زما دكور څراغ ماښام نه تر سبا سوځي
او له ماښامه تر سبا.
دخپلې ښكلې تنهايۍ له تورو زلفو سره مينه كوم
مايې دزړه پر دښتې كور كرلى
مادچوپتيا له سپينو تيو نه
دژوند دچينې غړپ كړى دى.
* * *
زما دكور څراغ ماښام نه تر سبا سوځي
خوبه مې خيال
لكه يتيمې مرغلرې
دغزل له يا قوتي شونډو راونه څڅيږي
نور به دسترګو له هندارو نه دخيال
او دغزل شنه انځورونه ټول كړم
نور مې دخيال واګې چو پتيا ته بښم.
١٣٧٣ / ۶ / ٢۴
كابل
|