ذبيح الله انيل ته :
كلونه وشول چې مې روح
دخداى دمينې دغوټيو په شينكۍ ځولۍ نه ځائيږي
ما دابليس اشنا دښكلو ستګو پاڼو كې
دحسن اومينې غوړولى څادر
خداى رانه كركه لري
مګر شلعر ابليس مې سترګو
او دشونډو چاودو دښتو كې لګيا دى
راته زړي دغزل كري
څوك مې دښكلې شاعرۍ په قدر نه پو هيږي.
• * *
كله چې شپه شي
دخوږې ګناه دپيغلې دسرو شونډو جام په سر واړوم
ابليس دحورو دسرو شونډو له سرو پاڼو
كليمې پټې كړي
او دغزل لونګين خور كړي زما دشونډو پر شاعرو پاڼو
دچمبو غږ ليدلى ؟ « حوا » كله دې خوب كې د
مست شي ان له شپې نه تر سبا پورې « آدم » چې يې غزل ته
هغه چمبه ، هغه غزل زه يم
نوته چې ځې راپسې ژاړې ولې؟
لكه ابليس درسره مل يمه زه .
١٣٧۵/ ١ / ٢٨
|