کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

ليكوال: احسان الله آرينزى

    

 
د خوست د پښتنو هندوانو او سیكهانو واده

 

 

د خوست په ولايت كې لكه د افغانستان د ډېرو نورو برخو په شان هندوان او سیكهان اوسېږي. دوى د خپلو – خپلو سيمو د خلكو په شان جامې اغوندي، كار كوي، حلاله روزي گټي، ودونه كوي، بچي زېږوي او لنډه دا چې د نورو افغانانو په څېر ژوند او د همدوى په ژبه خبرې كوي؛ خو يو توپير لري او هغه دا چې خپل گروهه پالي او د خپلو ديني لارښوونو له مخې عبادت كوي او خپل خير لټوي.

 

هندوان اوسیكهان له هندوستانه راغلي خلك نه دي. دوى د همدې افغانستان اوسېدونكي دي چې د اسلام د مبارك دين له راټه وروسته يې خپله عقيده ساتلې او هڅه يې كړې چې د افغانستان ښه بچيان واوسي. د دې خلكو په سلونو كورنۍ په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د سرو پوځونو د يرغل او د ورپسې خونړۍ جړې په كلونو كې، له خوست څخه لومړى كابل ته او بيا د زمكې او هوا له لارې د هندوستان د ډيلي او فريداباد سيمو او د نړۍ نورو هېوادونو ته كوچېدلي او هلته د مهاجرت شپې او روځې سبا كوي.

 

دا يوازې د خوست هندوان او سیكهان نه دي چې د جړو او نا امنيو له امله مهاجرت ته اړ شوي، بلكه د كندهار، غزني، گرديز، نڼگرهار، لغمان، پروان، كابل او كندز ډېر هندوان او سكان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او سمدلاسه يې پرديسي توب غوره بللي؛ ځكه چې د كورنيو جړو پر مهال يې دلته واقعاً سر، مال او عزت خوندي نه و او ډېرې ستونزې يې وگاللې.

 

هغه وخت چې ما د وردگو او نورو پښتنو د واده په دود او بدلو كار كاوه، هندوانو او سیكهانو زما د كار په فهرست كې خپل ځاى درلود او هڅه مې كوله چې د دې هېوادوالو د واده د دود جزئيات پيدا كړم. دا ارمان مې هله پوره شو چې هند ته ولاړم، هلته د خوست د هندوانو او سیكهانو كورونو ته ورغلم، له دوى سره مې شپې وكړې، كشران او مشران مې وليدل، په دوو ودونو كې مې عملاً برخه واخيسته او هرڅه مې په رڼو سترگو وليدل. د همدې سفر او لېدنو كتنو په پايله كې دا ده د هندوانو او سیكهانو د واده دود چې زموږ د پښتنو د واده كتاب به پرې بشپړ شي.

 

د خوست ۹۸٪ هندوان او سیكهان په خپلو كې ودونه كوي او پاتې ۲٪ نور يې د نڼگرهار، غزني، كابل يا نورو سيمو له پښتنو هندوانو او سیكهانو سره خپلوي كوي، دوى ته لوڼې وركوي او يا  د هغوى خويندې- لوڼې غواړي.

 

د خوست اوسيدونكي ويچارسڼگهه چې ما يې د وراره د واده په مراسمو كې برخه اخستې وه  وايي چې په خوست كې دوى د سيمې د پښتنو په شان په خور- لور ولور اخيست او هم يې پيغلې په پيغلو بدلولې؛ خو په هند د ولور دود پيكه شوى او د لور د واده ډېر لښت د هغې د پلار او وروڼو له خوا پرې كېږي. د بدل په واده كې هر څوك خپل- خپل لښتونه كوي؛ خو ناوې ته د ښه ( كور) يا ( ديهج)  برابرول د هرې كورنۍ وياړ بلل كېږي او ډېر وروڼه او پلرونه په دې خوشاله كېږي چې د خپلې واده كېدونكې خور- لور له پاره د كور نژدې ټولې اړتياوې پوره كړي او هر- هر څه ورته واخلي. ويچار سنگهـ وايي چې په دوى كې طلاق نشته او ډېر لږ كسان دوهم واده ته زړه ښه كوي. دى وايي چې كه د چا لومړنۍ ښځه ډېره ناروغه وي؛ نو د مشرانو په خوښه بل واده كوي. د ويچار سنگهـ په وينا په هندوانو او سكانو كې له پردي ښځې سره پټې اړيكې ډېرې بدې گڼل كېږي او داسې كسان په ټولنه كې  خپل ځاى او دريځ له لاسه وركوي.

 

د خوست په هندوانو او سیكهانو كې واده د مور او پلار په خوښه كېږي او پيغلو او ځوانانو ته لا دا موقع نه وركول كېږي چې دوى دې د خپل راتلونكي ژوند په هكله پرېكړه وكړي. په دې خلكو كې د ځوان مور او پلار يا نور مشران ( تره، د تره ښځه، ماما، د ماما ښځه، مشر ورور... ) په لومړي سر كې د پيغلې له كورنۍ سره پټې اړيكې ټيڼوي. دوى وايي دا خبرې ځكه پټې وې كه چېرې دواړه خواووې سره جوړې نه شي، چې پېغله او ځوان بدنامه نه شي . د خوست په هندوانو او سكانو كې يوه ځوان ته د يوې پېغلې د نه وركولو لاملونه ظاهراً داسې وي: دا جنۍ وړه ده، له بل چا سره مو خبرې كړي دي، موږ يې په بدل وركوو، مشران مو په سفر تللي او داسې نور... خو اصلي خبره كېداى شي چې بله وي! اوس- اوس ځينې كورنۍ خپلو ځوانانو ته دا وخت وركوي چې د خپل واده په هكله پرېكړه وكړي او يا لا اقل په مشورو كې شريك شي. هندوان او سكان دې ودونو ته د مينې واده ( love marriage ) وايي.

 په هر صورت كله چې د دوو كورنيو تر مينځ پټه موافقه وشوه، روځ او وخت سره وټاكي چې خپل- خپلوان په دې خوشالي خبر كړي. په ټاكلي وخت څو مشرانې ښځې او نارينه د پيغلې كور ته ورځې. هغوى د چاى، ډوډۍ بند او بست كړى وي او مېلمنو ته په خوږو (مټايي) هركلى وايي. په دې غونډه كې بايجي راشي، د خپل كتاب ځنې برخې ولولي، د هلك او جنۍ او د هغوى د پلرونو نومونه واخلي او حاضرين په دې تړون خبر كاندي ([۱]).

له دې وروسته ښځې هغه حلوا راوړي چې هندوان او سكان يې ( كړايا پرشاد) بولي او له اوړو، غوړو، رڼ، بورې، هيل او اوبو څخه پخېږي او د بايجي مخې ته يې كېږدي. د خېښې ارداس (دعا) وشي او حاضرين د ځوان مور او پلار او نورو نژدې كسانو او د پيغلې كورنۍ ته مباركي ووايي او حلوا وخوري.

كه دا ميلمانه د ډوډۍ په وخت د پيغلې كور ته ورغلي وي، د پېغلې كورواله ډوډۍ تياروي او كه د ډوډۍ وخت نه وي؛ نو شودې، چاى، كلچې، كيك، هـۍ، پكوړۍ او داسې نور شيان په دسترخوان ږدي او ټول په ډېره خوشاله فضا كې چاى خوري. له دې وروسته د جنۍ كورنۍ د ځوان مور او پلار ته د خوږې د سوغات دسمال  په مخكې ږدي او راغلي ميلمانه رخصت كېږي.

هلته د ځوان په كور كې د دوى نور خپلوان ټول شوي وي او چې كله تللى كسان له خوږو سره ستانه شي ټول يو بل ته ودايي – ودايي ( مبارك- مبارك) ووايي، راوړې ( خوږه) لږ- لږ وخوري او نوره گاونډيانو او هغه خپلوانو ته و لېږي چې تر اوسه لا په دې ښادۍ نه وي خبر.

دوه – درې روځې وروسته د ځوان د كورنۍ خلك ماسپښين مهال مباركۍ ته كيني. ډله- ډله گاونډيان، خپلوان او دوستان نر او ښځې تبريكي ته ورځي او له ځانه سره شودې، خواږه شيان او مېوې وړي. د ځوان كورنۍ د دغه روځې د لمانځلو له پاره كور ښايسته كړى وي، څراغونه يې ځوړند كړي وي، اشپز ليا وي سړه ډوډۍ ( پكوړۍ، ايشول شوي نخود، جلبۍ، سلاد، ډوډۍ، څښاك او داسې نور) تياروي.ځوانان ډولونو ته اټنونه كوي، ځينو كورنيو؛ خو ان په كوڅه كې ستره ښايسته ، رڼارڼ كېږدۍ Tent درولې وي او نارينه مېلمنو ته هملته هركلى وايي، ښځې په كور كې د ننه كېني، بدلې بولي، ناڅي او د ځوان مور، پلار ته ودايي_ ودايي وايي.

ځنې راغلي ميلمانه له ډوډۍ وروسته ځي او ځايونه نورو مېلمنو ته پرېږدي. په دې روځ د ځوان د كورنۍ ټول گاونډيان، دوستان او خپلوان هڅه كوي چې ځانونه د ځوان كور ته ورسوي او په دې ښادۍ كې شريكان شي. راغلې ښځې او نارينه ډېرې ښايسته جامې اغوندي او د كور شا او خوا فضا عطرونو ډكه كړى وي.

هندوانې او سكانې ښايسته رڼه پنجابي جامې او زړوكي اچوي او مخونه پټوي او نارينه يې د خوستوالو پښتنو په شان سپينې جامې او تور واسكټونه اغوندي او د جو شملو پړۍ تړي.

په دغه روځ د هلك د واده كال ټاكل كېږي. مشران په دغه روځ د پيغلې او ځوان عمر، تحصيل او د دواړو كورنيو اقتصادي وضعه څېړي او د واده كال ټاكي. كيداى شي چې واده يو كال – دوه كاله  او يا  څو كاله وروسته وشي. د مباركۍ په روځ د پېغلې مور او پلار هم د ځوان كورنۍ ته ورځي او خپلو نويو دوستانو ته  مباركي وايي.

 كه د ( ارداس) له روځې څخه وروسته د پېغلې يا ځوان په كورنۍ كې مړى وشي، د مباركي د اخستلو دود بل وخت ته ځنډيېږي. په دغه روځ پيغله په كور كې وي؛ خو ځوان له خپلو همزولو سره په كور د ننه يا بهر په كېږدۍ كې خوشالۍ او اتڼونه كوي.

 په هندوانو او سكانو كې هغه ځوان او پيغله چې يو له بل سره نامزاد شوي وي، د واده تر وخته پورې نه شي ليدلى. په دې خلكو كې چغلبازي نشته؛ خو كيداى شي چې د عبادت په وخت  يا بل كوم مناسب ځاى كې د لنډې مودې له پاره سره وويني او په سترگو كې يو بل ته سلام وكړي! هندوان او سكان نامزادي ته ( ساگۍ) وايي.

د مباركي د روځې له دود څخه وروسته په يوه مناسب وخت كې ځوان خپلو ملرو او همزولو (  د كور زومان، د خويندو او د تره د لورانو مېړونه چې دوى يې جيحه گان بولي او نور ډېر نژدې خپلوان )  ته ډوډۍ جوړوي. په دې ډوډۍ كې ساز او نڅا نه وي؛ خو ځوانان ډېر خوشاله وي، پاكې ښايسته جامې يې اغوستې وي، ټوكې ټكالې كوي او خاندي.

په دې ډوډۍ باندې د ( ساگۍ) لومړني دودونه پاى ته رسي. له دې وروسته د واده تر وخته پورې د ځوان كورنۍ د ( ويساكي) ([۲])، ( ديوالي) ([۳])، ( ماڼي) ([۴]) او (كړوچوت)([۵]) په وختونو كې جنۍ ته ( برخه) لېږي. په دې ( برخو) كې د جنۍ له پاره ۲- ۵ جوړې جامې، پوړني، جرابې او د سيڼار سامان ( لښتۍ، ټاپس، گانټي، د غاړې ځنځير، د لاس ځنځير، گوته او وښي يا بڼړي) وي.

د ځوان كورنۍ په هر مناسب كې جنۍ ته وړې- وړې برخې لېږي؛ خو دا حتمي هم نه ده  او د ځوان د كورنۍ په وس او خوښې پورې اړه لري.

 په فريد اباد  او ډيلي كې د خوست  په هندوانو او سكانو سربېره د افغانستان د نورو برخو او له ډيورنډ څخه د ها خوا سيمو پښتانه هندوان او سكان هم مهاجر دي او شمېر يې زرگونو ته رسي.

د هندوانو او سكانو د دوولسو مياشتو نومونه دا دي: چيتر، ويساك، جيټ، هاړ يا اړ، ساوڼ، بدرو، اسو، كتك، مگر، پو, ماه پڼ. د خوست د سكانو او هندوانو پيغله جنۍ د واده تر وخته پورې د خپل نامزاد كور ته نه شي تلى. نه په ښاديو كې هلته ورځي او نه په غم كې. د دې خلكو د واده كال  مخكې ټاكل شوي وي؛ خو د واده مياشت او روځ د برهمن(پنډت) يا ( بايجي )  له خوا  په نښه كېږي. هندوان او سكان د ( پو)، ( كتك) او ( چيتر) په مياشتو كې واده نه كوي او ډېر ودونه په ( ماه) او ( ويساك) كې جوړيږي. پنډت يا بايجي  د ځوان او پيغلې ( سا) يا ستوريو ته گوري او داسې روځ ورته ټاكي چې دوى ته څه زيان نه وي او بختوره وگڼل شي.

د هندوانو او سكانو د هفتې د روځې نومونه دا دي: شنيوار يا چاڼ چاڼ وار (شنبه) ، اتوار( يكشنبه) ، سوموار( دوشنبه) ، مڼلوار( سه شنبه)، بودوار (چهارشنبه) ، ويروار( پنجشنبه) او شوكروار يا شوكل وار( جمعه) .

په هندوانو او سكانو كې څوك خپله خور- لور د ( اتوار) او (بودوار) په روځو له كوره نه وباسي او ډېرې ودونه په دې روځو نه جوړيږي . كه فرضاً واده هم وشي؛ نو ناوې د شپې له دوولسو بجو څخه  وروسته خپلو نويو خېښانو ته په لاس وركوي چې د ( اتوار) او ( بودوار)  روځې پاى ته رسېدلې وي او (سوموار) يا (ويروار)  پيل شوې وي.

واده شوې خويندې او لوڼې هم د ( اتوار) يا ( بودوار) په روځو د پلار له كوره نه ځي. كه داسې ښځې د ( اتوار) او ( بود وار) په روځو كې  د خپل پلار – ورور له كوره هرومرو تلونكى وي؛ نو خپل هغه پوړنى چې په يوه پيڅكه كې يې لږ بوره يا وريجي غوټه شوې وې او برايي ( تېره شپه) يې د خپل كوم گاوڼډي په كور كې ايښي وي، راغواړي، هغه په سر كوي او بيا د پلار- ورور له كوره وځي.

هندوان او سكان په فريداباد كې د نجونو د واده له پاره ۲۲ كلن او د هلكانو له پاره ۲۴- ۲۵ كاله عمر په پام كې نيسي. ويچار سنگهـ وايي چې په دوى كې له دې د كم عمر ځوانانو ودونه هم كېږي.

كله چې د واده وخت نژدې شي د ځوان له كوره څو نارينه او ښځې د پيغلې كورته ورځي چې د واده په وروستيو ترتيباتو او دودونو خبرې وشي.

د دې خبرو په پاى كې د پيغلې د پلار له خوا ( لاس نيوى) يا دعا كېږي: (خدايه دا واده نيكمرغه كړې او زموږ ټول مراسم په خير تېر كړې) او مېلمنو ته له چاى – مېوې سره يوځاى ( دسمال) او( مټايي) وركول كېږي. له دې وروسته دواړه خواوې په خپلو- خپلو كارونو لاس پورې كوي. د ځوان په كور كې د دې كارونو د پيل له پاره يوه ميلمستيا جوړيږي. په دې ميلمستيا كې چې ( سلا ډوډۍ ) بلل كېږي، د ځوان د كورنۍ ۲۰ – ۳۰ تر سلو كسانو برخه اخلي. په دې ميلمستيا كې د ځوان يا زوم پلار يا كوم بل مشر مېلمنو ته وايي چې واده د يوه كور كار نه دى، دا ستاسو ټولو خوشالي ده، دا  د انډۍ كار دى، له ما سره لاس وكړى چې دا ښادي له خيره په ښه توگه پيل كړو او په ښه توگه يې پاى ته ورسوو. ښكاره خبره ده چې ميلمانه هم د خپل چمتوالي غږ كوي او د واده څښتن ته ډاډ وركوي چې دوى يې څڼ ته ولاړ دي او  دا واده او خوښي خپل بولي.

 په دې ( سلا ډوډۍ) كې د ختم د اېښودلو، د شال د اچولو، د نكريزو د شپې، ځاى او مېلمنو، د واده  د شپې، ځاى او مېلمنو د شمېر، د ډوډۍ  د مينو او د واده په ټولو وړو او غټو خبرو مشورې او پرېكړې كېږي. د دې روځې په سبا سهار په  گوردواره  يا درمسال ( سكان) يا مندر ( هندوان) كې د مذهبي كتاب([۶]) لوستل پيل كېږي چې دوى يې ( د ختم اېښودل) بولي. دا كتاب درې روځې او شپې (۷۲ ساعته) پرله پسې لوستل كېږي. يو سړى پاڅي او بل  كيني او كتاب لولي. دا كسان بايد هېڅ اضافي خبرې ونه كړي او كتاب چې وروستى چاپ يې ۱۴۰۰ پاڼې دي ختم كړي. د كتاب ختم د څلورمي روځې له سهار سره برابريږي چې ۴۰- ۵۰ تر ۱۰۰-۲۰۰ پورې نارينه او ښځې په دې دود كې برخه اخلي. د كتاب د ختم د سهار ۹- ۱۰ بجې ښځې او نارينه گوردوارى ته ځي. د ښځو سرونه په ټيكريو او د نارينه و سرونه په خوليو او رومالونو او د ډېرو ښځو مخونه هم په پيڅكو پټ وي.

د ختم ايښودلو د ډله ايز دود په پيل كې راغلې ښځې او نارينه مخامخ ورځي او خپل كتاب ته درناوى كوي، ځنې خو لومړى كتاب ته سجده كوي او بيا ترې چاپيره گرځي او بيا ښځې د درمسال په ښي خوا او نارينه په كيڼه خوا كې كيني او د بايجي  خبرو ته غوږ نيسي. بايجي  په خپل ارداس كې وايي چې خدايه دا واده بختور كړې، خدايه شر مه پېښوي، خدايه اتفاق مو خوندي وساتې، خدايه توفيق راكړې چې هر څه په ښه توگه سر ته ورسوو، خدايه دې ځوانانو ( د پيغلې او ځوان نومونه اخلي) ته  ښه ژوند او بركت ور په برخه كړې.

د يادولو وړ ده چې په دې مراسمو كې پيغله برخه نه اخلي؛ خو زوم راغلى وي او د نارينه و په ډله كې ناست وي. په دې وخت كې بايجي  زوم ته لوڼۍ تړي، يو گلابي ډوله سور وريښمين شال په اوږه وراچوي او  يوه ښكلې توره په لاس وركوي. دا لوڼۍ، شال او توره د واده د دودونو تر پايه له زوم سره وي.

 

 

 توره د درمسال سوغات بلل كېږي؛ خو لوڼۍ او شال د زوم د كورنۍ له خوا برابر شوې وي. د سكانو په اند دا گلابي شال د نيكمرغۍ مانا وركوي.

خوستوال هندوان د پښتنو په شان د شملې  لڼۍ تړي. دوى په دې اند دي چې نور نو دا زوم له هلكتوبه ووت او مېړه شو. د ښځې مسووليت  په غاړه اخلي  او د كورنۍ جوړولو وس بايد ومومي.

دغسې لڼۍ د پلار د مړينې په وخت كې هم زلمو هندوانو او سكانو ته تړل كېږي. په دې وخت كې د دې لڼۍ مانا دا ده چې نر شه، مسووليت ته اوږه وركړه، كار وكړه، كورنۍ ته روزي وگټه، نور نو د هلكتوب خويونه پريږده او د پلار تش ځاى  ډك كړه.

 توره  سكانو او هندوانو ته د غيرت نښه ده. كله چې په درمسال كې بايجي او نور نژدې كسان نوي زوم  ته توره  په لاس وركوي، مانا يې دا ده چې ناموس وساته او له همت څخه ډك ژوند ولره!

د ختم اېښودلو د دود په پاى كې خلك سهارنۍ ته بلل كېږي. په دې سهارنۍ كې د شودو چاى، چولې، پكوړې، ډوډۍ، پراټې او داسې نور شيان وخوري او بيا راغلې ميلمانه په داسې حال كې چې ډېر خوشاله ښكاري او ټول زوم او د هغه مور او پلار ته ودايي – ودايي وايي له درمسال څخه وځي. له درمسال څخه بهر ډولونه په درز وهل كېږي او ښځې او نارينه په گډه يا جلا- جلا اتڼونه ورته كوي . له دې وروسته هرڅوك خپل كور ته ځي چې د واده له پاره خپلې تياريانې بشپړې كړي.

له ختم ايښودلو څخه وروسته د نيكريزو شپه راځي.

د نيكريزو شپه (مهندي كې رات) د خوستوالو هندوانو او سكانو په ودونو كې ډېره په زړه پورې شپه ده. په دې شپه كله چې د پېغلې په كور كې ډوډۍ وخوړل شوه؛ نو د دې په لسگونو مېلمنې خورلنډې او خپلوانې نكريزې راواخلي او ټولې خپل لاسونه سره كړي . دا شپه د زوم په كور كې ډېره په درز لمانځل كېږي. دوى كېداى شي چې ډېر غټ كور ولري، كوم رستوران يا باغ په كرايه  ونيسي او يا په كوڅه كې كېږدۍ ودروي؛ خو درې- څلور سوه نارينه او ښځې ميلمانه يې غوښتي وي چې ماښام مهال له خپلو بچيانو سره د مېلې ځاى ته رسيږي. دوى ښايسته جامې اغوستې او ټول ډېر خوشاله ښكاري.

 د دې شپې د ډولونو، سندرو، نڅاوو او اټنونو خاطرې تر ډېره وخته د خلكو په اذهانو كې پاتې كېږي. ښځې يوې خوا ته او نارينه بلې خوا ته ناست وي؛ خو گډې نڅاوې او اټنونه هم كېږي. دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې د خوستوالو هندوانو او سكانو نارينه، ښځې او ان د شپږو – لسو كلونو ماشومان داسې اټن كوي، لكه چې همدا اوس په خوست كې اوسي. په دوى باندې خپله ژبه، خپلې جامې او خپل پښتون فرهڼ د سترگو د كسيو په شان گران دي او ډېر په خوند يې پالي.

كله چې ډوډۍ وخوړل شوه، د نكريزو لوښي راوړل شي او ښځې د زوم په لاسونو باندې د نكريزو د ايښودلو دود پيل كړي. دا ښځې په خپلو لاسونو او د ځينو نژدې خپلوانو په لاسونو هم نكريزې ږدي او كله ناكله خو خبره تر دې هم ورسي چې حاضر كسان يو د بل په مخ نكريزې موښي او هڅه كوي چې محفل په ډېرو ټوكو او خنداوو نور هم ښكلى كړي. په فريد اباد او ډيلي كې د نكريزو غونډه تر نيمې شپې پورې وي او بيا هر څوك خپلو – خپلو كورونو ته ځي.

د نكريزو د شپې سبا د ( گانه) يا ( مزي) تړلو دود په ځاى كېږي.

گانه سره سپڼسين تارونه دي چې په يوه روځ جنۍ او هلك دواړو ته؛ خو په جلا- جلا ځايونو كې تړل كېږي . هره كورنۍ خپل نژدې خپلوان بولي، راغلي كسان په يوه ځاى كې كيني؛ خو ښځې جلا او نارينه جلا. زوم له خپل شال، لڼۍ او تورې سره پاس د بايجي  په څڼ كې په يوې نوې ښايسته بړستن باندې ناست وي . ښځې ورو- ورو د ښادۍ پښتو بدلې بولي او نارينه د گانې تړلو تيارى نيسي.

 ډېر خوستوال هندوان او سكان په دې نه پوهېږي چې دا دود له كله نه دوى ته پاتې شوى دى؛ خو دومره وايي چې  پلرونو، بابا گانو او نيكه گانو يې دا دود پاللى او اوس دوى هم ورته ژمن دي. دا خلك معمولاً د غرمې ډوډۍ ته راځي او وروسته د هلك او جنۍ د ښي لاس تر مړوند دا سپڼسين تارونه تړي. د جنۍ له تارونو سره كورئ او كنجكه  او د هلك له تارونه  سره يو وړوكى چاكو هم بند وي. د خوست هندوان او سكان په دې اند دي چې گانې  يا مزې ناوې او زوم  د بدخواهانو له بدو سترگو، تعويز، طومار او ښېرا څخه خوندي ساتي!

د گانې د دود په وخت كې زوم دوه ( شوبال) پيدا كوي. شوبال بې وسلې گارد ته وايي. يو شوبال د دې كور كوم زوم يا د ماما زوى يا داسې بل نژدې خپلوان نارينه وي. دوهم شوبال د زوم پيغله يا ناوې خور يا د تره لور وي چې د واده  د دودونو تر پايه پورې له زوم سره يوځاى وي او د هغه دواړو خواوو ته حركت كوي. د گانې د تړلو په وخت كې همدا شوبالان له بايجي سره مرسته كوي چې مزي په ښه توگه وتړل شي. د گاڼې د تړلو په وخت كې بايجي د خپل كتاب ځنې برخې لولي او د واده د مراسمو د ښه پاى له پاره  ارداسونه وايي.

د گانې يا مزي له تړلو  وروسته په همدې روځ درې نور دودونه هم شته چې په ترتيب ( بړستن)، ( كلول ميچن) او ( مڼي) بلل كېږي.

 بړستن د زوم په كور كې جوړيږي. د گانې د تړلو د مازدېر په ۳- ۴ بجو كورواله ښځې دا بړستن چې په څلورو كونجونو او منځنۍ برخه كې يې يو- يو غوز ( چارمغز) گنډل شوې وي، واخلي او داسې څلورو ښځو ته يې په لاس وركړي چې ښايسته نارينه بچيان او ډېره شتمنې ولري. دا ښځې د حاضرو ميلمنو څو گلالي كمكي هلكان په نوبت په دې بړستن كې وزڼوي. له دې وروسته كورواله ( خونې) واچوي . ( خونې) د چاكليټو، پتاسو، نقلو او موم پليو په شان وچه مېوه ده چې كورواله يې په حاضرينو ويشي. په همدې وخت كې ټول حاضرې ښځې په (مازدېرنۍ) ټولې شي. په دې مازدېرني كې د شودو چاى، كيك او كلچې او داسې نور ساده خواړه برابر شوي وي.

 له دې مازدېرني وروسته مېلمنې لاړې شي؛ خو كورواله او نژدې خپلوانې يوه ښځه وټاكي چې دا بړستن په كلي يا سيمه كې د كوم خپلوان كور ته ويسي او هلته يې كېږدي. په همدې وخت كې يوه بله ښځه ( ميچن) او لږ غنم د كوم بل خپلوان كور ته ويسي او درېييمه ښځه ( مڼى يا گړى) مندر ( درمسال) ته ورسوي او هلته يې كېږدي.

ماښام له ډوډۍ مخكې د زوم د كور ښځې او نارينه او نژدې خپلوان (مخصوصاً ځوانان، تنكي زلميان او ماشومان) په ډولونو او آټنونو له كوره وځي، او هغه كور ته ورځي چې بړستن پكې اېښې ده. په دې سفر كې زوم او د هغه شوبالان هم وي. دوى په لاره گلان شيندي، د مصنوعي تومانچو ډزې كوي او ټوله سيمه يې په شور- زوږ ډكه كړي دي. كله چې دا ډله د بړستنې كور ته ورسېده، ډېر خلك بهر په آټنونو او نڅاوو بوخت شي؛ خو يو څو مشرانې ښځې او نارينه كور ته ننوځي چې د ( زوم او ناوې) ښايسته بړستن پورته كړي. په دې وخت كې كورواله په ټولو راغلو كسانو تازه مېوې او شربتونه ويشي. په دې دود كې  بايجي ټولو ته د خير، بركت، ښه ، خوشاله او بختور ژوند دعاوې كوي او له كوره  وځي. له دې وروسته هغه ښځه چې دا بړستن  يې په سر ايښې وي، د زوم د كور په خوا ځي او نور كسان بيا په ډولونو او آټنونو د ( ميچن) د كور په لور ځي.

د ميچنې كور ته ټ همغسې خوندور وي لكه د بړستنې كور ته. كله چې دا خلك مطلوب كور ته ورسېدل ، بيا يو څو كسان كور ته ننوځي او نورپه كوڅه يا كلي كې په نڅاوو او اټنونو بوخت شي. په كور كې د ننه زوم، د زوم دوه شوبالان او داسې څو مشرانې ښځې چې نارينه اولاد ولري، په غنمو ميچن گرځوي. په دې دود كې د زوم شوباله جنۍ د ميچنې په لاستي  لاس نيسي او دواړه ميچن گرځوي. كومه بله ښځه ورو- ورو غنم وراچوي او بايجي د نورو دودونو په شان ( ارداس) لولي او  دې نوې جوړې ته د دنيا ټولو نيكمرغيو غوښتنه كوي. په دې وخت كې ځنې نور كسان هم د زوم په لاس خپل لاس ږدي او ميچن گرځوي.

د خوست هندوان او سكان په دې اند دي چې په غنمو باندې د ميچنې گرځول د خير او بركت او د نعماتو د ډېرښت مانا لري.  په دې دود كې هم  كورواله  په ټولو راغلو كسانو شربتونه، مېوې او چاى  وېشي او د دوى درناوي په ځاى كوي.

 كله چې دا خلك له دې كوره وځي، يوه ښځه ( ميچن) ورسره واخلي، د زوم د كور په لور روانه شي او نور كسان بيا په ډولونو او اتڼونو( درمسال) ته وخوځي چې د ( مڼي) په دود سره د دې روځې ستړيا پاى ته ورسوي.

كله چې دا ډله مندر يا درمسال ته ورسي، ځنې كسان ننوځي او درناوى په ځاى كړي. دا وخت قضا ماښام وي او د زوم شوباله هغه مڼى په اوبو ډك كړي چې مخكې په درمسال كې اېښودل شوى وي او د زوم مخې ته يې كېږدي (دا دود د درمسال په هغه برخه كې تر سره كېږي چې فرش نه لري او اوبه پيدا كېږي) په دې وخت كې شوبال د زوم توره له تيكي وباسي او په مڼي كې ننباسي. له دې سره جوخت په سلونو هلكان او تنكي زلميان يو په بل رڼه اوبه شيندي او هڅه كوي چې يو بل ښه لوند كړي. په دې دود كې څوك په زوم غرض نه لري؛ خو شوبال او شوباله په رڼه اوبو داسې لانده شي لكه باران ته چې ولاړ وي.

 د دې دود له پاره ځوانان له ځانه سره رڼونه راوړي او اوبه خو هملته په درمسال كې وي. دوى دا رڼونه په جامونو او سطلونو كې جوړوي او يو په بل يې شيندي.

 له دې وروسته ټول په داسې حال كې د زوم د كور په لور ځي چې نيمايي په رڼه اوبو لانده او د ډېر اتڼ له لاسه وږي شوي وي. د زوم په كور كې ډوډۍ برابره  وي، دا خلك بيا ځي خپلو- خپلو كورونو ته چې ژر ويده شي چې سبا د واده د درانه دود له پاره چمتو وي.

اوس داسې فرض وكړئ چې واده د شپې دى، ماسپښين مهال  د زوم د كوره ښځې د پېغلې كور ته ورځي. خوستوال هندوان او سكان  دې ټ ته ( تال) وايي. هلته د نورو دودونو تر څڼ يوه ( بركتى) ښځه د پېغلې وېښتان د ناوې په شان جوړوي . كله چې د وېښتانو تر مينځ كرښه وېستل شي؛ نو يوه مشره ښځه هلته سوندر ودوړوي چې دا ناوېتوب ته د پېغلې د ورټ پېلامه بلل كېږي.

سر جوړونكي ښځې هڅه كوي چې د ناوې د وېښتانو ترمينځ كرښه اوږده وباسي، دا خلك فكر كوي چې خداى به د دې ښځې خاوند ته همداسې اوږد او له بركته ډك ژوند وركړي خوستوال همدا دود په هندوستان كې هم پالي.

 له دې وروسته چې مازدېر وي بللي ميلمانه د زوم كور ته ورسي، مازدېرنى ناشتا وخوري او هغه دود پيل كړي چې خوستوال هندوان او سكان يې ( سيرا بندي)، ( څېره بندي) ، ( چهره بندي) يا ( موټك) بولي. ( موټك) د زوم د مخ د پټولو هغه وسيلې ته وايي چې له زري شيانو، رڼه كاغذونو، مريو او مصنوعي ملغلرو څخه جوړه شوې وي. ښځې ( موټك) د ځوان په سر داسې وتړي چې ښكته مخ يې پرې پټ شي. كله چې ( موټك)  وځړول شو، زوم د كوټې په مينځ كې  لږ ج كېنوي او خپلوان يې جوړه- جوړه ( مېړه او ښځه) په وار راځي او د زوم په غاړه كې د گلانو او لوټونو هارونه اچوي. ځنې خلك د كوچنيو لوټونو هارونه جوړوي؛ خو ځنې شتمن د سترو لوټونو هارونه راوړي . د هارونو له دود څخه وروسته چې شمېر يې سلونو ته رسيږي( خونې) ويشل كېږي. په دې ټوله موده كې د كور په اڼړ او بهر د كوڅې په كېږدۍ كې ځوانان ډولونو ته اتڼونه كوي او ټول ډېر خوشاله وي. له دې وروسته زوم د خپلو شوبالانو سره بهر ته وځي او تر كومه ونه ( مخصوصاً توت) لاندې دريږي. بايجي په دې وخت كې ارداشونه وايي، يو څوك راشي او د ونې په يوه څاڼه يو سور تار وتړي، نارينه شوبال د دې څاڼې څوكه ونيسي، زوم توره له تيكي وباسي او دا څاڼه بايد داسې پرې ووهي چې د څاڼې د سره تار برخه د ده خوا ته پرې كړي، كه خبره دوهم او درېيم ځل ته ورسېده، خلك وايي چې ښځه به په دې سړي زوروره وي!

 بايجي دا پرې شوې څاڼه د زوم د ( موټك ) په پاسنۍ برخه كې داسې ټومبي چې څاڼه مخ پورته جه ودرېږي. له دې وروسته زوم په اس سپريږي. په اس هغه بړستن پرته وي چې ذكر يې مخكې وشو. په دې وخت كې د زوم خويندې يا د تره لورانې ده ته دوه- درې كاچوغه مستې او اس ته لږ وربشې وركوي. او ورا د جنۍ يا ناوې د كور په لور خوځي. په دې ټوله لار كې ساز، سرود، نڅاوې، گډاوې او اتڼونه د پخوا په شان په درز روان وي او د ماشومانو شور- زوږ د ټ ښكلا لا زياته كړې وي. سكان دې ټ ته ( برات) وايي.

هلته د ناوي كوروالا د مېلمنو هر كلي ته چمتو ولاړ وي. كله چې د دواړو كورنيو مشران سره مخامخ شول، يو له بل سره روغبر كوي او يو بل ته هارونه اچوي. په دې روغبر كې د زوم پلار او د ناوې پلار يو بل ته هارونه اچوي. اكاگان يو بل ته، ماماگان يو بل ته او همداسې نور..

په دې وخت كې د ناوې د كور دوه- درې مشران زوم په داسې حال كې له اسه راكوز كړي چې بايجي  ارداش لولي او د واده د ښه پاى او بختورتوب له پاره د خداى مرسته غواړي. كله چې زوم له آس څخه ښكته كېږي د جنۍ د كور كسان گلان پرې شيندي. هندوان او سكان د دغه شيبو دود ته ( ميلن) وايي چې كېداى شي له (مېلاوېدو) څخه اخيستل شوي وي.

 اوس نو كه د ناوې كورنۍ په كور كې ترتيبات نېولي وي يا په كېږدۍ كې، يا په درمسال كې ټول ميلمانه د ډوډۍ ځاى ته ننوزي، كورواله ړ مېلمنو ته مناسبه ډوډۍ برابره كړي وي. له دې وروسته زوم د خپلو همزولو او خپلوانو په كړۍ كې مندر ( كه هندوان وي) يا درمسال(که سکان وي) ته ځي. په همدې وخت کې سيڼار شوې ناوې هم د خپلو خورلنډو او خپلوانو په بدرگه همدې ځاى ته ځي. هلته زوم او ناوې ته په ځاڼړې صفه ( لوړځاى) دوه څوکۍ پرتې وي. تر دغه وخته پورې د زوم او ناوې تر مينځ هېڅ ډول اړيکې نه وي او د پښتنو هندوانو او سیکهانو د دودونو له مخې يو له بله ليرې گرځي.

په درمسال يا گوردواره کې ښځې جلا او نارينه جلا کېني. په دې وخت کې بايجي او نور مذهبي مشران موسيقي پيل کړي. د ويچار سنگهـ په قول دې مذهبي سندرو ته (راگ) يا(کيرتن) ويل کېږي. کله چې زوم درمسال ته ورسي لومړى مخامخ د کتاب د اېښودلو ځاى ته ورځي، هلته له کتابه گرځي او سجده کوي، بيا د کتاب ځاى ته داسې مخامخ کيني چې خلکو ته يې شا وي. بيا يو- دوه ښځې ناوې راولي، ناوې کتاب ته درناوى وکړي او د زوم کينې خوا ته کيني.

په دې وخت کې لومړنۍ موسيقي بنده شي او مذهبي مشران د ( گروگرنت صيب) د کتاب د هغه احکامو په لوستلو پيل وکړي چې د نکاح په هکله ترتيب شوي. بيا د سندرو ډله همدا متن د ترانې په بڼه وړاندې کړي.

د هندوانو او سیکهانو نکاح په مذهبي لحاظ څلور پړاوه لري چې دوى ورته (چهارپهرى) وايي:

۱- پهلى لامه يا لومړى گام

۲- دوجي لامه يا دوهم گام

۳- تيجي لامه يا درېيم گام

۴- چوتي لامه يا څلورم او د پاى برخه

 

په پهلي لامه کې زوم او ناوې له کتاب گرد گرځيدل پيل کړي. په دې حرکت کې د ناوې پلار، د زوم د شال يوه څنډه د خپلې لور په لاس کې ورکوي. زوم مخکې او ناوې ورپسې وي. دوى سجده کوي او بيا دوجي لامه پيل کېږي، د موسيقي ډله ورو- ورو د واده او نکاح ځاڼړې مذهبي بدلې بولي، کله چې زوم او ناوې کتاب ته مخامخ شول، بيا سجده او احترام کوي، بيا تيجي لامه پيل کېږي، بيا سجده او احترام او بيا چوتي لامه . په پاى کې د نکاح د بشپړېدو  ( ارداس) وويل شي. په دې دعاوو كې بايجي ناوې ته د خطاب په بڼه وايي چې له دې وروسته به د خپل مور او پلار په څڼ كې د مېړه، خسر، خواښې او نورو مشرانو درناوي ساتي، د كور حيا او عزت به دروند گڼي، له بل چا سره د اړيكو نه به ځان ډېر ساتي، ته اوس خاوند لرې چې په تا ډېر حقونه لري او كه ته دا حقوق ټول په ځاى كړې، بختوره به شي او ډېر ثواب به وگټې. د موسيقي ډله د مبارکي ترانه پيل کړي، زوم او ناوې يو بل ته د گلونو ښايسته هارونه په غاړه کې واچوي چې سکان دغه دود ته ( جې مالا) وايي. له هارونو څخه وروسته د زوم پلار خپلې نږور ته او د پيغلې پلار خپل زوم ته گوته او د غاړې ځنځير د سوغات په توگه ورکوي او دواړه د درمسال د نکاح خطونو د ثبت په کتاب کې لاسليک وکړي او که چېرته کوم طرف سواد  ونه لري؛ نو په کتاب کې گوته کېږدي او په دې توگه د نکاح مذهبي دود بشپړ شي.

 د نکاح له ثبت څخه وروسته، د ناوې د کور  يو مشر د ناوې د کور يا جهيز لست په داسې حال کې د زوم پلار يا کوم بل مشر ته سپاري چې سامان او شيان لا په کور کې وي. د سامان دې لست ته ( ديهج) ويل كېږي. له دې وروسته د ناوې د کور ښځې په زوم باندې د درمسال په يوه گوښه کې د کوچو خوږ ډنډکى، لږ ماستې او شودې خوري او سترگې يې توروي. په بدل کې زوم د ډنډکي په لوښي کې يو څو روپۍ ږدي.

ويچار سنگهـ وايي چې په خوست کې به له دې دودونو وروسته ناوې په داسې حال کې چې زوم او ټوله ورا به پياده ورسره روان وو، په اس د زوم کور ته بېوله؛ خو په هند کې ناوې په گلپوش موټر کې وړي. دا ټ د ډولونو- نڅاوو او اتڼونو سره مل وي.

کله چې ناوې د زوم کور ته ورشي، د کور مشران ناوې راکوزه کړي او ورو- ورو په داسې حال کې کور ته ننوځي چې يوې ښځې د دې په سر د دوى د کتاب يوه برخه ( پوتي) او بلې ښځې د مستو کټو نيولې وي. هندوان او سکان مستې د بختور توب او شتمن توب او ( پوتي) د تبرک نښې بولي. کله چې ناوې د خپل نوي كور وره ته ورسي، هلته ودري او له هغه شكاره څخه چې بل چا ورته نېولې وي، پنځه ځلې غله شا ته شيندي او په پاى کې د شکاره ټوله پاتې غله شا ته غورځوي او مخکې لاړه شي. د هندوانو او سیکهانو ناوې د وره په لانديني لرگي يو ميخ ټک وهي او خپل نوي کور ته ننوځي.

دا وخت شپه نژدې نيمايي وي او خلک د زوم مور او پلار ته له بيا – بيا مبارکي وروسته خپلو کورونو ته ځي

 که واده د روځې وي دا دود مازدېر – ماښام  پاى ته رسي او خلک خپلو کورونو ته ځي.

 د دې روځې په سبا ١١- ١٢ بجې د کلي يو څو مشران او د درمسال بايجي ټول شي چې له مذهبي اراداشونو سره يوځاى د زوم  او ناوې مزې يا گانې چې پخوا تړل شوې وې خلاصې کړي. په دې وخت کې يو- دوه ښځې ناوې راولې چې د کور مشرانو ته د درناوي سر ټيټ کړي. په بدل کې حاضر کسان ناوې ته لږ- لږ پيسې ورکوي او هغه بېرته خپلې خونې ته ځي. نا ويلې دې پاتې نه وي چې د ناوې شوباله تر اوسه ورسره وي؛ خو د گانې له خلاصولو وروسته دا شوباله بېرته ځې او ناوې يوازې پرېږدي.

د دې دودونو په سبا يا بل سبا زوم له خپلو څو ملرو او همزولو سره د ناوې د پلار کور ته ځي. هندوان او سکان دغه ټ ته ( ميلنا دمه)  وايي. په دې ټ سره د خسر کور ته د زوم پښه خلاصيږي. کورواله ميلمنو ته ښه ډوډۍ او سوغاتونه(جامې، لڼۍ،رومالونه، د دريشي ټوټې او داسې نور) ورکوي او راغلي کسان بېرته ځي. هندوان او سکان دغه ډوډۍ او سوغاتونو ته ( زوم گيري) وايي.

له دې دودونو څخه وروسته تر څو روځو پورې خپلوان د زوم کور ته ورځي او ناوې گوري او د نغدو روپو يا جنس سوغاتونه ورکوي. کورواله د دې خلکو ښه هرکلى کوي چاى شودې ورکوي او ناوې په بدل كې كې په پټ مخ ورته د درناوي سر ټيټوي.

د ناوې د راوړلو د شپې يا روځې په سبا يا بل سبا د هندوانو او سیکهانو د واده تر ټولو ستر محفل جوړيږي چې دوى يې ( رسپشن) بولي. په هند کې د داسې محافلو له پاره په ښايسته شنو باغونو کې ستر- ستر ځايونه جوړ شوي چې خلک يې د خپلو  ودونو د ( رسپشن) له پاره په کرايه نيسي.
ځينې شتمن هندوان او سکان دغه ميلمستيا ته ١٠٠٠- ٢٠٠٠ کسان غواړي؛ خو ځنې نور د خپل وس په اندازه مېلمانه بولي. د ودونو د دغه ځاى په پاسنۍ برخه کې يو ښکلى تخت جوړ شوى وي چې څو گامه له زمکې څخه ج وي. د دې تخت شاتنۍ برخه ډېره ښايسته او په څراغونو رڼا وي. د باغ يوې خوا ته د نارينه ړ او بلې ته  د ښځو ځايونه وي او د مخامخ تخت دواړو خواوو ته د ساز او نڅا او د ډولونو او اټن ځايونه په پام کې نيول کې نيول شوي وي.

 د رسپشن په ستره مېلمستيا کې زوم او ناوې پاس په تخت ناست وي، ځينې خلک خاصتاً نارينه هلته ورځي او دواړو ته د واده مبارکي وايي. ناوې معمولاً په ځاى داسې ناسته وي چې سر يې له عادي حالت څخه ښکته ځوړند او مخ يې پټ وي؛ خو زوم د خپل پلار، مشر ورور او د اکا د زامنو په ليکه كې ولاړ وي او د خلکو مبارکي او سوغاتونه مني. په دې سوغاتونو کې گلان، د سرو زرو گوتې، کارتونه او داسې نور شيان شامل وي.  په دغسې وخت کې ډېر خلک له زوم سره يادگاري عکسونه اخلي.

له دې وروسته ښځې او نارينه په دوو بيلو ځايونو کې ډوډۍ خوري او بيا ساز او سندرو ته کيني . د عامو خلکو له ډوډۍ وروسته د زوم د کورنۍ ډېر نژدې کسان او ډېر گران ميلمانه يوځاى کيني او له زوم او ناوې سره ډوډۍ وخوري.

د رسپشن په روځ يا يوه روځ وروسته د ناوې کورنۍ د دې ( کور) يا ( ديهج) په موټر کې بار او د زوم کور ته يې رسوي. ويچار سنگهـ وايي چې په خوست کې د ( کور) اندازه لږ وه؛خو په هند کې شتمنې کورنۍ خپلو لورانو ته فرش، ميز، څوکۍ، پالڼ، تلويزيون، يخچال، د جامو وينځلو ماشين، د پخلنځي سامان او لوښي، حتى ايرکنديشن او داسې نور فيشني سامان اخلي او خپلې لور ته يې د نوي کور د جوړولو د سوغات په توگه ورکوي.

د هندوانو او سیکهانو ناوې د واده په لومړۍ شپه د خلکو د گڼې گوڼې له امله خپل مېړه نه شي ليدلى؛ خو په دوهمه شپه دا چانس پيدا کېږي . په دې شپه د زوم او ناوې په نوې کوټه کې د ستر پالڼ شا او خوا د تازه گلانو چتر جوړ وي، په کوټه کې عطرونه او صندل پاشل شوي وي او نرمه موسيقي چالانه وي . زوم په کوټه کې وي؛ خو يو دوه ښځې چې مخکې يې دا کوټه سنبال کړي وي، ناوې راولي او دوى لاړې شي .

د ويچار سنگهـ د وينا له مخې د هندوانو او سیکهانو ناوې  سهار وختي پاڅي، غسل کوي، پاکې جامې اغوندي او د کور هغه خونې ته ځي چې د عبادت له پاره جلا شوي وي؛ خو زوم هر وخت چې وغواړي وېښيږي او د کورنۍ له غړو سره سهارنۍ خوري. زوم له خپلې کوټې څخه تر وتلو مخکې يو څو روپۍ تر بالښت لاندې ږدي. دا پيسې بيا هغه ښځې اخلي چې پرون يې د زوم  او ناوې کوټه سنبال کړي وي او نن بيا هغه جوړوي.

د هندوانو او سیکهانو ناوې دوه- درې روځې وروسته له خپل مېړه سره د پلار کورته ځي او هلته يو- دوه شپې پاتې کېږي . له دې وروسته د زوم او ناوې ژوند عادي او د خپل کور په چارو بوخت شي.

په پاى کې دا خبره د يادولو وړ ده چې سکان او هندوان له يوې ښځې سره واده کوي. د دوى کتاب هم يوه ښځه ښه بولي؛ خو داسې يو سیکهـ چې ښځه يې مړه شي، واړه اولادونه ولري او يا يې ښځه په لاعلاجه ناروغۍ اخته وي، دوهم واده کوي . د هندوانو او سیکهانو کتابونه طلاق مني؛ خو پښتانه هندوان او سیکهان خپلو ښځو ته طلاق نه ورکوي او په ناموس مين خلک دي.

 په سیکهانو اوهندوانو کې که د کومې ښځې مېړه مړ شي، او دا ځوانه وي، په خپل كور كې بل مېړه کولاى شي. ډېر وخت يې کورواله  د نورو پښتنو غوندې خپل بل زوى ته نکاح کوي. د داسې ښځې د واده مراسم خورا ساده او په کور يا درمسال کې نكاح كېږي .

گوردواره يا درمسال د سیکهانو د عبادت ځاى دى. په درمسال کې بتان نشته او ځنې خلک د خپل مشر بابا نانک انځور هم نه پرېږدي؛ خو د هندوانو په عبادتځاى (مندر) کې بتان وي.

د خوست هندوان اوسكان په خپلو مينځونو كې ودونه كوي، يو له بل سره تعصب نه لري او (مندر) او (درمسال) دواړو ته ځي. ويل كېږي چې نور هندوان او سیكهان لږ تعصب لري؛ خو خوستوال هندوان او سیكهان په ډېره مينه ژوند كوي او يو بل ته احترام ساتي.

 


 

۱- سكان هغه چا ته چې دوى ته ديني لارښونې رسوي ( بايجي) يا ( جيانيجي) وايي .هندوان داسې كس( پنډت) يا ( برهمن ) بولي. 

۱- ويساك ( د اپريل څوارلسمه نېټه) د گورو گوبن سنگهه ( لسم گورو) په واسطه د سك مذهب د بشپړېدو روځ د ويساك په نوم ياديږي.

  ۲-ديوالي ( د نومبر څوارلسمه روځ) د هندوانو سپيڅلې روځ ده. هندوان وايي چې د دوى پخوانى مشر ( سري رام چندر) څلويښت كاله د يوه غره (بنباس) په ځنكل كې په عبادت تېر كړل. كله چې رام چندر له دې اوږده غيابت او عبادت څخه وروسته د استوگنې سيمو ته ستون شو، خلكو جشنونه جوړ كړل او ډېوې يې بلې كړې. اوس هم هندان د دغه روځې په شپه ډېوې بلوي او خوشالي كوي.

۳- مانگي د ژمي وروستۍ روځ ده. هندوان او سكان په دې اند دې چې د ژمي وروستي شپږ شپې او روځې لږ غوړې او نرمې شي او بيا پسرلى پيل كېږي.

۴- كړوچوت هغه روځې ته وايي چې ښځه د خپل خاوند له پاره روژه نيسي، هندوان او سكان دې روژې ته ( ورت) وايي. ښځه په دا روځ هېڅ شى نه خوري، سرې ( لال) جامې او سره بنگړي اچوي او ځان سينگاروي. ماښام مهال دا روژه تۍ ښځه بام ته خېژي، كه يې مېړه  په كور كې وي هغه هم ورسره بيا يي او كه نه عكس يې ورسره وړي  او هڅه كوي چې د ماښام لومړني راختونكي ستوري وويني.

د ستوري له ختو وروسته دا ښځه كه هندوه وي ( بگوان) ته او كه سكه وي ( گورو) ته دعاوې كوي چې خدايه خاوند ته مې روغ صورت، اوږد عمر، ډېر عزت او ښه شته وركړې، د پرديو له احتياجه يې وساتې او ډېره نيكمرغۍ په برخه كړي. له دې دعا وروسته دا ښحه كور ته ننوزي، (ورت) په اوبو ماتوي او بيا ډوډۍ خوري. كه د دې ښځې مېړه په كور كې وي، د شپې په همغه سرو جامو او سرو بنگړو كې ورسره څملي. E مېړه په دې شپه د خپلې ښځې ټول بنگړي ماتوي، دواړه خوشاله وي او دا وايي چې په يارانه كې بنگړي ماتېږي!

ويچارسنگهه وايي چې دوى په خوست كې ( كړوچوت) نه درلود او دا دود يې د هند د فريد اباد له هندوانو او سكانو څخه زده كړى دى.

[۶] -  د سكانو كتاب ( گروگرنت صيب) او د هندوانو ( بهگوت گيتا) نومېږي.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۱۸                             سال دهم                             جواز            ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ جون  ۲۰۱۴