کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

م ۔ اکبر کرگر

    

 
 ديادونو پر بستر- لنډه کيسه

 

 

  

 سهار چې را پاڅېدم اوله خوبه مې سترگې وموښلې. سم له واره مې دچپرکټ له پاسه په کړکۍ سترگې ولگېدې ۔ دژمې اودشنه اسمان صاف اوروښانه لمر دکړکۍ له لارې په کوټه کې دستړې مساپر په څير خلاصې تڼۍ غځېدلی وه ۔ دا مهال له ښاره ډېر ليرې اوسېدم۔په يو لويه دښته کې چې گڼې خيمې وې اويا کانتينرې کوټي چې ما هم په يوه کې واړول. خو دښار دهاغه مهال شور اوزوږ مې يو وار بيا په ذهن کې را ژوندی شو ۔ دې شور او فضا په يوه ليرې سيمه کې وغورځولم ۔ دزمان په مقياس يې هم کلونه اوان لسيزي اخوا ته شاته واچولم ۔کله نا کله ذهن هم دتوفاني شيبو دبرښنا په څير ديادونو په ډېره ليرې سارا خپله رڼا ښيندي . زما ذهن هم کلونه دمخه يادونو ته ولاړ اودېوه شنه اسمان په ليدو يې راته تېر يادونه يا د ته را تازه کړل .

 کلونه وړاندې يو مهال چې په ښارونو اوکليو باندې دقهر غدۍ را پريوتې وه ۔ دې ښار ته راغلې ووم ۔ ډير پاک اوسپيڅلي خلک دی ښار ته راغلي وو.له دې لاری يې دشمال په لور حرکت کاوه ۔ خو هر مازديگر به يې دروضې په انگړ کې څادرونه غوړيدلي اوراغلي لاروي به پرې ناست وو۔

دکړکۍ په هنداره باندې سترگې گنډم ، په هنداره کې ليرې دژمې دباد څپه چې دالبرز دغرونو له سرونو را پورته کيږي اوبيا دسيلاب په څير زموږ خواته راځي ، تر سترگو کيږي خو دڅپو اودلمر درڼا نه اخوا شين اسمان دکړکۍ دهندارې په ټنډه کې ځليږي ۔ غواړم له تير اوماضي له يادونو وتښتم اواوس ته راشم ۔خو تلوسه اوله وسواس نه ډک ذهن مې نه پريږدي ۔ تيرې خاطرې رايادوي ۔ سره له دې چې دغه خاطرې اويادونه ماته ډير زورونکي دي ۔ خو ديو ډول له افسوس نه دډک خوند اومزې سره ملگري هم دي ۔ کله چې دې ښار ته راغلم هغه مهال يوې داسې ورکې پسې گرځيدم چې هر ځای ته به ورغلم يوازې دنا ځواب مې اوريده ۔ هغه مهال راته دژوند تعريف هم په نا بدل شوې وو۔ خو نن اويا دامهال په يوه تنگه کانتينري کوټه کې يم ۔کله چې ورته را ننوتم ۔ دکوټې يار مې په درانده خوب ويده وو۔دهغه ددرانده خوب دسڼهار له امله دليرې کليو دسپو غوږونه هم بوڅ دريدلي وو ۔ داسې ويده لکه چې دې هم زما دقسمت اوبرخليک ملگري وي ۔ کوټه په نيمايي کي په دوه الماريو سره جلا شوې وه ۔ ماته دلنډ مهال له پاره دخوب ځای دکوټې په بر سر کې په نښه شوی وو ۔ خو هماغه شان چې به دورځې له خوا کوټې ته ددروازې له لاری را ننوتلم لمر به دکوټې دکړکۍ له لارې په کوټه کې اوږود وغځيدلو .دمازديگر تر پايه به يې سترگې ځغلولې ۔ په مازديگر سره به چې لمر له کوټي بيرته دکړکۍ له لارې ووت نو په حواسو به مې د خپگان اوناهيلۍ يوه څپه راغبرگه شوه ۔ زړه به مې له ټټره لږ کښته وښوييده ۔ اوبيا به په درنگ شيبه کې داسمان شين رنگ په تورو لوخړو اوگردونو کې ورک شو ۔ دکوټې اشنا چې له مخه مې هيڅ نه وو ليدلې ۔ يو ازې نوم نه بلکې يو لړ نومونه مې ورته له نورو اوريدلي وو ۔ پر ما يې سترگې ولگيدلې ۔ روغبړ مو سره وکړ ۔ له خپل اکر نه يو ه بد معاش اوډاکو ته پاتې کيده ۔ پر مخ يې داسې ږيره را شنه شوي وه ۔ چې سره له دې چې په رنگ به يې هم توروله خو دبيخ ځينو سپينو تارونو به دهغه دميلاوټ نه پرده پورته کوله . يعنې چې دخپل عمر سره يې هم دروغ ويل ۔ لومړې يې په شک اواکراه ماته وکتل ۔ ما غوره وبلله چې کار پرې ونه لرم ۔ په خپل کتاب لوستلو مې ځان بوخت کړ ۔ خو زما بې غرضې ددې سبب شوه چې يار خپلو لاپو اوتظاهر ته زور ورکي اوځان په اصطلاح را خلاص کړي ۔ ما خپل ځان وروپيژانده خو دهغه دکار دندې اوځای په اړوند مې داسي څه وانه ورېدل چې زه قانع شم دخبرو په ترڅ کې يې دلمانځه له پاره لمونځ ځی هوار کړ اوپه جهر سره يې لمونځ پيل کړ داسې يې وښوده چې هغه په رښتيني يو متقې اوپرهيز گاره سړی دی ۔ يار مې فکر کاوه چې زه دهغه خبرې په غور اورم ۔ خو ما به يوازې دخپلو فکرونو په منځ منځ کې د ښه غږ هم کاوه ۔ چې نهيلې نه شي ۔ هغه کيسه پيل کړه : زه دطب محصل ووم داکتر يم ۔ خو په کمونيستي رژيم کې يو وار بندې شوم ۔ په جلال ابد کې اوهغه کيسه داسې وه چې په روغتون کې ولاړ ووم چې روسانو څو کسان ويشتلي وو ۔ اوټپيان يې راوړل اوما بدې ردې ووېلي نو ځکه يې بندې کړم ۔ ما سره له د چی دهغه ډيرو اوتو بوتو اوريدو وس نه درلود ۔ خو ښه مې ورته کوله ۔ دښه ښه کولو په لړ کې په خپلو تصوراتو کې ولاړم ۔ هغه شل کاله دمخه پيښو ته ورستون شوم ۔ هغه مهال هم ديو داسې باټو سره مخامخ ووم ۔ هغه مهال هم يو داسې څوک وو چې هم يې داکاديميکو زده کړو دعوه يې کوله اوهم يې ځان دلرغوني خراسان عيار باله ۔ خو په دروغو کې ښه بې جوړې سړی وو ۔ کله چې دهغه خبرې پای ته ورسېدې همدومره يې وويل ٬: لکه چې زما خبرو دې سر په درد کړ ، ما ورته وويل ۔ نه ! ما ته ډېرې په زړه پورې وي ۔ سره له دې چې ته اوس ۴۰کلن يې خو ۲۵ کاله دمخه ته په کمونيستي رژيم کې بندې شوی وې اوهم په هغه وخت کې دطب دپوهنځي محصل وي دا ما ته په زړه پورې ده ۔ ستا کړاوونه چې په لس کلنئ کې په طب کې وې اوهم دې زندان تير کړدی ٬ په زړه پوری دي ۔ يار چوپ شو ۔ما هم پورته بيا کړکۍ ته وکتل دشلو کالو پخوانی لومړنی باټو يار چې زه دې ښار ته ورپسې راغلې اوسرگردانه ووم له خپلو زيړو بريتو سره بيا په ذهن را ننوت .زه اوزما بل ملگرې دواړه په مياشتو مياشتو دهغه پسی سرگردانه وو . چې هر چېرې به مو پيدا کړه دماهي په څير به خوی له لاسه ووت . هغه يوه ورځ چاريکارو ته وبللو چې گواکې هلته به مو ستونزه هواره کړم .موږ په ساده گۍ باورکاوه .موږ دهغه په نيت نه پوهيدو . چاريکارو ته ولاړو . يو تجارتي دفتر ته ورغلو .دفتر ته يوه زينه ورختلي وه په پوښتنه مو پيدا کړ . هلته کښيناستو . ددفتر يوه کار کوونکي دسترگو لاندې په شک اواکراه را وکتل . همدومره يې وويل ستا سو اشنا به راشي بيا به مازديگر کلي ته ولاړ شو . تاسو نن په کلي کې دهغه ميلمانه ياست . خو دا مهال چې زه دتېرپه چرتونو کې بوخت ووم دکوټي ملگري بيا غږ وکړ . ياره رفيع جانه ! په دې هنرمندانو کې مې شکيلا ناز ډېره خوښيږي . وايم که له ما سره يې واده کولای , نو هر څه مې ترې دا وکول . ما ورته لږ په تعجب سره دښه ځواب ورکړ . زياته مې کړه . هغه به ښه نيکمرغه شوې وای . ځکه چې ستا په څير ښايسته ځلمي هغې چيرې پيدا کولای شو . ښه گڼه ږيره . شخ بريتونه تيار لکه دفيلم بدمعاش . اوبله دا چې نه يوازې داکتر يې بلکي ديوناني طبابت حکيم جي هم ياست ۔ څه نا څه بهره ترې لري . اوبل داچې ډير عالي ذوق لري , ته هم ډېر بلا هوښيار سړی يې ۔گوره چې په ښکلو کې دې هغه ډېره ښکلي خوښيږي . په خندا يې مننه وکړه اوبيا چوپ شو . زه بيا دپروان ولايت په سفر بوخت شوم . دخپل ملگري سره دا مهال کلي ته په لاره يم . کلي دپاخه سړک نه ډېر وړاندې پروت دی . له موټر نه کوزيږو . دشنو پټو په منځ کې دکلي په لور روان يو لاره دېوي ويالي په څنډه تېره شو د ه کوچنې موټری هم پری تگ راتگ کوي . دکوټې يار (داکتر صيب ) په کمپيوتر کې دشکيلا ناز اواز جگ کړ . پړې واچول اوښانو کې ,-څه وکمه خدايه زړه مې بند دی په کوچيانو کې , بيا يې غږ وکړ .رفيع جانه څنگه خوښيږي دي اوکه نه؟ زما يې بيا دا بيت ډېر خوښيږي گوره ورته غوږ شه ۔ بيا کډې تړلي شې راته ښکارې چې هلمند ته ځي اوړي دی گرمي ده درمو سره وطن ته ځي ۔ دڅو مياشتو له پاره . خو زه ورته وايم چې گوره دا به هلمند نه وي ۔ ايلبند به وي ۔ اوگوره اوس خو اوړی نه دی ۔ ژمی دی ٬ اوبله دا چې ولې دڅو مياشتو لهپاره ۔ ؟ ولې دټول عمر له پاره نه ځي ۔ خو هغه وايي : ياره رفيع گله ته هم څه شيانو پسې گرځي ۔ زما يې سترگې خوښيږي ۔ هلمد اوايلبند نو څه فرق کوي ۔ -جرنده اوجومات فرق کوي اوکنه ؟ ولي نه ۔ جرنده جرند ه ده اوجومات جومات ۔ -بس نو ايلبند اوهلمند يوشی نه دی ۔ خير دی خو زه پرې نه پوهيږم ۔ خو بيا هم ورته وايم :دا زبردسته سندره ده . خو زه ورته په خندا اوټوکو وايم ۔کاش چی داوروستۍ بند يې داسې واي چې زړه مې بند دی احمقانو کې۔ نونوره به هم ښه شوې وای . هغه په کټ کټ خاندي اوبيا يې له سندرې سره په چکو پيل کوي . خو زه دچاريکارو له ښاره کوز يو کلي ته په پوله روان يم دوه کسه تر مخه اوزما انډيوال هم له ما سره دی . له ځانه سره وايم .لکه چې سر مې دقورمې بوې کوي .دراسره ملگرې چې زړور نوميږي عقل هم کار نه کوي ۔ کسانو چې وسلي هم ورسره وي را ښودله چې گډوري اوپسونه همداسې قربانې ته بيول کيږي . خو دکوټې يار له سندرې سره لاسونه هم پړکوي ۔چکې کوي . بيا کډي باريږي . . . .. خو موږ له چاريکارو نه ښه ډير کوز يو کلي ته دخپل يو ملگري اوڅو تنو ټوپک والاو سره په پوله روان يوې لويي کلا ته ننووځو . ښايسته زياته شيبه کښينو ۔دوه کسه ټوپک والا گيسونه اوڅراغونه راوړي په ميز يې ږدي کوټه رڼا کيږي . ټوپک والا ټوپکې اوکلاشينکوفونه ديوال ته دروې. يو تن يې سگرت لگوي اوبل ته وايي را وړاندي شه چې يو لاس چاروالي وکړو .له جيبه دکارتونو (قطعو) بنډل را باسې په لاس کې يې گډوې. بل وروړاندي کيږي له ما اوزما له ملگرې زړور نه هم غوښتنه کوي خو موږ نه پوهيږو .اودنه ځواب وايو ۔ ټول څلور کسان دې په ډير غور اودقت ما اوزما ملگري ته گوري . څه شيبه وروسته يو کس را ننووځي چلم چې اوکوزه را وړي دلاسونو مينځو غوښتنه کوي . ټول په نوبت سره لاسونه مينځي . په دوډۍ کښينو يو تن چې ښه اوږده ويښتان اوځوړند بريتونه لري دتمانچې غاړه کۍ يې هم پر ټټر بريښي ۔ دخپلو جنگونو کيسه کوي چې څنگه يې څو تنه دولتې عسکراونور کسان ووژل . اوپخپله روغ راخلاص شو . بل هم دا راز . غواړي په خپلوخبرو کې ويره اوترهه واچوي . موږ ته وښايي چې که دخپلې ادعا نه نه اوړی نو حال به مو بد وي , خو مو ږهغه مهال په دی نه پوهيدو . خو ددی چرتونو اوفکرونو په څپو کې زما دکوټي اشنا دشکيلا ناز بله سندره جگوي اورا ته وايي : رفيع گله ووايه دا څنگه په ذوق دې برابره ده اوکه نه . سترگو دجانان کې زما ښکلي جهانونه دي وادې اخله دونيا زه وږی ستا ددونيا نه يم ۔ -زه دتاييد له پاره څو نوري کليمي هم ورزياتوم .خو ترې پوښتنه کوم پوهيږي چې دادچا شعر دی ؟ هغه وايي ۔ کيدای شي دملنگ جان وي اويا درحمان بابا وي ۔ خو زه ورته وايم : ياره ما دا فکر نه کاوه چې ته به په غزل موسقۍ هم پوهيږي ! اودپښتو په ادب کې به هم داسې ژوره پوهه لرې !۔ ولا چې ښه ذوق لري .اورښتيا پخپله موسيقی کې بلدتيا لرې اوکه نه ؟ -زما ډېر ښه رباب زده دی . ما ته په پيښور کې يو چا يو زوړ تاريخي رباب سوغات راکړ . بيا هماغه شپه ياد ته راځي چې گيسونه اوڅراغونه مړه شول , موږ ته دويده کيدو وويل شول .خو لومړی دحاجتدرفع له پاره له کلا دباندې ووتو اوبيا را ننوتو سره ويده شو. په داسې يوه کلا چې سر اوبر يې نه بريښي ځان دڅو تنو په منځ کې را گير احساسوم سترگې اوحواس مو دخوب تابيا کوي . ((يو تن له ورايه را منډه وهي يو تيره تبر يې په لاس کې دۍ پر ما گوزار کوي. تبر دهغه په لاس اودمټو په زور راکږيږي چې زما پر سر ولگيږي ۔خو يو څوک دهغه لاس کلک نيسي زما له سره يې بچ کوي . زه نيغ په خپل ځای کې کښينم . سهار رڼا گيدلي وي . له ليرې کليو نه داذان اواز راځي . دکلا په خوا کې له دروازی بهر ددوه سپو دخوراړي اواز هم اورېدل کيږي ۔ )) دهمدې خيالونو په منځ کي زما دکوټې اشنا په کټ کټ خاندي . زه فکر کوم چې دسپو دخوراړي پوري خاندي خو هغه له ځانه سره وايي . څومره ښې سترگې لري . بيا غږ کوي رفيع جانه پوهيږي . دا اوس په کانا دا کې ده له يو چا سره يې واده کړی دی . خو زه دکنايي په ژبه وايم . دا دې ځوانيمرگه شي . دومره صبر يې نه کيده چې ناسته وايي اوته دکمونستانو له بند نه خلاص شوی واي اوبيا دې طب هم خلاص کړی واي اودنداسه دې هم وهلي واي اوواسلين يا شړشمو تيل دې هم پر سر موښلي واې اوله تاسره يې واده کړی واي .خو دې نامردې به لږ صبر کړی وای ۔ هغه بيا په کټ کټ خاندي . خو وايي ياره اوس يې وخت تير دی .

 لندن – ۱۳-۸-۲۰۱۴

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۲                            سال دهم                             اسد/ سنبله           ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ اگست  ۲۰۱۴