کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

             ژباړه: تورپیکی آرین

    

 
نڅاګره، لنډه کیسه
ليکوال: ايشر داس

 

 


باقي خپل کیڼ لاس سترګو ته څپره کړاو په ښي لاس یې تور هوا کې وڅانډه سترګې يې د کوترو په هغه سیل خښې وې چې دا شېبه یې ناببره د شور بازار پر هسک غوټه وهله.
باقي، چې اصل نوم یې عبدالباقي او د کابل د علي رضاخان ګذر اوسیدونکی و.
د کوترو سیل یې د رحیم محمودي رزاق فاني او رحیم ساربان پر کورونو ښکته او پورته شو او د بارانې د ګذر پر لور یې پرواز وکړکوترو تر ډېر لرې واټن پورې د ښکلا نندارې وړاندې کولې چې په دې سره به د باقي په زړه کې ولولې او تلوسې راټوکېدلې، او په دې به ډېر خوشاله کېده چې هغه څه لري ، چې نور خلک یې د لرلو هیله کوي، په پخواني کابل کې د هغه څه لرل چې، نور یې د لرلو هیلې لري له ډېر څه سره برابر وو باقي خپل لاسي ساعت ته وکتل او پام یې شو که چیرې غلفت وکړي نو د محبوبې له دیداره به محروم شي
له ډېرې مودې راهیسې د باقي په خیالونو کې یوه ښکلې، ړنګه بنګه کېده لکه ښکلې شیرازۍ کوتره د هغه د خیالونو پر بام راکوزه شوې وه په خوبونو او خیالونو کې یې یوازې هغه وه د هغې ښکلي لاسونه به لکه د کوترو وزرونه په هوا کې نڅېدل او ده ېه یې ننداره کولههیله یې دا وه چې دا ښکلې کوتره یې پر بام کښبني او دی يې پخپل تور کې را ایثاره کړيپه ساړه اسوېلي یې تور هوا کې وڅانډه او په کوترخونې یې کېښود یو موټی ګدن یې وشیندل او په یوه ځانګړي حرکت سره یې کوترې ښکته کېدو ته راوبللې کوترې په خورا ښکلا پر بام راکوزې شوې او د ګدنو په خوړلو اخته شوې ځینو نارینه کوترو د ګدنو دانې په خورا مهربانۍ ښځینه هغو ته وړاندې کولې او غومبورونه یې ورته وهل هغه په خورا مهربانۍ کوترې، کوترخونې ته سیخې کړې او ویې ویل:«ژر! هله ژر! چې ناوخته نشي کنه نو د یار له دیداره به بې برخې شم» کله چې یې زړه د کوترو له ځای پر ځای کېدو ټول شونو په ځان یې ګوتې ووهلې او له کوره ووت.
لمر ورو ورو د آسمایي غره تر شا پټېده، یو ځل یې وانګېرله چې ناوخته به ورسیږي نو ویې غوښتل چې بګۍ کې سپور شي خو بګۍ چلوونکي په دې ورسره و نه منله چې ماښامی دی او منډوي کې به ګڼه ګوڼه وي نو بګۍ به ګڼه ګوڼه کې بنده پاتې شي .
باقي ګړندی ګړندی د منډوي په لور روان شو. خوا و شا کسانو ته یې دومره پام نه و، په دې لړ کې څو ځله له نورو کسانو سره اوږه په اوږه شو ، بخښنه یې ترې وغوښته او پرته له دې چې چا سره سترګه په سترګه شي خپله لار یې پسې وغځوله.
محبوبه یې ورته ګرانه وه د هغې جادویي ښایست لیونی کړی و. ځان سره به یې ویل: «ښوونځی مې تر پنځم ټولکي لوستی پنج کتاب مې هم لوستلی خواري او زحمت ګالم او ښه ژوند به ورته برابر کړم څو د هوسبازانو له سترګو خوندي شي».
یو ځل یې د خپل خوب خونه کې د مدهو بالا، وجنتي مالا او ممتاز د انځورونو ترڅنګ د هغې انځور هم لګولی و خو مور یې غوسه شوې وه او ویلي و:« زه نه غواړم چې زما د خونې پر دیوال د نڅاګرې انځور ځړېدلی وي» که څه هم باقي ډېره ننواتې وکړې
«ادې هغه نڅاګره نه، هنرمنده ده» خو مور یې تیاره نه وه چې د زوی ننواتې ومني. ویل یې:«د ګل لالا د زوی په واده کې مې ولیدل چې له والي تر جوالي ټول هغې ته نینې نینې وو، هغه هنرمنده نه، نڅاګره ده».
باقي په خیالونو کې ډوب، مور ته کتل چې خپلې خونې ته ولاړه او د شونډو لاندې یې ویل:« دا بې پدره هرو مرو بیا د منډوي حصنې ته تلل».باقي موسکی شو او ځان سره یې ویل:« ادې زوی دې مین شوی، په یوې نڅاګرې مین شوی».
باقي، سا نیولی د میوند جادې له لارې د منډوي تیایر ته ورسېده، د یوه غټ هندي فلم تابلو چې تېره میاشت تیاتر کې ننداره ته وړاندې شوی و لا هم د تیاتر په ور ځړېدلې وه په تابلو کې دوه سړي یو بل ته مخامخ ولاړ وو او تر شا یې یوه ښځه په هندي جامو کې نڅېدله
باقي په حیرانتیا متوجه شو چې تیاتر ته څېرمه د ټکټ پلورنې غرفه تړلې ده،دا په دې مانا وه چې ټول ټکټونه پلورل شوي دي.
باقي د اسمان په لور کتل او په زړه کې یې دا دعا کوله:«خدایه! ته خو پوهېږې چې مینه ورسره لرم او د هغې دیدار راته د ژوند کولو حوصله او ځواک را بخښي ، د هغې له دیداره مې مه بې برخې کوه!»
شېبه وروسته تیاتر ته څېرمه پر څوکۍ ناست سګرټ پلورونکي خواته ولاړ چې تبنګ کې يې ډول ډول سګرټونه یو د بل تر خوا ایښي وو ، سګرټ پلورونکی پوه و چې باقي د ټکټ په لټه کې دی خو موندلی یې نشي. سګرټ پلورونکي په اشاره باقي وپوهوه چې ټکټونه ورسره شته خو په دو چنده قیمت یې پلوري، باقي له څه ویلو پرته ټکټ وپېره او د تیاتر صالون ته ننوت.
د سالون سرې څوکۍ په بیلابیلو اوږدو کتارونو کې په نیمه دايروي شکل یو د بل تر شا ایښودل شوې وې، هر کتار ځانته ځانګړي خلک لرل،د تیاتر صحنې ته نږدې کړیو کې لوکس کسان ناست وو او په لرې کړیو کې بیا د ده په شیان نارینه ناست و تل همداسې و، یوې پوړۍ به له بلې خپل کتار بیل کړی
و.
سالون له نندارچیانو ډک و، باقي په خورا سختۍ خپله څوکۍ په روستي کتار کې تشه وموندله او هلته کېناست. د تمثیلي ټوټې برخه تېره ، د موسیقۍ او نڅا برخه پیل شوې وه.
میرمن قمرګلې زرغونې جامې اغوستې وې ویښتان یې لکه د ګلو ګېډې داسې جوړ کړي وو.تر خوا یې دوې ښکلې نازک بدنه نجونې نڅېدلې او دې په خورا مینه دا سندره ویله: «رو رو کېږده قدمونه اشنا/شرنګ د پایزیب دې عالمونه خبروینه اشنا/ رو رو کېږده قدمونه اشنا».
نندارچیانو د لاسونو په پړکا سره بدرګه کوله.
وروسته د ماري مهتاب وار شو.د ماري مهتاب یوه سترګه ژوبله شوې وه نو هغه ژوبله سترګه به یې تل مدام په اوربل کې پټوله او لکه دوه شپنۍ سپوږمۍ ليدونکو ته به يې په يو اړخ کتل. ماري جانې ډېر ښکل غږ درلود چې د زړونو تر تله یې اغیز پرېباسته. درېيو نجونې چې رنګارنګ جامې یې اغوستې وې د ماري جان د دې سندرې « ګل سنجد خبر روی یاری/ مرا کشته غمی آبروی یاری» له سُر و لی سره په همغږۍ کې نڅېدلې.
د وروستیو کتارونو ځینو نندارچیانو ګډ وډې خبرې کولې او د اصلي هنرمندې د راتګ هیله یې کوله .
د میرمن ماري د سندرې په پای کې د خپرونې ویاند د لسو دقیقو تفریح اعلان کړه.
تفریح ته لږې شېبې پاتې وې چې اصلي هنرمنده له دریېو ښکلیو نجونو سره دفتر ته راغله.د تیاتر له امر نیولی تر پهلوان سخي پورې چې د نڅاګرو نجونو مسولیت ور تر غاړې و، ټولو ورسره خورا مهربانه چلند درلود. د بدن عطرو یې د دفتر فضا پسرلنۍ کړې وه، دفتر لا ډېر روښانه او لمرین ښکارېده
هغې غلام سخي ته مخ واړوه او ویې ویل: «څو ځله مې ویلي دي چې په اونۍ کې تر یوه ځل زیاتې د نڅا خپرونې راته مه جوړوئ ستومانه کوي مې» هغې د تیاتر امر ته مخ واړوه او خبرې یې پسې وغځولې
«تېره اونۍ د والي صاحب د زوی په واده کې ښه ګڼه ګوڼه وه، والي مست او خوشاله و. ورته و مې ویل د امنیې قوماندان او د سمت مامور کله کله مزاحمت راته کوي، ژمنه یې وکړه چې د هیچا په کیسه کې مه کیږئ، سپینه مامدینه مې ورته وویل چې موږ هنرمندانې یوو، فاحشې نه!
یو دوه ځله مې غاښونه ورته وچیچل لږ پاتې و چې بېسده شي».
وروسته له خپل ځایه پورته شوه ،د تياتر امر او پهلوان سخي سره یې د تیاتر د پردې له شا نندارچيان او کتارونه له نظره تېر کل، د تیاتر امر ورته په ډاګه کړه «دوې اونۍ دې خپرونه نه لرله، خو نن شپه مو چې ستا د خپرونې اعلان وکړ نو د پښو ایښودلو ځای نشته، نندارچیان ستا د لیدو په تمه په دوه پښو ولاړ دي». هغه خبره پسې اوږده کړه«د سمت نوی مقرر شوی مامور هم نن شپه راغلی، ته خو وګوره د لومړي کتار په منځنۍ برخه کې ناست دی، هغې سالون مازې له نظره تېر کړ او ویې ویل:«خبردار که دا خیټور زموږ خواته راشي او کومه تمه ولري» پهلوان سخي چې خورا واخطا شوی و په بیړه يې وویل:« بیغمه اوسه! تا سره څوک کار نلري، نرګس مې پوه کړې چې یو څه خاطر یې وکړي، نوی مقرر شوی مامور دی ښه مو پرې کیږي.»
هنرمندې وویل: « زه به ژر ځان تیار کړم، تاسو تر هغو د ساز ډله سټیج ته ولېږئ.»
تفریح خلاصه شوې وه، پینځه دقیقې لا تېرې هم وې. نندارچیان په ډېر شوق او تلوسې د هغې د لیدو په تمه وو، د خپرونې د چلوونکي په سپارښتنه د سټيج څراغونه بیخي پیکه کړای شول، ساز غږوونکي په ځانګړي ځای کې ځای پر ځای شوي وو، د سټيج رڼا دومره تته کړای شوه چې لیدونکو د سټيج د سر حرکات په سمه توګه نشوای لیدلی. نڅاګرې نجونې د سټیج په سر را چمبه شوې.
د خرابات د ګذر دلربا غږوونکي، غلام نبي د یوه آلاپ په غږولو سره، د هنرمندانو د راتګ اعلان وکړ، د کوهدامن د سیمې رباب غږوونکي ظاهر جان، رباب کې یوه لنډه نغمه وغږوله، عبدال پغماني ډول نازوه، خو غږولی یې لا نه و، چې وروسته د کارګردان په اشارې د رباب او دلربا له نغمې سره مل شو او نندارچیانو ته یې یوه مسته سندره ډالۍ کړه.
په دې لړ کې د سټيج رڼا ورو ورو په ډېرېدو شوه. شپږ نجونې چې ماشي رنګه پنجابي جامې یې پر تن وې، سرونه یې ځوړند لکه د ګلو غوټې داسې ناستې، او ورو ورو خوځېدلې. لیدونکو په خورا چوپتیا د غوټۍ د غوړېدو ننداره کوله.
د نجونو له مینځه، یوه دنګه نجلۍ غلې غلې راپورته شوه، بنفش رنګه پنجابي جامې یې اغوستې وې، نندارچیانو ته یې شا وه، ښکلی مخ یې په ګاړګوتی ویښتانو پټ و. همدا چې دنګه ودرېده،ښي لاس په ملا کېښود، کیڼ لاس یې تاو او اسمان خواته پورته کړ....
د سټيج رڼا لا پسې روښانه شوه، ټول وپوهېدل چې غوټۍ ده، هغه غوټۍ چې دا دوې اونۍ نه وه د باقي او نورو مینوالو له سترګو یې خوب تښتولی و.
غوټۍ، کوناټي لږ وخوځول او پرته له دې چې مخ واړوي په یوه اړخ یې لیدونکو ته وکتل. ننداچیانو هره یوه پخپل ذوق ستایله، غوټۍ له نورو نجونو سره یوځای راتاوه شوه، د ګونګرو شرنګ یې تر اووم اسمانه رسیده او د لیدونکو په زړونو کې یې د مینې ولولې راپارولې.
په دویم ځل راتاوېدو کې يې ښکلی مخ لیدونکو ته را لوڅ کړ،بلورین تییونه یې وښورول، سترګې یې ښکته او پورته کړې. ښکلا یې د میینو زړونه تښتول. د غوټۍ د مخ سپینوالي ته شیدې پیکه وې، سپین بخملي لاسونه یې تر وریښمو لا پاسته وو.
د سمت مامور چې په لومړي ځل د غوټۍ د ښایست ننداره کوله، ټول بدن یې په جوش راغلی و، د خلکو له شرمه یې کیڼه پښه په ښي هغې راواړوله او خپله شرمګاه یې په خولۍ وپوښله.
کاکه ابراهیم ټیکه دار او چادري پلورونکی، شیر دواړه په لومړي کتار کې ناست او له دوو نجونو سره خوله په خوله وو، شیر له خپل ځایه راپورته شو، یو بنډل لسګوني یې جیب نه را وویستل، په خندا یې د غوټۍ پښو ته وشیندل، خو هغې یې هیڅ پروا و نه کړه،ځینو نورو نندارچیانو هم «غوټۍ جانې قربان دې شم» نارو سره د پیسو بنډلونه را وویستل او د غوټۍ پښتو ته یې ډالۍ کړل،د پهلوان سخي کسانو د پیسو راتولو مسولیت درلود او په ورته وخت کې یې دې ته هم پام و چې څوک سټيج ته پورته نه شي.
شیر غزنوي چې ملکوتي غږ، دنګه زړه راښکوونکې ځواني یې لارله، او له ډېرې مودې راهیسي د غوټۍ د دیدن تږی و، د سندرې لی یې واړوه او دا سندره یې سُر کړه:«امشب دل من بهار خواهد،سبزه،ګل ها، شبنم» د سندرې له مستي سره، د غوټي او نورو نجونو نڅا هم لا مسته شوه ، د اناري تیونو او کوناټیو خوځول، لیدونکي لا نور پسې مست کړل.
باقي،د غوټۍ او شیرغزنوي سترګه په سترګه کېدل وليدل،بدن یې ولړزيده، ګمان یې وکړ چې شیر غزنوي له ډېر پخوا خپل تور غوړولی او غوټۍ به سمدستي ښکار کړي.
سوړ اسوېلی یې وکېښ! څوک له شیرغزنوي سره، چې غږ یې د ورېښم په شان پوست او د تورې په څېر غوڅونکی و، د سیالۍ جوګه و.
باقي په ځان لعنت وویل او له خپل ځایه پورته شو، په ډېرې خوارۍ یې ځان د سټیج مخ ته ورساوه، زړه کې یې ویل چې غوټۍ به یې خبره ومني، د مینې ډکې سترګې به ور واړوي او د مینې اړیکه به یې وغوړیږي، غوټۍ پښې ورو ورو خوځولې، باقي له جیب نه سور ګلاب را وویست او د هغې پښو ته یې کېښود نڅا کې مسته غوټۍ ناڅاپه غلې شوه.
په ملا کږه شوه او ګل یې په خورا ښکلا راپورته کړ. سور ګل یې بوی او بیا یې هوا کې وښورو. سترګو لاندې یې باقي ته وکتل او مسکۍ شوه. ګل یې په نڅا نڅا ویې وړ او د شیر غزنوي په زنګون یې کېښود.
د نندارچیانو شور او زوږ زور واخیست، د نڅاګرې دې حرکت ټول لا نور هم پسې مست کړل، لکه چا چې د خپل د ژوند تر ټولو ستر راز د سټیچ پر سر بربنډ کړی وي.
باقي په شته شور او زوږ کې ځان پټ کړ.
خپل ځای ته ولاړ او د ژبې لاندې یې وویل: هی هی سرې شیرازۍ کوترې!

پای

.
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۴۲       سال نــــــــــــــــــوزدهم        میزان/عقرب     ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی   شانزدهم اکتوبر ۲۰۲۳