۍ پورې هم باید د دغو دوو اړخونو
په منځ کې لاره ولټوله شي او پر ستونزو د لاسبرۍ په موخه اړین توکي په ګوته
شي. په کور دننه اړخ کې د دغه ډول لاسبریو په خاطر کېدای شي د اړینو توکو
په ډول دولتي اداره، ملي بنسټونه، قومي مشران او نورې بېلابېلې اغېز لرونکې
کړۍ یادي کړو چې د پام وړ رول لري.
په بهرني اړخ کې ګاونډي هېوادونه، د سیمې هېوادونه او له سېمي څخه د باندې
اغېز لرونکي هېوادونه لکه امریکا، اروپایي اتحادیه او انډیوالان یې په دې
پروسه کي د ډېر اغېز درلودونکي دي.
ښکاره او تر لمر سپینه خبره ده چي په دې پروسه کې د یوه اړخ رول هم له پامه
غورځولای نه شو. که څه هم د شرایطو په نظر کې نیولو سره کله د یوه اړخ رول
او کله د بل اړخ دا زیات وي خو په ټولیز ډول د منظق او ډیالکټیک حکم دا دی
چې داخلي تضادونه د هری پدیدې په طبعي پرمختګ کې پرېکنده رول لوبوي او دا
هغه څه دي چې باید په دغه پروسه کي هم ورته په ټینګه پام واړول شي. دا خو
هغه څو کرښې وې چي د تړاو له مخي یې په عمومي ډول یادونه اړینه ښکارېده.
راشئ په دې اړه د دغې نننۍ غونډې پر رول باندې وږغېږو:
زه باور لرم چې دې غونډې ته را غلي درانه ګډونوال نه یوازی په علمي سیاسي
لحاظ د نظر خاوندان دي، بلکې ډېرى یې د موضوع په هکله د زبردستو پوهانو په
توګه د هغې پر خارجي او داخلي اړخ باندې اړین اغېز درلودونکي کسان هم دي.
ښایي یو شمېر د دغو کسانو له ډلې په خپلو مېشتو هېوادونو کې له بېلابېلو
دموکراتیکو ګوندونو او اغېزناکه کړیو سره دوستانه تړاونه او ان غړیتوب
ولري.
په اکثرو لوېدیزو هېوادونو کې دغه ډول ګوندونه یا په خپله واکمن دي او یا
هم د نوموړي هېواد پر خارجي سیاست باندې د پام وړ اغېز لري. په دې توګه
محترم ګډونوال کولاى شي هغوی ته د افغاني ټولنې د موجودو واقعیتونو په باره
کې پوره مالومات او ښې مشورې ورکړي څو په خپل خارجي سیاست کې یې په پام کې
ونیسي.
دا خو ټول یوازې هغه څه دي چې د غمېزي پر خارجي اړخ ستاسې درنو پوهانو اغېز
په ګوته کوي، مګر پر خارجي اړخ ګاونډي هېوادونه لکه ایران او له ټولو څخه
زیات پاکستان خپل اغېز لري. ستاسې درنو پوهانو د رول او اغېز څخه د موضوع
په داخلي اړخ هم سترګي پټېدلاي نه شي. دا ځکه ډېر له تاسو څخه د هغو سیمو د
ولسونو او د هغوی له قومي مشرانو سره تړاو لری چې همدا اوس اوس د جنګ په
لمبو کي کړېږي.
باید ووایم چې د هېواد ټول مېشت قومونه له روانې غمیزې څخه په یوه یا بل
ډول زیانمن شوي دي، خو د ځمکې هغه ځاى ډېر سوځي چې اور پرې بل وي. ځکه نو
که موږ ډېرې اوښکې د پښتنو پر حال تویې کړو، دا به په هیڅ ډول د دې مانا ور
نه کړي چې ګویا نور وړونه قومونه مو خداى مه کړه هېر دي او یا هغوي په دغه
غم کې شریک نه ګڼو.
په هېواد کې د مخالفو وسله والو پر وړاندې د داعشي جنګیالیو د خوځښتونو
ګنګوسې، په پاکستان کې د پېښو وروستی پرمختګ او د افغانستان په هکله یې د
ستراتیژیک عمق په اړه د بدلون نښې نښانې، د افغانستان پهجیوپولیتیک موقعیت
کې د جې ایکونومیک او ټرانزیټي پدیدو را برجسته کېدل، د سېمي اولوېدیز تر
منځ په اقتصادي او نظامي معادله کې د انډول نسبي بدلون، د سولي په پروسه کې
د چین شکېلتیا، او همدارنګه په نړۍ کې د پېښو ننني پرمختګونه دا ټول هغه څه
دي چې زما په ند د سولې ریښو ته اوبه ورکولای شي. له همدې کبله اوسني حالات
ماته له بل هر وخت څخه زیات د سولې او امن په ګټه برېښي. زه د غمیزې په
دومره اوږدو غځېدو کې د پښتني قومونو یوه بله مورنۍ ستونزه تر ټولو مهمه او
د ځانګړي پام وړ بولم. دا هغه ستونزه ده لکه وتلی پښتون شاعر، دروېش دُرانی
چې وایي:
د لمر وجود زغملای نه شي، د لمر نور نه مني جانان مې خُوی د پښتنو لري،
تربور نه مني د دغه بنسټیز ټکي په پام کې نیولو سره زه په دې اند یم چې د
موضوع په کور دننه اړخ کې باید تر هر څه دمخه پر دې خبرې غور وشي چې څنګه
کولای شو د جانان له فکر څخه دغه (پښتني ناولی خُوی) لیرې کړو، څنګه کولای
شو پښتانه ودې ته را وهڅوو چي د جهالت له تور تمه و را وتلو ته غاړه کښېږدي
او د لمر په رڼا کې تربره ته په خلاصو سترګو و ګوري.
البته دا یو ساده او اسانه کار نه دی خو حلولیې د پرتو ستونزو څخه د خلاصون
تر ټولوغوره او اغېزمنه لاره بولم. طبعي خبره ده چي دا کار په امر او نهي
باندی نه کیږی خو د هرلوړ غره پر سر باندي هم لاره سته.
د پښتانه دغه ناوړه خوی د ډېرو ستونزو مور اوداسې یوه بلاربه بلا ده چې
ساعت په ساعت بچیان زېږوي او د غم پر اور غوړي تویوي. زه دغه ستونزه د بحث
او غور د پاره د منځ ټکی ګڼم او وړاندیز کوم خپلې خبرې پر یوه داسې محور
راټولې کړو چې د څه ډول جوړښت له لارې کولای شو دغې ستونزې ته د حل کيِلي
ومومو څو پر بنسټ یې سولې او امن ته لاره پرانیزو. که په غونډه کې د ازاد
بحث لپاره وخت پاته شو، انشاالله زه به په دې اړه نورې څرګندوني هم ولرم.
د اوس لپاره په همدومره بسنه کوم.
و من الله توفیق |