کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

م·اکبر کرگر

    

 

دليکوالۍ اوشاعرۍ اړوند دسارتر باورونه

 

 

 

په تيرو لسيزو كې ان كله چې دافغانستان دليكوالو ټولنه ايجادشوې نه وه زياتره ادب پيژندونکي اوپه دې هکله دنظر خاوندان په دې باور وو  چې ادب دژوند له پاره اوادب داولسونو دخدمت له پاره يا په بل عبارت  ژمن اوپلوی ادب په واقعيت کې دپخواني شوروي دايديالوژي تر اغيز لاندې را پورته شو کوم چې نظام يې دايديالوژۍ په بنسټ ولاړ وو  ·دې باورونو  هغه مهال   ديو ډول تحجر او مټکور ذهن نماينده گي  کوله .يا تش په نامه دکارگرو اوبزگرو دحقوقو داعادې اوتر لاسه کولو اودهغو دخبرتيا دلوړولو په لار کې دمبارزې په نوم کارول کيده .

ددې تيورې يا ٬٬ژمن ادب٬٬ له پاره  په محافلواوغونډو کې دگورکي اوڅو تنونورو نومونه زيات ياديدل  ،په بل عبارت چې دا يو ډول  رواج اودود گرځيدلي وو چې بايد تقليد اوتعقيب شي . رسمي اداراتو سپارښتنو دامساله نوره هم بې خونده کوله . په هماغه وخت کې هم  دا تگ لاره ديو شمير روښانفكرانو له خوا  له ننگونو سره مخامخ شوه · په ځينو مقالو  اوويناوو كې جوتيدله  چې ادبيات  ددستور اولارښووني په بنياد وده نه کوي بلکې دادانسان درک ، اخځ ، احساس اوعاطفي چلند سره اړه لري · طبيعي خبره ده چې دهغه شخصيت اوتفکر هم په کې اغيز لري .

خو دمسالي يو بل اړخ که وگورو  په لويديځه نړۍ کې داسې ليکوالان اودفکر خاوندان ول چې له دې موضوُع  سره يې خلاقانه چلند کړی دي . دمثال په توگه يو له دغوشخصيتونو اوفلاسفه وو څخه فرانسوي فيلسوف ژان پل سارتر دی  چې په بيلابيلو زماني مقاطعو کې په دی اړند عملي اوپراگماتيک نظريات وړاندي کړي دي . دې کې شک شته چې سارتر په خپل وخت کې يو کيڼ اړخي نظر لرونکي مفکر وو . خو همدغه سارتر دتحجر اودوگماتيزم سره نه پخلاکيدونکي شخصيت هم و· وايي اوداسې مشهوره وه چې سارتر  په اروپاکې دروښانفکري مواضعودپيژندلو له پاره  دمعيار اومحک حيثيت درلود .دمثال په توگه دالجزاير دخپلواكې په برخه كې دهغه دريځ كاملا دفرانس فانون اونورو روښانفكرانو سره يو شان وو اوالبرت كامو سره په ضديت اومخالفت كې واقع وو·  ادوارد سعيد په خپل يو اثرکې ليکي چې که استعمار يو نظام دی مقاومت هم پهدې ټکې پوهيدلی دی چې هغههم داستعمار په وړاندې يو نظام دی ·سارتر دځمکې په سر دوزخيان اثر په سريزه کې ليکي : (( واقعي نړۍ په دوه برخو ويشل شوې ده يوه دبلې پهوړاندې دجنگ په حالکې پنځه سوه مليونه خلک اوپنځه ميليارده اودوه سوه بومي خلک ))  البته دا بيله مساله ده  چې زيات څه ويلو ته اړه لري · سارتر  يو مهال دشوروي دوخت دنظام پلوی فيلسوف وو خو كله چې مسکو ته ولاړ اوهلته يې داستالين رژيم اودهغه کردار وليده  په راستنيدو سره کاملا دغه تگ لارې مخالف دريځ غوره كړ·په همدغه مهال  يې يوه نمايشنامه وليکله  چې( ککړ لاسونه     ) نوميږي .

په هر صورت  سارتر په يوه مقطع کې دشعر اونثر تر منځ يو ډول توپير ته قايل دې  اودتعهد په بنياد ددواړو توپير کوي هغه شعر يو نا متعهد ژانر بولي  اونثر ليکوال دپيښو په وړاندې يو ډول مسول  بولي · دهغه دا نظر دسارتر  په مشهور كتاب ادبيات څه شې دي ؟كې څرگند دی · بايد ووايو چې سارتر ددې مسالي سره هغه ډول چلندنه کاوه چې په شوروي اتحاد کې له ادبياتو سره کيدلوبلکې دهغه چلند ډېر ژور اوله نوښت نه ډک وو، که په لومړي سر کې سارتر يوازې دليکوال يا نثر ليکوونکي ژمنتوب ته قايل دی  هغه هم ميکانيکي اودستوري ژمنتوب نه بلکې ديو فلسفي تفکر اودنيستۍ اوهستۍ دفلسفي ليدتوگي په بنياد وو ·

ژان پل سارتر پوښتنه کوي  چې ليکوال څرنگه عمل کوي ؟ په ځواب کې وايي چې ليکوال  ليکل  کوي ۔  اودليكلو له لارې نړۍ ته بدلون وركوي · كله چې موږ خبرې كوو نو نړی بدلوو ليكوال هم دليكلو له لارې نړی بدلوي · دهغه په عقيده عمل دازادۍ سره گډ اولازمي عنصر دی . يعني دامکاناتو په چوکاټ کې  داسې غوراوی اوانتخاب دی چې  له مسووليت سره هم يو ځای اوورسره اړيكه لري ·دی يعني ليکوال ځان مسوول بولي ۔نو موړی داسې استدلال کوي وايي کله چی  دازادې اومسوليت لرلو  په مقابل کې  دنده لرل او ديو مسوليت په غاړه اخيستل سره لازم اوملزوم دي نو د نثر ليکوال داسې څوک دی چې ېو ډول دويمه درجه عمل ته لاس اچوي چې کيدای شي دهغه دا کړنه   لوڅوونکي اوڅرگندوونکي عمل وبولو.  په دې اساس حق لرو اوځانته حق ورکوو چې دا پوښتنه را پورته کړو چې  دنړی کومه برخه  دې ته اړه لري  چې په ډاگه شي اونورو  ته وښوول شي  اوددې څرگندولو اولوڅولو له لارې کوم بدلون رامنځ ته کيږي ؟۔ دسارتر په باور  که ليکوال دنړۍ دېوي رڼا اوځلا په وړاندې چوپ کښيني يا سکوت وکړي نو حق لرو چې له هغه دا پوښتنه وکړو چې ولې دی داسې ويلي اوهاغه بل شان دې نه دي ويلي؟ اوس چې خبرې کوي  غواړې يو حالت ته  بدلون ورکړي ولې ددې چارې بدلون غواړې  اودهاغه بلې چارې بدلون  نه غواړي  ؟  

البته دا د سارتر يو نظر دی هغه دژوند په يوه پړاو کې شاعر له هر ډول مسوليته ازاد باله اوويل يې چې : سمه ده چې دنثر ليکوال يې هم ليکي اوشاعر يې هم ليکي خو ددې دواړو دعمل اوکړني ترمنځه گډه وجهه  اواړيكه نه شته ۔ بلکې يوازې دلاس حرکت دی چې توري کاږي . پر دې برسيره دده دونيا دهغه بل له دونيا نه توپير لري ۔هغه څه چې دليکوال له پاره رښتيني دي دشاعر له پاره نه دي  ۔ سارتر له دې امله شاعر مسول نه بولي  خوليکوال  مسوول بولي· سارتر  وايي : دواړه ،هم ليکوال اوهم شاعر دژبي په باب دوه بيلابيل چلندونه لري ۔ هغه  په دې باور دی چې شاعر په ژبه کي پاتي راځي ۔ له کلماتو کار نه اخلي  بلکې تر دې حده  ويلي شو چې هغو ته گټه رسوي ۔ شاعر ان هغه کسان دي چې دژبي په کارولو سره نه بوختيږي  يعني نه غواړي هغه دوسېلي په توگه وکاروي ۔ خو ليکوال هغه څوک دی چې له ژبې نه دخپل مقصد ته درسيدو له پاره کار اخلي ۔پوښتنه داده چې ايا شاعر څه شی نه په ډاگه کوي ؟

 په نتيجه کې (دسارتر ) له نظره شاعر په څه کې بدلون نه راولي ۔ سارتر دې پوښتني ته بې پردي ځواب وايي ۔

سارتر وايي شاعران خبرې نه کوي چوپ هم نه کښيني خودهغو پيغام بل شی دی . پوښتنه پيدا کيږي چې شاعران کوم اوڅه ډول پيغام لري  ؟ خو سارتر دامساله  نه روښانوي . حقيقت دادی چې سارتر دشاعرانه کار دتکنيکي اړخ په پراخولوسره ټول  شيان ناڅيزه اوبې مانا  بولي . داسمه ده چې خپله کلمات دشاعر له پاره کيدای شي هدف وي.  دشاعر له پاره دهرې کليمي رنگ اوبوی خاص اهميت لري .  دشاعر له پاره کليمه لکه يو بلورين جام اهميت لري چې څه ډول وتوږل شي  چې ټولې خواو ې يې د پام وړشي . دسارتر په باور شاعر يوماشوم نه دی  چی دسيند په غاړه په شگو کې لوبي کوي اولاروي  چې تيريږي  دغه ماشوم ته گوري اودهغه  دشگو سيل کوي . دسارتر خبره له دې زياته بل څه نه ده ؟

 هغه وايي : زما په باور شاعرانه شيبه تل د يو ډول تاءمل اوخيال شيبه ده   اوپه پيل کې زياتره وختونه په خپل ځان باندې دترحم شيبه ده . داسې شيبه چي له ځانه سره مينه کوي اوځا ن ته تسلي ورکوي. داسې شيبه چې غوښتني يې دکليماتو له منځه تيريږي مگر دهغو دارتباطي ځانگړنو اخواته عينيت اوتجسم پيدا کوي . هغه خپله خبره په داسې يو مثال کې روښانوي وايي : ايا شعر دېوي ښکلې نجلۍ غمگينه زمزمه نه ده چې دهندارې مخ ته ولاړه وي اوپه خپلو زلفو کې لاس وهي  اومبارز ليکوال اودعمل سړی چې کله غواړي خپله خولۍ پورته کړي ،له کوټي بهر کيږي دهغې پر زلفو لاس راکاږي اوبيا ورسره دکار اومبارزې نه دفراغت په مهال دليدلو وعده ټاكي   .

په دې ډول سارتر شعر دکليماتو يوډول ښکلي اورلوبه بولي . خو بي خطره اور لوبه ·

دادبياتو اوشعرپه اړوند دسارتر مشهور اثر ( ادبيات څه شی دی ؟ ) دچاپ  تروخته پورې نوموړي دشعر اوشاعر  ژمنتوب اوتعهد نه منلو  خو دولس کاله وروسته کله چې ليوپولد سدار سنگور د((تورې ارفه )) په نوم  دتورپوستکو دشعرونو ټولگه په فرانسوي ژبه چاپ کړه ·  دهغې په ليدلو اولوستلو سره دسارتر فکر هم بدلون ومو ند  .بلکې دتورې ارفه چاپ يې يو ژمن (متعهد) عمل وباله  دتورې ارفه په چاپ باندې دسريزي نه داسې جوتيږي چې سارتر  په مستعمره هيوادونو کې له  جلا  زاويي  څخه دتورپوستکود شعر ارزونه كوي . هغه وايي : (( کله چې خوله بندونکی ددغه تور پوستو له خولو نه دچوپتيا پټۍ يا بنداژ ليري کوي  نو څه هيله لري ؟ ايا ستاسو دستايني سندره ووايي ؟ سارتر په دې متن کې دهستۍ اونيستۍ فلسفي بنياد نه کار اخلي . په لومړي مخ کې دتورپوستو دليد اونظر يادونه کوي  او ليکي چې موږ يعني سپين پوستي بايد دهغه  تورپوستي لړزا اوخپگان احساس کړو .ليکوال وايي سپين نږدي څو  پيړی اوزريزي  راهيسې دخپل ځان له ليدو پرته  په بل څه فکر نه کوي  ،يوازې دځان په باب فکر کوي · په ځان مين دی   . سپين پوستکي په دې باور دي  چې سپينان دفضيلت , حقيقت اوښکلا اوبرتر اصل لرونکي دي. دوی(سپين پوستکي ) باور لري چې  تور رنگ  دماتم اومرگ رنگ لري اوسپين پرې  برتري لري  . سارتر دغه اصل بدلوي اوسرچپه کوي يې  وايي تور اوتور رنگ دشرابو رنگ دی اوسپين دډوبې  شوې اودډوبيدو په حال کې درنگ الوتې بيړۍ رنگ دی .

سارتر وايي : دحقيقي انسان غوښه دتورو شرابو په رنگ ده .نوموړي دسورريالستي ادبياتو اوشعر په اړوند وليکل چې دتور پوستو شعر ددوه گونو ترمنځ  هغه موجود  توپير له منځه وړي . بلکې دتورو په گټه يې بدلوي . سوررياليزم په يورپ  کې وټوکيدو خو بي روحه شو اوپه انتيل کې وغوړيد .

تور والي له دونيا سره يو ډول عاطفي چلند دی  .سارتر وويل : (( هستي توره ده .. موږ اروپايان هسې غير ضروري اوليري پراته موجودات يو .دليرې پراته مفهوم دپرديوالي مانا ته اشاره ده . دتور شعر چې پلوی (دمستعمرو په گټه ) په رښتيا دانسانيت شعر دی . دټولو اودټولو له پاره شعر دی دفرانسوي ژبو شعر زموږ ددوران انقلابي شعر دی  ))

سارتر چې لومړۍ يې ليکوال ژمن باله وروسته شاعر هم   ژمن بولي .

دسارتر دژمنتوب په ادبي نظرياتو باندې عمده انتقادونه دموريس بلانشو له خوا وشول ·دبلانشو په باور هر ادبي اثر په بيلابيلو ډولونو سره يو ډول ژمنتوب لري · بلانشو وايي چې ادبيات دواقعيت سره په ضديت کې را منځ ته کيږي · ليکوال دخپل اثر په وړاندي ځان ژمن بولي هغه وايي ادبيات نه شي کولای دسياست په خدمت کی را منځ ته شي داځکه چې سياست دواقعيت يوه برخه ده اوادبيات دسياست نفي ده اومهمه دا چې دځان نفی هم ده دليکلو عمل له دې امله مهم دي چې دهر ډول قدرت پيژندنه ننگوي  ·

 

م·اکبر کرگر      

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۳۳                       سال دهم                          دلو          ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی          اول فبوری      ۲۰۱۵