داځواني مې صدقه شه ،خوپياله مې تشه مه شه
دزړګي لپه چپه شه ، خو پياله مې تشه مه شه
ښه پوهيږم چې مې وژني دابر بنډې دتاك پيغلې
عمره ! يو څاڅكې نشه شه، خوپياله مې تشه مه شه
څوئې څښم نه تماميږي راته څه دزهرو سيند شو
دادژوند وچه چينه شه، خوپياله مې تشه مه شه
داد دوه كاڼو دنيا چې دومره ګرانه پرموږ پلوري
لكه دود پر اور خوره شه ، خو پياله مې تشه مه شه
نه په بر دعمر خوښ يم، نه په ګز دژوند خوشحاله
ټول دلوڅو پښو ناره شه، خو پياله مې تشه مه شه.
١٣٧٠ / ٧ / ٧
كابل |