په ما خو هغه ورځ قیامت وی چی تا نه وينمه
ځان راته خپله ملامت وی چی تا نه وینمه
ګرځم را ګرخم د کوڅو خاوری شيندمه په سر
تمامه شپه می ریاضت وی چی تا نه وينمه
منځ د همزولو کی می سترګی ایخوا دیخوا اوړی
له دی نه نور څه خجالت وی چی تا نه وینمه
ګه د دونيا د خزانو ملکیت زما وی واړه
والله په زړه کی می غربت وی چی تا نه وینمه
ساه می بس خولی ته خولی ته کيږی د (انجان)غوندی نو
زړه کی می کله نو طاقت وی چی تا نه وینمه
زه د جانان د سترګو تور ژباړمه
بس ليونۍ یمه سور اور ژبا ړمه
لاهو یی کړم په سمندر کی د خيال
د سرو بنګړيو ځان ته شور ژباړمه
دا تور په ما ګوره چی پوری نکړی
چی غیر له مینی نه څه نور ژباړمه
ځان ته چی وګورم پری پوی شم دومره
چی یم پاګل د مینی زور ژباړمه
پرهر چی ګورمه د زړه په وجود
د محبت دلبره پور زباړمه
چی ورته مخه د مین وی خلکو
ډوب په سوچو کی هغه لور ژباړمه
(انجان) چی ټولو بیژندلی دی اوس
هسی زه هم د مینی تور ژباړمه
یو ستړی ،غم ځپلی ،دردیدلی راروان دی
خړ بړ کچکول په غاړه ځوریدلی را روان دی
په زړه کی ئی طوفان دی او به سترګو کی ئی اور دی
دخړو غرو سړی دی پلی پلی را روان دی
په هیله د سبا نن تورو شپو سره په جنګ دۍ
قلم سره غږیږی غلی غلی را روان دی
یوه نړی خبری ئی به زړه کی را اخستی
فرمان د محبت په زړه لیکلی راروان دی
سبین زړی لکه واوره د سپین غر له هسګو څوکو
له زړه نه د پکتيا (انجان)غښتلی را روان د |