ستـا د راتـلو پــه بـــهــانه مـې خپـل آرمــان وليــکه
مقصد مې ته وې، هسې نوم مې د خپل ځان وليکه
چېرته تعبير د زمانې چېرته زما خوبونه
يو لوی کتاب دی ما يوازې يې عنوان وليکه
په خپل کاږه واږه تصوير مې تسلا و نه شوه
له ځانه واوښتم انځور مې د جانان وليکه
هره شيبه دې راته کېښودله نوې لومه
هره شيبه مې درته نوی امتحان وليکه
تا د ستم د سرو لمبو پاڼې کتاب کړې راته
ما پرې د اوښکو په قلم باندې باران وليکه
دونـيا لــگيا ده د خـيالونو قــصيدې پــخوي
ما مې خپل زړه وليکه، ما مې خپل جهان وليکه
لکه شپېلۍ د جدايۍ له غمه چيغې وهم *
د غم غزل مې پر لوټ شوي نيستان وليکه
کابل
۵ - ۶ – ۲۰۱۸
*بشنو از نی چون حکايت می کند
از جدايي ها شکايت ميکند
مولوی
|