ما له اذله پیزندلي مینه
ځکه مي هر چيرته شیندلی مینه
له تا ونشوه خو ما کړي مینه
ټولی دنیا ته می ښودلی مینه
زه چي دعاکړم خیر دټولو غواړم
شیخه نو تا کله لیدلي مینه
خدا چی ورکړی زړه مین وی چاته
له چایی کله سپمولي مینه
د صداقت په ستن او تار (انجانه)
ما په خپل زړه پوري ګنڈلی مینه
|