ټوکیږی خو په مینه ریبل شی په دوکه
زمونږ د وطن ښکلی وژل شی په دوکه
سرونه ترینه ورک شی وی خوار تر مودو ډیر
بد بخته به دونیا کی ګڼل شی به دوکه
داغ د لاچاریو ژوندون د بد بختیو
زمو نږه په لمنو ګنډل شی په دوکه
په ټنډه د فرنګ ئی لا داغ د توری ښکاری
تقدیر او تحسین نشته رټل شی به دوکه
ړندی دي اوس ( انجانه )سترګی د انصاف
قاتل او شوکونکی اتل شی په دوکه
د سترګو جنګ نری موسکا په چا اثر نکوی
د ښکلو ناز ښکلو ادا په چا اثر نکوی
غرونه سوری شی پکی تیر که ژوندون واړه هم شی
څوک وايی مینه او وفا په چا اثر نکوی
له پرهرو کوی هر څوک دلته ژړا او فریاد
کوم دی طبیب کنه دوا په چا اثر نکوی
اخلاص په زړو کی زمونږ پاتی ندی ومنی دا
وشی په پاک نیت چی دوعا په چا اثر نکوی
پخپله ژاړی ژړوی هم ( انجان ) وګوری لږ
مه وایه دا چی نو ژړا په چا اثر نکوی
کرکه تیری دا انسانیت کله دی
تشه خندا نو محبت کله دی
چی په خوله ذکر په زړه فکر کوی
توبه توبه دا عبادت کله دی
ځان غولول دی نور څه ندی شیخه
د وصل دا رنګ طریقت کله دی
چی جامی سپینی او زړه تور وساتی
دا خو ریا ده صداقت کله دی
چی دغریب مظلوم ښه نه پری کیږی
اور شه پری پوری دا دولت کله دی
د خدای خلقت چی ځوروی(انجانه)
خو ناروا ده دا جرأت کله دی |