زړه شړلې يم له كوره اورمې بل دى په كاله كې
لږ مې پريږده چې ويده شم ستا دزلفوپه ځنګله كې
سترګې ستا سترګو كې لامبي ملامت راباندى مكړه
تنده كله ماته شوې دكبانو په وياله كې؟
ما دمات زړه له هر شرنګه دشنو چيغو مالت جوړ كړ
نه دى نوم وځي له زړه نه، نه مې شپه كوي په خوله كې
دسينې پر باغ دې تلم ستا دګريوان قراول تم كړم
اوس نو پرې چې مې زيندۍ كړي ستا دغاړې اميله كې
چې په پټه دې خوله راكړه تا په خپلو لاسو غل كړم
نن سترۍ وي سبا درمند روږده داسې كوي غله كې
١٣٧٢ / ۴ / ٣
كابل
|