درز شي، لمبه پورته شي او شېبه وروسته د ځانمرګي په منځ پرې شوی بدن لکه مړزګه د ښار پر يوه سيمه راولوېږي.
د پېښې ځای ته پر يوه نږدې رسنۍ د مزړګې بوی ولګېږي، چيغه کړي او شېبه وروسته يو لښکر خبريالان له تورو کامرو سره، لکه کارغان پر پرته مړزګه راتاوېږي.
پر راډيوګانو روانې خپرونې پرې شي، چټکه موسيقي تېره شي او وياند په ستړې ساه بېړنی خبر ولولي.
د ټلوېزيونو پر پردو وينو ته ورته رنګونه وپاشل شي، تر وېروونکې موسيقي وروسته وياند الوتې څېره راښکاره شي، وارخطا وارخطا يو دوه جملې ووايي، وياند ورک شي او د ټلوېزيون پر مخ له بدنونو پرې شوې، په وينو لړلې غوښې خلکو ته ښودل کېږي.
په ورځپاڼو باندې شپه د کال هومره اوږده شي او سهار تر هرڅه مخکې د انسانانو په وينو لړلې پاڼې د خلکو مخ ته ونيسي.
نه څوک دا فکر کوي چې دغه په وينو لړلې پاڼې ماشومان هم ويني، نه څوک دا غم کوي چې په دې کاڼي کاڼي وطن کې ځينې داسې کسان هم شته چې زړونه يې تر ګلونو نازک دي، نه څوک د هغو ناروغانو په کيسه کې دي چې د وينې په ليدو يې زړه درېږي. بس نر هغه دی هغه چې خلک يې ووېرول، نر هغه دی چې ډېر خلک يې وژړول.
هر خبريال يو "کرمی" دی، ارامه ارامي وي، د خلکو پر شونډو لږه مسکا خپره شوې وي، يوه ماشوم ته تازه خندا ورغلې وي، د يوې مور پر خپل زوی مينه راغلې وي، يوه بوډا ښکلی خوب ليدلی وي، يو بزګر تازه نيالګی کرلی وي، د يوې پېغلې ارمان په پوره کېدو وي، يو ځوان د وطن د ابادۍ فکر کړی وي، غم نه وي، خو کرمی غم راوړي، ولس په چيغو چيغو وژړوي، خندا وتښتي، مايوسي او بېزاري هيلې تر ستونې ونيسي، زړونه له وېرې ډک شي، پېښه په يوه کوڅه کې وشي، خو درد يې د ټول وطن په وجود کې غزوونې وکړي.
عجيبه وطن دی، عجيبه يې د بيان ازادي ده، عجيبه رسنۍ لري. چې د يوه پردي هېواد يو له حقيقته لېرې او دروغ فلم خپروي، تر خپرولو وړاندې يې اعلان وکړي چې ماشومان او د کمزورو زړونو خاوندان دې دغه فلم نه ګوري، خو چې زما د وطن د بچيانو ټوکر ټوکر بدنونه، په وينو لړلې ځمکه، پرې شوي اندامونه او له ککريو راوتلي ماغزه ښکاره کوي، ورسره وايي، له موږ سره پاتې شئ، څو نورې ورته صحنې هم درښکاره کوو.
د دې وطن ځينې رسنۍ ترهګرې دي، د دې وطن زياتې رسنۍ خلک وېروي، د دې وطن خبريالانو او ترهګرو خلک يو ډول ځورولي دي.
طالب يا کومه بله بلا راشي په ښار کې بريد وکړي، ماشومان په سرونو وولي، ښځې کونډې کړي، کورنۍ خوارې کړي او خبريال صاحب راشي د ده وحشت نور هم پسې خپور کړي. خبريال په چاودنه کې چاودنه وکړي. تويې شوې وينې پسې وپاشي. ترهګر سرونه مات کړي، خبريال زړونه ټوکر ټوکر کړي.
د دې وطن د رسنيو چلوونکي لکه وينې خوړونکي ټپوسان په دوو تلو ناست وي، غوږونه يې څک نيولي وي چې چېرته به د خلکو مرۍ پرې کېږي، چېرته به د يوه ځوان له رګه وينه داره وکړي، چېرته به د دې وطن کومه ځواني راونړېږي، چېرته به د دې وطن کوم ګل غوندې ماشوم سلګۍ ووهي او دوی به څنګه تر نورو وړاندې ځانونه ورته رسوي.
دغه خلک په جګړه پايي، د دوی تنده په وينو ماتېږي، دوی د کرکې سوداګر دي. که نن جګړه ختمه شي، رسنۍ به له يوې مخې ډېوالي شي. که نن زما د وطن د ماشوم له ټپه تويېدونکې وينه ودرېده، رسنۍ به له تندې مړې شي، که نن د رسنيو په وينو سره خوله وتړل شي، په وطن کې به ارامه ارامي شي.
دا ګز دا ميدان، دا نن دې رسنۍ د ترهګرۍ پېښې بابېزه وبولي، دا نن دې رسنۍ توبه وباسي، د خلکو وېرول دې بند کړي، د ناامنيو د خبرونو يادونه دې د خپلو خبري سرويسونو په پای کې هسې مازې وکړي. د سولې، امنيت، ښېرازۍ، ابادۍ، يووالي، خوشحالۍ او پرمختګ خبرونو ته دې د خبرونو په سر کې ځای ورکړي، ما به کلمه پر دوی ويلې وي، که بيا ترهګر ډز هم وکړای شي.
که د ښار په کومه سيمه کې چاودنه وشي او رسنۍ ورباندې خوله پټه کړي، په درست وطن کې وېره نه خپرېږي، په ټولو زړونو کې مايوسي ځای نه نيسي، د وطن په نورو برخو کې پر تنکيو هيلو د وېرې دوړې نه پرېوځي، د ترهګري ريښې په خپله وچېږي.
د ترهګرۍ پر ضد جګړه دې يوازې تر ډزو او بمباريو نه محدودېږي، يوازې د ترهګرو ځالې دې نه په نښه کېږي، يوازې د ترهګرو پر مخ دې لارې نه تړل کېږي، د ترهګرو رسنيو چاره په کار ده.
د ترهګرۍ کفن ته هغه وخت غوټه وراچولای شو، چې د ترهګرو رسنيو زنه وروتړو.
|