يوازې خو نه يم، ستا وير راسره دی
د زړه په کعبه کې، يو پير راسره دی
له مخې مې مات کړل، بُتان د خوديو
له تــانـه راپـاتـې، تـصويـر راسره دی
يـوازې خو نـه يم، ته هم راسره يې
د شنـو روايـاتـو، تـعـبيـر راسره دی
چې غواړم يې نشته، چې شته نه يې غواړم
فـارغ لـه اخـتيـاره، تـقـديـر راســـره دی
نـه تا سره پـايم، نـه تلای شم له تانه
په پښو کې عجيبه، زنځير راسره دی
يو خوب رانه ورک دی، يو خيال رانه ورک دی
يـو درد مې پـه زړه کې اسير راسره دی
نـه لاره راښـيي، نـه « لا » راته وايي
د بخت پر سرير مې، امير راسره دی
له ځان سره گوښی، په مينه يې لولم
د چا د دوه سترگو، نـښـير راسره دی
يوازې خو نه يم، د شپو په برزخ کې
د سـرو څـراغـونـو، بـهـير راسره دی
د مينې باران و، جامې مې لندې شوې
يـو خـوب راسره و، يـو ويـر راسره دی.
|