۱
ددې شعر ميناتور كې ځانته گوره .
. .
د٬٬اغزو حسن
تعليله٬٬ شعرې ټولگې پاڼې اړوو . هلته دشعر په ځينو پاڼو او كرښو کې ځای
ځای له ادم خان سره خبرې اترې اورو . دادشاعر ادم خان دی . خيالي څه نه دي
بلكې حضور لري· هم دشاعر په ذهن کې اوهم دشاعر له ذهنه بهر په پراخه اوگډوه
وډه نړۍ کې حضور لري. نړۍ له هغه سره مخامخ ده اوهغه له نړۍ سره په شخړه
دی . دا هغه څڼور ادم خان دی چې درباب ترنگ يې له پيړيو اوزمانو راهيسې
په دښتو اودرو کې ترنگا اوشرنگا کوي .
دلته داسې
تکل نه لرو چې اغزې را وسپړو اوپه هغو کې دحسن تعليل وگورو ، اوبيا په هغې
کره اوناکره کتنه وکړو . يوازې يوه کتنه کوو. دا کتنه هم له يوې زاويي
کوو.دا ځکه چې مشکله به وي چې په لنډ تنگ وخت کې په يوه داسې کوچنۍ
ټولگه چې دفکرونو اوخيالونو له ميناتورۍ نه ډكه ده ، څه ووايو . هدف
دادی چې کتاب که کوچنی دی دشعرونو شمير يې هم دنورو پنډو ديوانونو په څير
نه دی خو په يوه لنډ تنگ نظر کې دا دشعرونو يو داسې ميناتور دی چې که
يوازې دادم خان رنگ په کې گورې نو بيا درنه ملا عباس پاتې کيږي خو موږ به
دادم خان درباب ترنگ دفنا فی العلم عباس سره يوځای دهمدې اثر په کليمو
اواوازونو کی وينو اواورو .
ستاسو باور
به را نه شي هروخت چې دغه كوچني خو ډېر ژور شعرونه را اخلم اولولم يې نو
دشعر په پای کې مې له ځانه سره په هوا کوي تېر اوماضي ته وړي . له اوس نه
راته دتيښتې له پاره هر خوا دروازې بيرته کوي .کوم څه چې زه يې هم په ذهني
توگه ليوال يم . چې له دې مكاره بازار نه وتښتم اوداسې ځای ته ولاړ شم چې
كله خو مې چيغې دغرو په سرونو كې تاوې شي او انگازې وكړي · خو نه زما هيله
همداسې نيمگړې پاتې شي ،ستونی مې ډډ پاتې شې اوټټر مې پړسيدلی ·
خو بيا هم له
ادم خان نه ليرې نه ځو · شاعر له ادم خان سره سوځنده مينه لري .اودهمدې
مينې اوعشق پر بنسټ ده چې په کوټلو الفاظو ورته لوڅې خو درنې خبري هم کوي
. ادم خان څوك دی تاسې يې خپله پيدا كړې چې دا څوك اوله كومه دكتاب په
كليماتو او اواهنگ كې نيغ ولاړ دي · شاعر هم ځوروي او موږ هم ·دا دشاعر هغه
هميشنی يار دی چې کله يې په ذهن اوفکر کې گرځي اوکله يې له ذهنه را وباسي
مخامخ يې کښينوي اورباب په لاس کې ورکوي چې سندره سوره کړي . دژوند ،غم
،ياس اونهيلۍ سندره .کله يې هم غواړي په دلاسا يې وساتي چې درباب ترنگونه
يې واوري خو کله نا کله دادم خان ټنډه تروه وي شاعر هم خپه کړي . هغوی چې
دادم خان په سر سودا كړې اوپه پايو خان يې پلورلی ،هغو ته دادم خان په
خاطر له سپورو ستغو ډكې خبرې كوي :
دبنگړو خزانه
داره
چې بنگړي دې
ټولول
وزگار شوې
مړوندونه دې
دکوم ظالم په
لورې سلامي کړل .
شاعر دادم
خان له كلي ليرې پروت دی · خو دزړه تسمې يې دادم خان سره غوټه شوې دي · هغه
په خوب اوپه ويښه كې ادم خان گوري · له درخانۍ سره دهغه سوځنده مينه گوري
خو هغه ښځنوك چې دادم خان دمرگ تابيا كوي او ددرخانۍ پر سر سودا كوي · له
هغو سره كركه ښۍ · هغه دپايو خان دوكه اونيرنگ په وړاندې كركه كوي اوپه
پوره جريت ورته وايي:
داورونو
سوداگره
تا دشگو
دوکانونه
دلمبو له
پاسه جوړ کړل
چې سبا بازار
دې ړنگ شي
اورلگيت به
بيا دچا په دوکان پلوري
دروانو
حالاتو اودادم خان دشليدلي تڼۍ په ليدو سره اړه نشته چې ددې تفسير اوتعبير
ته مټې را ونغاړو . هغه ستاسوپه مخ كې كيږدو · موږ داوسني تاريخ په سبا كې
نسل نه يو موږ دهماغه جومات اووستل په خواكي ناست سيل بينان يو چې څنگه
پايو خان راغي او ادادم رباب يې اور ته واچاوه ·
يا دا :
دنکريزو جاله
وانه
داوربل سروکی
واخله
په څپو باندې
يې سپور که
چې دسين
دغاړې باغ
گوندې سمسور
کړې
بهادر خان
يوه بله څېره ده· په دې ټولگه كې يو بل کرکتر دی .دادټوکو اوملنډو
کرکتردی په کليو کې لاپوک هم دبهادر خان په نوم ياديږي.
بهادر خان
پټکې پر سر کړ
چې تربور کره
دروغې پاتيا وکړي
چې کشرانو
ځنډولي وه ډوډی
لا يې ور
تړلی نه وو
دتوتي اواز
اوچت شو
بهادرخانه
خدای پامان
بهادرخانه
خدای پامان .
يو شی ته پام
ساتل په کار دي:
هغه دا چې هر
کله يو ښه شعر اوښه کيسه لولو نو کله نا کله په کې ځان پيدا کوو. څنگه
همداسې نه ده ؟ كله ناكله داسې پيښيږي چې هم شعر لولو اوهم راته دوه قدمه
وړاندې په مخ کې خپل ځان ولاړ وي اوورسره په شخړه اوحساب كتاب اخته كيږو .
کله دحاضرې يا اوسنۍ نقطې نه شاته،کلونه شاته اوکله وړاندې ځو په ماضي كې
ځان وركوواوكله بيا دوړاندې افق په لمنو كې دبوډې دتناره لمبې گورو .
داستاد جنيد شعرونه هم دا ډول جادو کوي . هغه ددې پر ځای چې په خوله کې مو
پتاسې واچوې اودخولي خوند رابدل کړې يو خوندور ترخه حالت ته مو بيايي ،
داسې تريخ حالت چې نه غواړو له هغه ليرې شو ، له يو ډول ځان ځوريدنې هم
خوند اخلو . شاعر کله نا کله له ځانه سره هم شخړه اوجدل کوي :
ته ناروغه يې
غمجن يې
چې دونيا په
ټوکو ټوکو درنه ولاړه
تا ښارونه
اباد نه کړل
تا ماڼۍ
ويجاړې نه کړې
تا دودونه
بدل نه کړل
ناببره مساپر
اشنا دی راشي
سره شيره په
شنه پياله کې درته راوړي
استاد جنيد
هماغه ډول چې عمر يې له نيمې پيړۍ اوښتی دی خبرې يې کمې شويدي . هغه چې ډېر
اړ نه شي زياتې خبري نه کوي . اوکه کومه خبره کوي هغه هم ډېره کوټلې اولنډه
کوي . دځينو ښوونکو په څير دخولي جلاب يې عادت نه دي . چوپ وي له ما سره
دا پوښتنه وه چې ولې دومره چوپ دی . خو ددې ټولگې په لوستو سره زما پوښتنه
ځواب شوه .
استاد په
خپلو شعرونو کې يوه دونيا خبرې لري . دادم خان دکلي دوستل نه راواخله
دجومات دملا اودبانډه چې دگيډک اوپولنگ پورې ټولې خبري لري اوهر څه ديوې
کنايي اواستعارې په توگه کارولی شي .
څاڅکي څاڅکي
سيلابونه مو لنډي شي
څوکي څوکي
پيغورونه مو خندا
کوم سردار په
لوړو غرو کې کلابند کړم
چې را گرځي
مې ځواب چوپه چوپيا
دمغولو
ځنځيرونه مې په پښو وای
نه شميرلی په
پردو کې وم اشنا
دا اوږود شعر
تر پايه زياتې او دارزونو ډکې خبري لري . په لويو غرونو کې بند پاتې کيدل
چی داواز انعکاس يې هم نه هستيږي ،دردوونکی حالت دی . دخوشال بنديتوب او په
بازارونو کې زنار په غاړه دمنصور په څير رسوا کېدل له دې خپه کوونکي حالت
نه ډېر غوره بلل دشاعر يوه انده ده . خو هغه په دې ټول شعر کې يو ډېر خوږ
اوزړه ته نږدې مخاطب لري .دشاعر مخاطب اودخبرو اورازنو يار ادم خان دی .
ادم خان لکه ملايکه اولکه جادويي اشا په هر څه کې حضور پيدا کوي دهغه
دفكر په نړۍ كې ،په ماضې کي ،په تاريخ کې اوپه ادب کې هم . داځکه چې شاعر
لا دخپلو خاپوړو کوڅه نه ده هېره کړې .
په رباب مې
غم غلط که ادم خانه
شين خالۍ به
خدای پيدا کې نن سبا
نوره بیا |