د ۱۳۹۸ لمريز کال په اوړي کې د يوه شخصي کار لپاره کابل ته تللی وم. څو
ورځې په دولتي ادارو کې سرگردانه و گرځېدم، خو د فساد او رشوت کچه هومره
لوړه او زما له توانه وتلې وه چې په راتلو یې پښېمانه کړم.
يوه ورځ سهار مې پلی له دريم مکروریون څخه د ښار پر لور حرکت وکړ. يوکتاب
مې په کار و. پل باغ عمومي ته چې ورسېدم، سيده هغو غرفو ته ورغلم چې پښتني
تجارتي بانک او سپين زر هوټل ته نږدې، د دېوال پر سر لکه د مچيو ځالې يوه د
بلې ترڅنگ پرتې وې او د پوهې خواږه يې وېشل.
د کتابونو دا گرځنده پلورنځی له ډېرو لسيزو راهيسې هلته وو. دولتي نظامونه
راغلي او تللي، حکومتونه راغلي او تللي، د کابل تاج او تخت له يوه څخه بل
ته لېږدېدلی، بهرني ښکېلاکگر ځواکونه راغلي او شړل شوي، خو کتاب او کتاب
پلورنځی پاتې شوي او د رڼا وېشلو ته يې دوام ورکړی دی.
دلته اوس د پلورونکو او پېرېدونکو گڼه گوڼه زیاته وه. هم کتاب پلورنځی زیات
و او هم کتاب پلورونکي، خو زه مې په پخوانيو آشنايانو پسې گرځېدم. حميد
الله او عزيز الله دوه ورونه وو چې تر کومه ځايه زما يادېږي هغوئ هلته
کتابونه پلورل او رڼا يې خوروله. حميد الله مشر او عزيزالله کشر و. دواړه
رښتيني، صميمي او صادق انسانان وو. هرځل به چې ورغلم، څو کتابونه به يې له
بوجۍ څخه را واېستل او راته و به يې و يل چې دا مې تاته ساتلي. کله به مې
چې پيسې لږې وي، ويل به يې : کتابها را ببر، خیر است، مهم نیست، هر وقت که
دستت پر بود پولش را خواهی پرداخت.
له ټولو کتاب پلورونکو څخه مې د هغوئ پوښتنه وکړه، خو هېڅ چاته د هغوئ پته
نه وه معلومه. کتابونه مې له هر بل پلورونکي ځخه هم اخيستلای شول، خو له
ډېرو کلونو وروسته مې د خپلو آشنايانو د ليدلو تلوسه درلوده.
يوه سپين ږيري دوکاندار راته و ويل چې ما هغوئ پېژندل. د «جهاديانو» د چور
او تالان په وخت کې يوه ورځ دلته نږدې توغندی راپرېوت، کتابونه او کتاب
والا ټول په وينو سره شول، او د وينو ويالې و بهېدې. ډېر کسان وژل شوي وو،
زه خدای و ساتلم يواځې يوه پښه مې له لاسه ورکړه. زه نه پوهېږم چې هغه دوه
ورونه به ژوندي پاتې شوي وي او که نه، خو له هغې پېښې څه وخت وروسته چې ما
وکولای شول بېرته په روزي پسې دلته راشم او خپل کار و بار له سره پيل کړم،
نه يوازې هغه دوه ورونه، بلکې ډېر نور پخواني کسان مې و نه ليدل.
پخوا مې د خپلې اړتيا وړ کتابونه له « پشتون کتاب فروشی»، « کتاب فروشی
بکاولی» او د پل باغ عمومي د دېواله د سر له همدغو کتاب پلورنځيو څخه
اخيستل.
خو داځل مې نه پښتون کتاب پلورنځی پيداکړ او نه بکاولي. او د پل باغ عمومي
آشنايان مې هم نور نه وو.
يوې غرفې ته ودرېدم او يوه پلورونکې ته مې د خپلې خوښې د کتاب نوم ورکړ.
تېرې تېرې يې راته وکتل. خپله غرفه يې و لټوله خو کتاب يې پيدا نه کړ. و يې
ويل اوس يې نه لرم، سبا که خیر و، درته را به يې وړم. ما ورته و ويل سبا نه
شم کولای، بهر ته الوتنه لرم. خپله څوکۍ يې راته مخ ته کړه ويې ويل ته دلته
کښېنه، زه « جوی شير » ته ځم شايد هلته يې پيدا کړم.
تر څو مې خبره له خولې وته، سړی والوت. زه پاتې شوم او د هغه کتاب پلورنځی
چې ډېر قيمتي نوي او زاړه کتابونه پکې وو. د پيسو صندوقچه، د دوکاندارانو
په ژبه «دخل» يې هم خلاص پرېښود. نيم ساعت وروسته بېرته راغی له مخ څخه يې
د خولو څاڅکي څڅېدل، د سر « ماش و برنج » وېښتان يې په خاورو او گردونو پټ
وو.
په ناهيلۍ يې راته و ويل، و بخښه پيدا مې نه کړ. کاشکې دې وخت درلودی، له
ځمکې و که له آسمانه، سبا مې درته راووړ. ما ورته و ويل خیر دی. بل ځل که
قسمت و، پيدا به يې کړې، خو دا راته و وايه چې، زه او ته خو يو بل سره نه
پېژنو، نو څنگه دې راباندې باور وکړ، ټوله پلورنځی او د پيسو صندوقچه دې
راته پرېښوده او ته ولاړې؟ موسکی شو، و يې ويل: بادار من کابلی استم و آدم
شناس. تمام کتاب هايم قربان سر تان.
مننه مې ترې وکړه. د زاړه کابل د عيارانو او کاکه گانو په هکله لوستلې او
اورېدلې قصې مې د ذهن پر پاڼه بيا انځور شوې. کتاب پلورونکي سره مې خدای
پاماني وکړه، د تېرو خاطرو ځولۍ مې غاړې ته واچوله او خپله لاره مې په مخ
کې و نيوه.
|