کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۲

 
 

   

لیکوال:  دوکتور م ، عثمان تره کی

    

 

عام وژنه د جنګي جنایت وحشتناکه نښه

 

 

عام وژنه

د جنګي جنایت وحشتناکه نښه

د بښنې نړیوال سازمان په راپور باندې تبصره

دوهمه برخه

د بوش حکومت غوښتل  چه د سړې جګړې د فاتح په حیث د امریکا په ګته د نړی د قدرت د ويش په نظام کې انقلابي بدلون راوړي. تر څو چه ځواکمن امریکا  د دې جوګه شي چه  په خپله خوښه د کمزورو هیوادونو د پاره د نوې جعرافیا او واکمني په تاکلو کې خپل نړیوال نفوذ پراخ کړي. منځني ختیځ او په ځانګړې توګه  مرکزي آسیا (  د شوروي امپراتوري د لنګیدو له کبله د قدرت د تښه د شته والې له کبله ) په هغه مهندسي کې شامل وو چه سیاسي جغرافیا بنه درلوده. پلان  د پام وړ ستراتژیک موقعیت د درلودلو  له کبله افغانستان ته  مرکزي رول وربښلې وو.

ناتو چه د افغانستان د اشغال په درشل کې  په سیمه کې د اوږد مهالې نظامي حضور او فرسایشي جګړې د پاره ځان چمتو کول جنګي متحدینو ته اړتیآ درلود. جګړه ماران چه د بن د غوندې د ترکیب محوري برخه جوړول ناتو ته ستر غنیمت وګنل شو. دوي د نړیوال نظامي ائتلاف په مرسته د لویه جرګې  او د نوې اساسي قانون ( جنوري ۲۰۰۴ ) د لارې  په نوې نظام کې خپل سیاسي حضور تسجیل او تشریع ( مشروعیت ورپښل ) کړل.

په هغو هیوادونو کې چه اوږد مهاله جګړې له سره تیره کړیده د سولې د راتک په درشل کې اساسي یا عادي قوانین د جنګي جنایت کارانو او د بشرې حقونو د ناقضینو د محاکمې په موخه د ځانګړې احکامو سره سمبال کیږي. د مثال په توګه په فرانسه کې د موضوع په اړوند حقوقي تښه په  ۱۹۴۴ م کال د یو فرمان په صادرولو کې چه موخه یې د سزآ په قانون کې یوه نوې ماده (۲۱۲) ورزیاتول وو له منځه لاړه. خو په افغانستان کې د لویدیز شکیلاک قوتونه چه د جنایت کارانو سره په ائتلاف کې وو نه غوښتل چه په نوې اساسي قانون کې ( چه د یرغلګرو د ستراتژیکو مقصدونو په  استقامت تنظیم شوې وو ) د عدالت د تآمین حقوقي پروسه پلې شي. اوسمهال افغانستان د جګړه مارانو په قبضه کې ده او د دوي  د محاکمې د پاره حقوقي بنستونه نلري. همدغه نیمګړتیاوې د دې لامل وګرځیده چه د نوې اساسي قانون نه رازیږیدل شوې پارلمان غړیو په دیره ګستاخي د جنګي جنایت کارانو د بښنې قانون تصویب کړي.

د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون د کورنيو او بهرنیو جګړه مارانو تر فشار لاندې:

نوې اساسي قانون په ۵۸ مه ماده کې وايي : « دولت په افغانستان کې د بشر د حقوقو په رعایت ، د څارنې ، ښه والې او ملاتړ لپاره ، د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون جوړوي. هر څوک کولاي شي د خپلو بشري حقوقو د نقص په صورت کې دې کمسیون ته شکایت وکړي. کمسیون کولاي شي د افرادو د بشري حقوقو د نقص موارد مربوطو قانوني څانګو ته راجع کړي او د هغوی د حقوقو څخه په دفاع کې مرسته وکړي. . . »

دلته دوه تکې  د پام وړ دي :

ــ  اساسي قانون د بشري حقونو د تیروتنو په اړه خبرې کوي نه د جنګي جنایتونو په موضوع باندې. په افغانستان کې جنایتونه زیاتره  د بهرنيو او کورنيو جګړو په بهیر کې رامنځته شوې ډي.

ــ  کمسیون اجرائی صلاحیت نلري. په بل عبارت د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون شعاري ، تشریفاتي او زینتي بنه غوره کړي ده .

د نظام په جوړولو کې د کورنیو او بهرنیو جګړه مارانو اغیز د دې لامل شو چه اساسي قانون د جنایت کارانو د محاکمې د پاره د ځانګړېو جوړښتونو ( اختصاصي څارنوالي او محکمه ) د درلودلو نه بې برخې پاتې شي.

په اروپا کې د هالیند دولت د جنګي جنایت کارانو د محاکمې د پاره ځانته نړیوال رسالت وربښلې دي. په ۲۰۰۴ م کال د اکتوبر په میاشت کې د هالیند د چارواکو له خوآ « په افغانستان کې د عدالت غوښتنې پروژه » تر نامه لاندې یو جوړښت رامنځته شو. دغه موسسه اتکل ۴۰ تنه حقوقپوهان، عدلي طبیبان ، محققان او ماهران وګمارل چه په افغانستان کی د ۱۹۷۸ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ  د رامنخته شوې جنایتونو په اړه د هغه هیواد  د بشر د حقوقو د کمسیون په مرسته  څیړنه وکړي. په ۸۰۰ مخونه  یو راپور تنظیم  او په ۲۰۰۵ کال کې خپور شو. راپور د مړو شمیر یو ملیون او د ژوبل شوې کسانو تعداد یو عشاریه درې ملیون څرګندوي .

د راپور په اړه څو تکې د یادونې وړ ده :

ــ  راپور یوازې دوه مخونه ( د ۸۰۰ مخونو نه )  نړیوال نظامي ائتلاف تیروتنو ته ځانګړې کړیده چه په ترڅ کې يې په سرسري توګه په عامو وګړیو باندې د بمباریو ، د خوشه یي بمونو استعمال او د بندیانو په ناڅرګند برخه لیک او شکنجه باندې رنا اچوي. حال دا چه د نړیوال نظامي ائتلاف د واکمني په وخت کې  رامنځته شوې جنګي جنایتونه د تیرو دورو سره  په کمي او کیفي لحاظ  ورته والې لرلي شي.

ــ  کورنیو او بهرنیو جګړه مارانو د متقابلو ګټو په بنست باندې په راپور کې د جنګي جنایت کارانو او د بشري حقونو ضد کړیو د نومونو د خپریدو نه مخنیوي وکړل. په کابل کې د امریکا سفیر پدې پلمه باندې چه تیرې شوې قصې ، زخمونه تازه کوي د راپور د خپریدو سره مخالفت وکړ.

دلته د جنګي دلو تپلو په منځ کې  د  سیاسي اتحاد په رامنځته کولو کې د اوسني تاکنو رول د یو لاسوند په دول مطرح کیږي: امریکا باید دتیر په څیر د جګړه مارانو د اتحاد د سروال  په حیث د تاکنو د درامې  نه تولید شوې حکومت  د خپلو  ستراتژيکو مقصدونو د پاره تر خپل ولکې لاندې ولري. جان کیري  د همدغه مقصد د پاره دوه وار کابل ته مسافرت وکړ.

کوم چه مخکې وویل شو افغانستان د قوانینو په ساحه کې د جنایت کارانو  نه د بازخواست میکانیزم نلري . خو د سیاست په برخه کې دا امکان موجود وو چه د انتخاباتو د درامې  نه مخکې  د افغانستان د بشر د حقونو کمسیون د تورنو کسانو د نومونو بشپړ لیست  مدیا او مطبوعاتو ته وسپاري. تر  څو چه جنګي جنایت کاران د خپلې محاکمې په انتظار لږ تر لږه د سیاسي پروسې نه لرې شوې واي . یقینآ چه پدې برخه کې د امنیتي ملحوظاتو د ویرې نه ، افغاني اړخ  د لیست په   خپریدو کې جرئت ونکړ.  خو بهرنیان ( په ځانګړې توګه هالیند د قضيي نوښتګر) باید د لیست په خپریدو کې اقدام کړې واي او د جګړه مارانو د اعتراض په صورت کې د امریکا ب ـ ۵۲ میدان ته ورننوتې واي.

په لنده ! که امریکا او ملګرو يي ب ـ ۵۲ د ملکي خلکو د وژلو په ځاي د بشر د حقونو په دفاع په کار واچوي تر یوې اندازې پورې د افغانانو د بی ځایه وژلو تلافي کولي شي . خو امریکا د عدالت نه تیریږي خو د جنایت کارانو د ملګرتیا نه نه.

حقوقي ستونزې :

د پروبلم بنستیزه سرچینه زموږ د ارزښتونو او دودیزو جوړښتونو په ضد  د بهرنیانو ورانونکې استخباراتي ، سیاسي او ستراتژیک  پلانونه دي.  افغاني واکمني چه زیاتره د جګړه مارانو نه جوړ شوې  ، نه د ورانکاري د مخنیوي وړتیآ  لري او نه هم اراده .

افغان حکومت باید کمزور او بهرنیانو ته اړ وساتل شی تر څو چه ترینه د هغوي په وړاندې مقابله وزنه جوړ نشي. دغه تکتیک نن انتخاباتو ته ورننوتې.

تر هغه وخته پورې چه د تاکنو د محوري  سیاسي ستراتژي په بهیر کې د بهرنیو او کورنیو جګړه مارو تر منځ سیاسي اتحاد لنګ شوې نه وي  د افغانستان جګړه او ورسره ملکي تلفات تر نامعلومې مودې پورې ادامه مومي.

د یوه ملي پیاوړې حکومت په نښتوالې سره  د جنګي جنایتونو ارتکاب او ورسره ملکي تلفات تر  هغه وخته پورې دوام ومومي چه جګړه پاي ته ندې رسیدلې ده .

د یوه ملي پیاوړې حکومت په درلودلو سره :

د شوروي د یرغل نه د طالبانو تر  واکمني پورې د جنګي جنایت کارانو محاکمه د افغانستان په د ننه ترسره کیداي شي.

افغانستان د سزآ نړیوال دیوان غړیتوب لري. خو  دیوان یوازې په هغو قضایاو  باندې  حکم صادروي چه  د ۲۰۰۲ م کال نه وروسته مطرح وي.

د طالبانو د واکمني د لنګیدونه وروسته د کورنیو او باندنیو جنایت کارانو محاکمه به د باندې کیداي شي. دلته دوه الترنتیف مطرح  کیږي:

ــ د  د روندا ، سومالي او پخواني یوګوسلاویا د ورته قضایاوو په  استناد لند مهاله محکمه ( ادهوک ) جوړول. پدې برخه کې امنیت شورآ پریکړه کوي.

ــ نړیوال سزا دیوان ته مراجعه. دلته ستونزه پدې کې ده چه امریکا چه د افغانستان په جګړه کې د نورو هیوادونو په پرتله زیاتره د ملکیانو په  وژنه  تورنه ده د دیوان غړیتوب نلري.

ــ د طالبانو د حکومت د نسکوریدو نه وروسته په اوسنی حال او احوال کې د کورنیو او بهرنیو تورنو کسانو محاکمه د حقوقي ، سیاسي او امنیتي نیمګړتیاوو د شته والې له کبله بیخي مطرح نده.  د یادو  ستونزو سره سره  د عبدالله په نوم یو توپک سالار ( د وخت بهرنیو چارو وزیر )  په ۲۰۰۵ کال د امریکا سره یو موافقت نامه لاسلیک کړ چه په ترڅ کې يې امریکايي پوځ افغاني لورې ته د خپل کړه وړه د ځواب ورکولو مکلفیت نلري.

نتیجه :

نړیوال نظامي ائتلاف د افغانستان نه د وتلو نه مخکې باید افغانانو ته د غیر عادلانه جګړې ناوړه خاطره پرینږدي. افغانستان د بوش د ادارې  د تپل شوې جګړې د قرباني په حیث د جګړې د تاوان د غوښتنې حق لري . په اوسنیو شرایطو کې د ناچاري له مخې  خپل حق محفوظ ساتو. د « ریال پولتیک » او د ضرورت له مخې یرغلګرو سره د نورمال اړیکو د درلودلو په تمه یو. خو بهرنیان د خپلو  پوځیانو د وتلو نه  مخکې  باید :

ــ  د ملکیانو ورثې  ته تاوان ورکړي.

ــ  په  توپک والاوو فشار راوړي چه  د قربانیانو ضبط  شوې شته مني بیرته مسترد کړی.

په لندو ! د جنګي جنایت کارانو او د بشري حقونو د ناقضینو د محاکمې داعیه  د یو ملی او مستقل واکمني د لارې مطرح کیداي شي نه د یرغلګرو د انتخاباتو تر پلمې لاندې د پاراشوتې شوې  حکومتونو له خواّ .     « پاي »

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۲                            سال دهم                             اسد/ سنبله           ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ اگست  ۲۰۱۴