داسی وشوه تماشه راباندی خلکو
نه پوهیږم اخر ولی داسی کیږی
کله کله می دا زړه بیخی تنګیږی
هر څه ګورم بی معنی راته ښکاریږی
کله پاڅم، کله کینم، کله لاړ شم بیا ودریږم
زه په هیڅ نه قراریږم
نه پوهیږم چه څه وکړم
اخر ولی داسی شومه
بی معنی راته خپل ځان شی ، بی معنی راته جهان شی
په ایمان باندی شکی شم
د شیطان په وسوسو شم
بیا توبه کړم، استغفار کړم، هسی نه چی بی ایمان شم
بیا د خدایه می دا سوال کړم
ته قادر خو په هر حال یی زه د ځان نه نا خبر یم
لږ می پوه کړه په خپل ځان
اخر څه شوی په ما دي، چه د ځان نه زه فنا شوم
ربه خیر می کړی ایمان ته
زه ورک شوی د مضمون یم
لګ ساعت له بیا قرار شم
چه، اوږد فکر کی ډوب شم
په دی وخت کی په خپل خیال کی مصور شم
جوړ د دوو سترګو منظر کړم
بیا چه وګورم منظر ته
آه
زه په خپله هک حیران شم
سترګی خلاص کړم حال می نور شي
را اوچت شم په غوغا شم
بس، د ناروغ طبیب پیدا شي
د خپل درد دوا پیدا کړم
را شروع په اسویلو شم
ما ته نه ښایی چه جوړ شم، غیر ددی یوی دوا نه
لګ ساعت له بیا د ځان نه مصور کړم
هغی دوو سترګو له جوړ کړم نری وریځی
په قرار قرار شم ښکته اننګو ته
بیا د خیال قلم را ښکته یی په مخ کړم
چه د خیال مصور جوړ کړم نری شونډی
په مزه مزه د ټول مخ مصور شم
لا د زړه انګار همداسی می تازه وی
چه د خیاله بیا اوده په تور زلفان شم
ناګهانه چه مشغول په مشغولا شم، چی
خیالی رنګ کی زما نشته دومره زور
بس تت شوی دی تور رنګ زما د خیال
په دی وخت کی په یو خیال کی بل خیال کړم
چی د خیال رنګ دی لږ تور کړه په بل خیال
آه
مصور شم یو ځل بیا د تورو زلفو
نری تار تار توری زلفی یی را خور په اننګو کړم
د خپل درد لره دوا خپله پیدا کړم
بیا شروع شم په فریاد
چی بس، بس او بس نور څه نه
همدغه می دوا ده، همدغه می علاج دی او همدغه می دنیا ده
یو هغه شی او یو زه شم
دا دنیا راته رنګین شی
زه په خپله شم رنګین، د دنیا مستو کی مستین
عجیبه می تماشا شی
په خپل خیال باندی مین شم
لږ ساعت له مینتوب وی، د خپل ځان وی غولول
وخت لږ تیر شی چه د خیال ايینه شی ماته
سترګی خلاص کړم په خپل ځان شم په خندا
اجمل ځان سره مسکا شی، چی د خیال خوبونه هم کړی لیونی
بس دی پاڅه نور د خیال خوبونه پریږده
دا د خیال خوبونه نشی حقیقت....
(اجمل
انوری عرب)
|