کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

             شعر: رضا محمدی
             ژباړن: طاير ځلاند
 

    

 
انسان مرغه دی

 

 

انسان مرغه دی
چې يې هر طرف ته
زړه وغواړي
خپلو وزرونو باندې
تلی شي هلته
د شامتولو په مثال دی انسان
چې ډلې ډلې يې په ځمکه باندې
لکه د سروې ونه سیوری کوي
لکه طوطي غوندې له ټولې دنيا
يوه پنجره يې غوره کړې ځان ته
لکه کارغه چې د کارغه په خوی دی
لکه بتکه چې په مينه ارزي
لکه د باز چې اسمانو سره خبرې کوي
تر لرې لرې پروازونه کوي
لکه ټپوس
چې په مردارو باندې ژوند تېروي
له مرغۍتوبه
په ورو ورو ترېنه لېوه جوړ شي
انسان وحشي دی
د زمري په څېرې
په دښتو دښتو ګرځي
په ټيټو سترګو ډېر کم کور ته راځي
لکه ګيدړ چې د زمري د پاتې شونو پسې
ګرځي مدام
لکه د لارې د سپي
چې يې زنځير وي د هر چا په لاس کې
لکه باچا د سپیو
چې نورو ډلو کې وي
په يو هډوکي پسې ګرځي دی کوڅه په کوڅه
يوه لوېشت ځای له پاره
د چرمښکۍ په څېرې
د طبيعت د چاپېريال سره په ډول ډول
ګرځي د نورو ښکار کولو پسې
انسان يو ژوی اژدها غوندې دی
په يوې پټې خزانې باندې پروت
له لوږې مري
خو له خپل ځای ځينې خوځېږي چېرته
لکه چينجی غوندې
چې دی له حرصه پرته
په بل څه نه پايېږي
انسان لېوه دی
انسان مرغه دی
انسان حيوان دی
په لنډو ټکو باندې
څو چې ژوندی وي
انسان هر څه دی
...............
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۴۸     سال نــــــــــــــــــوزدهم         جدی/ دلو     ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی         شانزدهم جنـــــــــوری  ۲۰۲۴