کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

               اكبر كرگر

    

 
موږ، زمان او روښانفکر

 

 

 

موږ له مناسباتو سره پيچلي ټولنه لرو. کله ناکله دتاريخ په اوږدو کې داسې اژدهاوې لكه لوياتان (اسطوروي قهرمان ) په دې ټولنه کې دځمکې له تل نه را بهر کيږي چې د دې قلمرو ټولې شتمني له ستوني تيروي  اويا يي په کنډوالو بدلوي .

خو له ټولو ناخوالو سره سره که موږ دا اژدهاوې  چې په سترگو يې وينو  چې زموږ د  افغاني ټولني ، په مادي اومعنوي قلمرو  لاسبري دي. له يو موهبت نه هم سترگې نه شو پټولى .دا موهبت ارام بشري انساني وجدان او خبرتيا ده .

اصلي خبرې ته را ځو اوله سرېزې تيريږو . دروښانفکر په کليمه تمرکز کوو. اصلا د روښانفکر.مفهوم چې اوس له بده مرغه په پښتوکې يې  کله داسې دسخت تلفظ (روڼ اند)  چې نوې او نا اشنا بريښي  لوستونكي کندي ته ورغوځاوري . اوياداسي نور عربي اشکال  لکه منورالفکر اونور او داسې نور....چې له سړي لاره ورکوي .

په هر حال روښانفکر دانتلکچول اصلي ژباړه هم نه ده . په دې هم نيوکې شته خو اوس رواج شوې ده .«له پيښي تيښته نه شته .»

روښانفکري يا ازاد فکري په اروپاکې دمسيحي کاتوليک په وړاندې اود انکيزيسيون په مقابل کې يو را پورته شوۍ بهير و .جيوردانو برونو دخپلې ازاد فکرۍ قرباني او ژوندي يې په اور کې وسوځول شو ..

گاليله په سزا محکوم شو . هغه هم د دې له پاره  چې خپل باور يې ښکاره كړ  چې ځمکه دلمر په مدارڅرخي. يا په ۱۳ م پيړى کې دفرانسي په جنوب کې دمذهبي جنگونو په لړ کې  چې ديرش کاله اوسل کاله وخت يې ونيو په زرگونه اومليونونه انسانان په كې دمرگ ميلمانه شول . دا جنگونه دمذهبي فرقو ترمنځ واقع وو. له هغه وروسته دلورتر اوژان کالوين پاڅونونه را پورته شول . دپاپ داقتدار  د کمښت له پاره دا بهير تردې حده پر مخ ولاړ  چې خبره يې ارتداد  ته ووتله . دپاپ اوکليسا دظلم استبداد په وړاندې دباخبره اوبا وجدانه کسانو پاڅونونه وو.

«خو روښانفکر يعنې څه ؟ هر هغه څوک  چې دخپل وس په اندازه دتفکر وس ولري. په معاصر مفهوم سره انسان کله  چې دقضا اوتقدير له بنده ازاد شو اودخپل ژوند جلب يې په خپل لاس کې واخيست  اودخپلو همنوعو ته يا  دانسان گټه يې غږ پورته كړ ، روښانفکري داېرې ته داخل شو . »

زموږ په هيواد کې روښانفکري کړۍ دشلمې پيړۍ په سر کې را وټوکيدې ، هغوي  چې سواد درلود دسراج الاخبار او دحبيبي ليسي په شاوخوا راټول ول . دهيواد سره مينه ،دخپلواکې سره عشق  اودملي يو والي تاءمين يې اساسي غوښتني وي ،همدارنگه په هيواد کې دنسبتا عادلانه  اودسپوتيزم ضد نظام جوړول يې موخه وه. خو هغه مهال اوتر ډيرو كلونو پوري دروښانفكر كليمه نه كاريدله . بلكې دشلمي پيړې په نيمايي كې  دا گړنه او مفهوم وكارول شو . تر زياته حده دروسي ادبياتو اغيز وو،  چې هغو هم له فرانسوي او انگليسي ادب نه اخيستي و.

خو لومړي يادې کوچني حلقي  چې دروښانفكرانو  گړنه ورته نه كاريدله  اومشروطه غوښتونكو ياديدل ،وکړاۍ شول په خپلو هڅو بريالي شي . دري اساسي دندي يې ترسره کړي .

۱-په خپل فکري اوفرهنگي فعاليت کې يې دخبرو اترو اودبحث زمينه برابره کړه . خبري اترې يې نورې هم ژورې  اودقيقي کړي . وې کړاۍ شول دخپلو امکاناتو لمنه وغځوي .

۲- په ټولنيز ژوند کې دمطرح مسايلو يعني مشروطيت ،قانون اوعدالت  اودهيواد استقلال اوملي خپلواکى گټل ،دقدرت جوړښت اورغاونه اونور ،مسايل را منځ ته كړي او په هوښياري سره په دې لار كې مبارزه وكړي .

۳- دهمدي بحثونو اوخبرو اترو ځانگړې كړۍ  دنورو مروجه بحثونو سره وتړلې نوې كرۍ  يې پيدا کړل استدلالونه او نتايج اوبحثونو ته ورسېدل .

لکه څنگه  چې دهرې روښانفکري كړۍ  اوډلې اساسي خصلت بايد په نقادانه عمل ولاړ وي دوۍ هم دا کار وکړ . بله داچې دوۍ په پوره زړورتيا سره خپلې غوښتنې مطرح کړې  ويلاړ اواراده يې پياوړې کړه .

دوۍ  چې زياتره يې له دوديزو مدارسو را وتليه وو خو دمستبدو مذهبي  ځواکونو  سره جدي مخالف ول ،كوم   چې دازادې اوپرمختگ مخه يې نيوله .دوۍ دهر ډول تبعيض ،نزاد پالني، قوم پرستي، ژبني اوقومي توپير سره جدي مخالف ول . کله  چې د دغه کړيو لست اوشخصيتونه گورو وينو  چې دهيواد دهر مليت اوقوم اوژبي استازي په کې موجود و  .

ټولنه  اواقتصادي ټولنيز پرمختگ  اوروښانفکري سنت

که په تاريخي لحاظ ډير شاته ولاړ نه شو  اودافغانستان دجوړېدو له نيټي  چې لومړي دوديز دولت احمد شاه دراني ايجاد کړ يوازې داحمد شاه دراني له حاکميت وروسته په هيواد کې دقدرت پر سر جگړې پيل شوي دي . کله  چې انگريزانو دهند دلويي وچې له لارې  افغانستان ته را ننوتل دهيواد ډېر وروسته پاتي اقتصادي -ټولنيز او فرهنگي پرمختگ له انقطاع سره مخامخ شو . مرکزي دولتونه څو واري له منځه تللي کورني جگړې پيل شوي  اوتر هغه  چې امير عبدالرحمان خان دويم وار له بخارا راوتښتيد  اود „ازبکيه فرقي په مرسته يې کابل ونيو.دهغه مهال  د نسبتا عصري دولت(!) دايجاد له پاره يې کار پيل کړ . دنسبتا عصري مرکزي دولت څخه هدف داوو  چې د دولت درې گوني ارکان يعني دپوځ دجوړيدل  ، دمالياتو دسيستم فعاليدل اورامنځ ته کيدل ،  اوبيروکراسي يا دفترداري چاري دشلو کلونو په دوره کې بشپړي شوي . دقدرت ټول ټاپوگان  چې دنن په څير جوړ شوي وو له منځه ولاړل .  اويو څه هم دصنعتي کيدو له پاره  لاره هواره شوه .

دامير حبيب الله خان په وخت کې لومړي اخبار چاپ شو ، ډير ژر بند او سانسور شو څوکاله وروسته سراج الاخبار خپور شو. په دواړو ژبو دري اوپښتويې خپروني کولي. دحبيبي ښوونځي حربي ښوونځي  اوياد اخبار په شاوخوا يو شمير هيواد پاله  او له سواد نه برخمن منورين  را ټول شول . په يادو ښوونځيو كې  چې هندي استادان هم په كې ول  دعصري تعليم پيل وشو .همدې کوچني خو په مانا کې مقتدري ډلې په پوره زړورتيا دقانونيت  اومشروطيت له پاره مبارزه پيل کړه .  چې زيات شمير يې د برحقه غوښتنو  اودملي خپلواکي دلاس ته را وړلو ارمان درلود .خو په وار وار د توپونو خولو ته وتړل شول. زندانونو ته واچول شول  اوپه زندانونو کي په غرب وغوراب کي پريوتل او دسپږو په عذاب اخته شول .

همدا وخت هيواد په اقتصادي لحاظ په ډيره وروسته پاتې دوديزه کرکيله بسيا و . صنعت موجود نه وو.  اونه ورته کار کيده . مارکيت  اوسوداگري ډېره لومړنى وه . لويي لاري موجودي نه وي .له يوه ولايت نه بل ته تگ شپي او ورځي نيولي . لنډه داچې هغه څه  چې ديوه ملت دجوړيدو له پاره اړين و لکه واحده ملي ژبه يا ژبي ،مواصلات ، مارکيت ، توءاميت  داولسونو ترمنځ نژديوالي  سواد اوزده کړه ،ښوونه اوروزنه  يا تعليمي سيستم خبري وسايل لکه اخبار  اونوري خپروني نه وي موجودي ، دا کار د دې سبب وو  چې دهيواد وگړي او قومونه دوحدت په يو واحد ديگ کې جوش ونه خوري .  اوجلا ټاپوگان پاتي شي .

په هيواد کي دمشروطه غورځنگ په را منځ ته کيدو سره سياسي درايت ،پوهه او تفکر دټولنيزواقتصادي پرمختگونو اوحالاتو تر مخه تللي و ، همدا سبب و  چې انقطاع حکومت کاوه .

لومړي  روښانفکران  يا دويم مشروطه پلويان  چې په سراج الاخبار او د حبيبه مدرسې په شا وخوا راټول ول ،دلومړي وار له پاره يې د وطن ،بيداري ،ملت  اونور مفاهيم عام کړل.همدا غورځنگ و  چې دملي خپلواکي دترلاسه کولو له پاره او دامانيه دولت دايجاد لپاره  محرکه قوه شوه . امانيه دولت ديو عصري اومشروطه خواه دولت په توگه دشورا  اوجرگي لاره ونيوه . دعصري تعليماتو  اوښوونځيو دجوړيدو لاره يې غوره کړه . „دگريگوريان تاريخ په دې هکله مفصل مالومات لري . راديو اواخبارونه رامنځ ته شول . خو دمذهبې  ځواکونو  او د تور ذهنه  اودترقي او پرمختگ ضد ځواکونو تل دپرمختگ مخ نيوۍ کاوه. تر هغه  چې دبهرنيانو په شرارت او د کور دننه د قرون وسطايي ځواکونو په مټ پاڅونونه او په هيواد کي شورشونه رامنځ ته شول.

دا جريان دېوې بلې انقطاع دايجاد سبب شو ، دډېرو کلونو له پاره دهيواد پيل شوې اقتصادي ټولنيز اوفرهنگي  څرخ له فعاليته ولويد .مخه يې ډب شوه . دملت جوړوني پروسه له خنډ سره مخامخ شوه .

دامير حبيب الله کلکاني له  سقوط وروسته په ډېر کرار اوبطي ډول دپرمختگ پروسه پيل شوه. خو کوم تړونونه  چې دهيواد دحاکميت  اوله هغه ترمخه دانگليس  له دولت يا برتانوي هند سره شوي وو دهيواد پرمختگ بياهم په ټپه ولاړ و .دهاشم خان استبداد  چې دامير عبدالرحمان  اوحبيب الله په دربار کي را لوي شوي و دتاريخ له حافظي بهر نه دۍ.

بيرته شاته مخ اړوو  اودمشروطه دوري دڅو مشهورو روښانفکرانو دکړنو  اوزړورتيا څو بيلگي را اخلو :

زړور اوپه هيواد اوخلکو مين دهيواد دترقۍ بي کچې زيات ليوال مشروطه غوښتونكي  زموږ دتاريخ ستر وياړونه دي . هغوې دقومونو ترمنځ توپير  اوتعصب نه پيژانده ، دژبو توپير ورسره نه و په دغه ډله کې دبيلابيلو قومونو ايليت کسان  اودمليتونو افراد راټول شوي  اود  واحد افغانستان دازادي له ارمان سره را پورته شوي او مبارزه يې کوله .

يو ستر شخصيت مولوي سرور واصف و ،دمير قاسم خان  دوينا له مخې :

«واصف داسې استاد وو  چې دحبيبيه مدرسې دهغه مثال نه وو ليدلي ، هم عالم و اديب اوشاعر  اوهم څرگند او زړور و. د روښانفکرانو سر لاري و. ډير ظريف  اوخوش طبع انسان . د درې ژبي داستادانو اشعار  اوقصايدو زرگونه بيتونه يې په حافظه کې وو . شوخې ټپې يې هم ويلي . هغه دخپل ورور سعدالله دپلار دکاکا زوې عبدالقيوم خان اوکاکا عبدالرحمان خان سره په شير پور کي بنديان شول  اودوه ورځي وروسته دشير پور په غونډۍ کي توپ ته وتړل شول  .د سعدالله خان اوعبدالقيوم خان سره يو ځاۍ اعدام شو . » (مشروطيت ۳۸)

په ۱۳۲۷ قمري هجري کال مولوي محمد سرور خان دمشروطه نهضت پياوړۍ مشر دخپل ميلمستون په باغ کې په يوه کوټه کې غونډه جوړه کړې وه هلته زيات مشروطه غوښتونکي را ټول وو . هغوي په گډه يوه عريضه ترتيب کړه  چې په لنډ ډول دپادشاه پام  دې ته را واړوي  چې دحکومت چاري دمشروطه قوانينو په اساس عياري کړي  اوله خپل سره احکامو مخه ونيسي . دا عريضه پروفيسور غلام محمد ميمنگي له خوا جلال اباد ته يو وړل شوه .سره له دې  چې پادشاه په لومړي سر کې مشروطه غوښتونکي دومره بد نه گڼل خو جواسيسو اوچاپلوسو کسانو ورته هوا ورکړه . څلور تنه يې همالته اعدام کړل . دا ځوانان لعل محمد خان غلام بچه جوهر شاه غلام بچه  ، محمد عثمان خان پرواني  اومحمد ايوب خان پوپلزايي و. امير ترمخه  چې داعدام حکم صادر کړي هغه دوه غلام بچه گان را وغوښتل  او ورته يې وويل : ولي مو دعزت او نعمتونو په وړاندې نمک حرامي وکړه . يو زړور ځوان جوهر شاه غوربندي  دوېرې اوډار پرته دحکومتي مقاماتو  اود دولت دظلمونو يوپه يوه يادونه وکړه  بيا يې دواړه ځوانان هملته په تومانچه ووژل . دا شعر هغه مهال دځوانانو دژبې ورد و :

به ملک جم ندهم مصرع نظيري را +هر انکه کشته نشد از قبيله ء ما نيست .

پروفيسور غلام محمد خان ميمنگي ديوې مشهور ازبک کورني څخه و  چې داول مشروطيت له ارکانو څخه گڼل کيده هنرمند  اومتفکر شخصيت و ، ترقي غوښتونکي  اود امير عبدالرحمان له کورنۍ سره يې خپلوي هم درلوده . وايي کله  چې دمشروطه غوښتونکو عريضه جلال اباد ته يو ړل شوه هلته له نورو مشروطه غوښتونکوسره بندي اوکابل ته را وړل شو خو دانځور گري له پاره به هره ورځ ارگ ته بيول کيده .

استاد انور بسمل يو بل فعال شخصيت وو. دحبيبي مدرسې ممتاز زده کوونکي ،شاعر ،عالم  اواديب و، دۍ عملا يو صوفي اوعارف شخصيت و ،

ملا فيض محمد کاتب هزاره هم د دې ډلې يو فعال شخص و .جوهر شاه غوربندي (۸۳) يوبل فعال شخص و  چې په همدې ډله کې يې مبارزه کوله .

وايي چې امير حبيب الله خان دلغمان په کله گوش کې دهمدغه شجاع الدوله له خوا ووژل شو . د مشروطه نهضت يو له زړورو اووطنپرستو زلمو څخه عبدالرحمان  خان لودين و چې د«کبريت» تخلص يي کاوه . هغه له کوچنيوالي دخپل پلار په سيوري کې  چې کاکا سيد احمد خان نوميده اودلومړيو مشروطه غوښتونکو څخه و را لوي شوي و .همدا شخصيت  و  چې په شور بازار کې يې دامير حبيب الله خان په موټر ډزي وکړي  اودمرحوم عبدالهادي داوي سره يو ځاۍ بندي شو .داعدام حکم پري شوي و خو کله  چې امير حبيب الله ووژل شو  نو له اعدام نه بچ شو .

کبريت هغه شخصيت و چې دپغمان په لويه جرگه کې يې (۱۹۲۴  او ۱۹۲۸ دخلکو دغوښتنو استازې توب کاوه .  اوهمدارنگه دقصر ستور په غونډه کې يې کله  چې امان الله خان ځيني افراطي ريفورمونه اعلان کړل ځان يې انقلابي پادشاه وباله ،کبريت وويل :

«اعليحضرت ځان انقلابي پادشاه بولي نو هيله ده  چې انقلاب د دولت په دستگاه کې را ولي.لس کاله کيږي  چې اعليحضرت دصدارت عظمي دنده شخصا پخپله پر مخ وړي په داسې حال کې  چې انقلاب د دې غوښتنه کوي  چې يو بل مسوول شخص دصدراعظم په توگه وټاکي  چې خلکو ته مسوول وي . عبدالرحمان لودين اوعبدالهادي داوي دواړو ويل  چې موږ د ښځو دنقاب درفع پلويان يو خو په دې موقع کې نه  چې دانگليس دسايس په افغانستان کې زيات دي . له همدې نه ځيني هم دسيسه جوړوي ،

عبدالرحمان دپښتو اوفارسي ژبو ليکوال  په فارسي شاعر و دفاسدو کسانو په باب وايي :

هريک نشسته است به زين انچنان تلک

کش نيست غم زملت وپروايش از ملک

با صد غرور وکبر همي تازد اسپ دک

کس نيست تا به سينه ء ايشان کند شليک

خوب اۍ خران چريد که تا چاغتر شويد !

بايد يوه يادونه وکړو  چې په دې ليکنه کې زموږ هدف دروشنفکري تاريخ دتکرار هڅه نه ده ،  اونه تکرار ته اړه شته . خو ددې يادونه اودځينو شخصيتونو يادونه  په واقعيت کې ديو سنت يادونه ده .  دا د دې خبري يادونه هم ده  چې دهيواد دگټو اوازادي په اړوند دبيلابيلو قومونو اومليتونو« ايليت» عناصرو ورته دريځ درلود . په نادرشاهي دور کي هم موږ گورو  چې همدا سنت پالل کيږي .  دسردار هاشم خان دصدارت  اواستبداد په وخت هم  داستعمار سره دنه پخلا کيدونکو عناصرو څخه زندانونه ډک و، مرحوم هاشم زماني په خپلو خاطراتو کې ليکي :

« د دغو وطنپالو ازادي غوښتونکو نومونه دادي : بابا عبدالعزيز الکوزي ،  چې يو اويا کلن سړي و، عمر خان چي اصلا دهرات و په جرمني کې يې دټوکرانو درنگولو دفابريکو په باره کې تعليم کړي و ، سرور جويا ،غلام نبي خان هزاره ،  چې په چپه شاخ فرقه مشر مشهور و ، کاکا علي خان ،برات علي خان ،کاکا امين جان ، ترک افندي ، وکيل سعدالدين ،عبدالغفار  چې په سرحد دار يې شهرت درلود ، عبدالغفور : د غازي امان الله خان سلماني و  اونور بنديان . » ۱۹مخ

دخاطراتو مولف ليکي  چي د بابا عبدالعزيز جرم دا وو  چې په يوه جوړه شوي لويه جرگه کې يې په ډيرو شديد و الفاظو د انگليس سره دوسلو د پيرودلو دتړون مخالفت کړي و .هغه وکيلانو ته په خطاب کي وويل :

دافغانستان خلک اوملت هيڅکله دا نه غواړي  چې د برتانيي له دولت سره دي د دوستې يا دوسلي اخيستلو قرارداد وکړي .دافغانستان ټول خلک دانگريزانو نه ډېرې زياتي بدې خاطري لري .  اوهغوي خپل دوښمنان گڼي . اوس دافغانانو وطن يو ازاد  او خپل واک وطن دۍ  چې دهيڅ اجنبي وطن تر تاثير لاندي نه شي راتلي . بابا عبدالعزيز په همدي جرم ددهمزنگ په قلعه جديد کې پنځلس کاله بنديتوب تير کړ .

لنډه داچې  دافغانستان دځمکي تماميت ، دخپلواکي ، واحد هيواد  اودورونو قومونو موجوديت په اصيل روښانفکري غورځنگ کي بې بديله سالاران درلودل  چې له هيواد پرته يې په بل څه فکر نه کاوه .

 اوسني زمان :

اوسني دوران  زموږ دهيواد يو ه ډله روښانفکران  دکافکا دگريگور سامسا په څير مسخ شوي دي . البته ديو شمير په خپل وطن اوارزښتونو او خلاص ذهنه کسان مستثنى دي خو هغوي  چې دروښانفکري دعوه کوي  تر زياته حده دقومي ژبني  ښاري  او ان مذهبي تعصباتو په خوسا ډنډ کي لامبو وهي . دې  کار دوه لاملونه لرل.

يو دا چي گويا فکر کوي  چې تير رژيمونه مستبد او دنورو قومونو حق يې تر پښو لاندې کړي دې . دا ليد يوازې هغه مهال ناسم ثابتيږي  چې کله دټولني تېر تاريخ ته دتعصب له عينکو ونه کتل شي  بلکي په مجموع کي له يو طبقاتي دريځ نه وکتل شي . په دي مانا که يو زمامدار پښتون و ، نو دپښتنو قبايلو ژوند څه تر لاسه کړل ؟ ايا په کتلوي ډول بې سواده اوناليک لوستي پاتي نه شول؟ ايا په خپلو منځو کې په تفرقو اوجنگونو کي ښکيل نه شول؟  ايا دشينوار نه کله منارونه جوړ نه شول؟ .  ايا دپکتيا اولسونه داوږدو کلونو  له پاره له ښوونځي بې برخي پاتي نه شول؟ . همدا کار له هزاره وو سره هم شوۍ دۍ . له تاجيکو سره هم ايماقو ، ازبکو اوترکمنو سره هم شوۍ دۍ .

خو بل عامل يې دادۍ  چې ددې له پاره  چې دورونو قومونو اومليتونو (ځان خبري) اوملي معرفت سطحه لوړه شي ، له همدې ټپونو څخه دوښمن گټه اخلي  اوهمدا دردونه ورته عنوان کوي .  دجلا والي او دقومونو سره دکرکي  اور ته پکي وهي .

ځيني دمسايلو ژورو ته نه گوري د  چړي  اوټوک خور کس ژبي ته گوري، خو په واقعيت کي همدا چړ ماران دپښتنو دازادي پرمختگ ، ترقي په وړاندي دسيسه ده .خطرناکه دسيسه  چې وروسته به لا روښانه شي .

څيني تپوسونه را ولاړيږي . دوه ډلې  چړ ماران پښرتانه بولي . يو خپله چړيان  اوبل هغه كسان  چې نيابتي دنده لري :

لومړۍ ډله ددې له پاره دا كار كوي  چې دپښتنو پر ضد دنورو اولسونو كركه اونفرت زيات كړي .  اودا پاكستاني نسخه ده  دهيواد دپاشلو  او دوښمنيو دجوړيدو او هغي ته دپكې وهلو له پاره . البته په دې باب ډير مسايل شته  چې په دې ليكنه كې نه  ځاييږي .

دويمه دا چې ځيني دنورو په نيابت دا كار كوي . پښتون رښتيني روښانفكر هيكله په دې باور نه دى . واقعي روښانفكر ته :په مشهوره اصطلاح  تبعيض رنگ وبو برايشان حرام است .

 

اكبر كرگر

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۲۶    سال هــــــــــژدهم            دلـــو/حوت         ۱۴۰۱    هجری  خورشیدی         شانزدهم  فبوری 2023