يو څوک راغی
يو څوک توره شپه کې راغی،
د تاريخ د تورو شپو ويده ټاپو ته
پر اوږو يې تور او سور او شين څادر و،
او پر شونډو يې سرود د څراغونو
سر يې لوړ لکه د لويو غرونو څوکې
زړه يې لوی لکه د لوی وطن، شنې دښتې.
په قدم قدم يې زېری د رڼا د بارانونو،
د ځلانده سهارونو،
د نښترو، د باغونو، شنو غونډيو او د سرو سپينو گلونو.
د وږمو د شنو وزرونو، گلورینو بهارونو.
***
د تاريخ د تورو شپو، تورو شېبو کې
يو ملنگ د رڼايي ځولۍ پر غاړه
د عمرونو د ويدو ټاپو ته راغی،
شپه يې و ويشته د ستورو په گوليو
په ويدو باندې يې و وېشل د سرو شغلو جامونه
د سهر د بڼ گلونه.
***
يو څوک راغی،
چې د تورې تروږمۍ پر لمن ټک وهي پاولي د سرو سپرغيو
چې راپاڅوي په شگو کې نښتي کاروانونه
او له سترگو نه يې پرېمينځي خوبونه، د پېړيو غفلتونه.
يو ملنگ له تروږميو کوڅو راغی
په خندا خندا يې و نيول د زړونو هېوادونه.
يو ملنگ لکه پاچا پر سرير کښېناست
يو ملنگ چې يې د مينې په کشکول کې، گرځولې مرغلرې
تنکۍ هيلې، شنې وږمې، رنگين گلونه، د رزمونو سرې سندرې.
***
يو څوک لاړه د ويدو له گورستانه،
د تلپاتې نوراني ستورو گليون ته
تور او سور او شين څادر ورته په غاړه
د سپېڅلو آرزو گانو درانده غرونه يې په زړه کې
د پېړيو د ويدو د ويښېدلو اميدونه يې په زړه کې
د آرمان له خونړۍ کرښې نه تېر شو،
د رڼا څاڅکي يې و شيندل پر دښتو
او سرود يې د رزمونو ترانه شوه
د حسينو سرو شغلو د پتنگانو،
د رڼا د ښکلي ښار د لارويانو.
*****
۱۲ـ ۷ـ ۲۰۲۴
|