کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

               اکبر کرگر

    

 
پښتو ټپه که دمظلوم  انسان  داعتراض کړيکه !

 

 

موږ دخپل لرغوني فرهنگ دعوه کوو، خو لا په دې نه يو توانيدلي  چې ددې بډاى فرهنگ ارزښتمن عناصر دنويو ټولنيزو پوهنو داحکامو او اصولو په رڼا کې په ډاگه کړو . يو له هغو سوغاتونو  چې پښتانه يي دخپل فرهنگ په ځولۍ کې لري  هغه ټپه يا لنډۍ ده . لنډي دپښتون اولس دطبيعي ژوند او  دهغه له روان سره اړيکه لري . په دې مانا که له يوې خوا دطبعيت سره دمخامخ کيدو په لړ کې په لنډيوکي خپل تاءثر بيانوي نو له بلې خوا ديو ژوندي موجود په توگه  چې په زمان اومکان  اوراتلونکي فکر کولي شي له ماضي نه خپل تاءثر بيانولي شي ،خپل دروني تاءثرات  هم بهر په يو قالب کې يا دلنډيو په قالب کې بهر ته راباسلي  شي  چې په دې ډول  ټپه  دانسان دپيام وړاندې کولو له پاره غوره وسيله ده.

دپښتو لنډيو په اړوند يو سطحي چلند له دې امله و ، چې دليک لوست اومطبوعاتو په خپريدو سره زياترو کسانو اويا ليکوالو ، دلنډيو  عمق اوژوروالي ته پام نه کاوه .  داسې مقالي کښل کيدلې چې سرليكونه به يي و« سترگې په لنډيو كې »،« شونډې  په لنډيو يا زلفي په لنډيوكې » اوداسې  نورو ډولونو به يې  ستاينه كيدله . داسمه ده.په لنډيو کې کيداى شي دهغو استيتيکي عناصرويادونه وشي خو نه په مسخره ډول .   ۔

دتېرې پيړۍ په پنځوسمو کلونو کې خداى بخښلي استادپوهاند  مجروح په يوه سيمينار کې دپښتو لنډيو په اړوند يوه درنه او له نوښت ډكه  مقاله وړاندې کړه .په دې مقاله کې ، څو ټکو ته داعماقو دسايکالوژۍ  اوفلسفې په رڼا کې پاملرنه شوې وه . دلنډيو دمنځ پانگې  له مخې دهغو اصلي ويونکي مشخص  شوي و. دبې سواده اوباسوادو كسانو له خوا  ويل شويو  لنډ يو توپيرونو  ته اشاره شوې وه . دلنډيو داصلي ويونکو يعنې  دمحرومو او ستم لاندې ښځو دمحروميت اودهغو دتحت الشعور د اواز  په توگه څيړل شوې وې .  په هماغه  کلونو کې  نوميالي شاعر سليمان لايق دپښتو ټولنې دزيرې په جريده کې دپښتو لنډيو په باب يوه  لړۍ  پيل کړې وه  چې دسبک اوتحليل له مخې يې زيات نويوالى درلود.دغه مقالې  بيا دپښتنې سندرو په نوې چاپ کې دسريزې په توگه ځاى شوې وه  . 

خداى بخښلې استاد مجروح هم  په دې اړوند خپل کار ته انکشاف ورکړ چې وروسته په فرانسوي ژبه چاپ اوبيا په انگريزې ژبه   د         Song of love and war         تر نامه لاندې چاپ شوى  اثر دى .

دلنډيو په باب  مورفولوجيک اوژبپوهنيز بحث ته اړتيا نشته .  ټپه لنډۍ اومسرۍ  دافغان پښتون پختن اوپټان په څير ديو شعر نومونه دي .  دا دپښتون اولس  اولسي شعري فورم دې چې دفولك هنر پوري اړه لري .بده به نه وي چې  لږڅه په تيوريك لحاظ دفولك هنر بنيادونو ته پام واچوو اوله هغه وروسته  تر يوه حده دټپو داصلي يوونکو د مافي الضمير شننه وکړو .

يو څه دفولک يا اولسي هنر  اوهستونو په باب چې ټپه يې يوه برخه ده :

اولسي هنر دطبعيت اودانسان دسالميت  له مفاهيمو ډك دې . په ټولو اولسې  افسانو اوترانو كې دطبيعت ستاينه دبوټو گياوو،شين  شوبو ،اوبو اوپارچاوونو  او دښكلو منظرو زړه راكښوونكى منظر پروت وي .

۱- اولس چې تل په عملي ژوند كې ښكيل اودطبيعت سره لاس وگريوان دي. زده کړه  كوي چې څرنگه دطبيعت په قهر برى ومومي اوهغه تر خپل كنترول لاندې راولي . په دې اساس ده چې واقعيت پالنه دفولكلور په اساسي محور بدليږي. عاميانه سرودونه ددې له پاره ايجاديږي چې دژونديو اوفعالو خلكو له خوا زمزمه شي. په دې ډول ټپه چې د اولسي هنر يوه عمده برخه ده دعملي ژوندانه له شور نه ډكه  ده.

۲-دفولك هنر دانسان  له هيلو اواميدونو څخه ډك دى .ددغه هنر قهرمانان دفداكارۍ اوايثار له لارې هدف ته رسيږي . دكوډو اوجادو اثار چې دزړې اوسنتي  ټولني بوده تنسته ده په اولسي هنر  كې  ځای شويده. كه انسان خپل منزل مقصود ته ونه رسيږي له يوې بلي لارې خپل جريان پر مخ بيايي. دفولكلور خيال اوتخييل سره له دې چې واقعيت نه لري اويا له واقعيت نه واټن لري ، خو دپيښيدو امكان يې شته . داسمه ده چې ځينې اساطير اوداستانونه دهر دوران دخلكو دغوښتنو نماينده گي كوي اويو ډول  غير واقعي اوخيالي انگيرل كيږي . خو دا دخلكو داختراع په توگه دعيني واقعيت سره تحقق مومي.

۳- دطبعيت تسخير اوايل كول اودتمدن ايجاد دفولك هنر اصلي موضوع ده  دفولك قهرمانان داسې سرشاره لکه پرومته يي ( يوناني اسطوروي قهرمان پرومته ته اشاره ده ، چې له زيوس نه يې اور را پټ کړ انسان ته يې را ووړ بيا محکوم شو )   موجودات دي چې دزيات تلاش او تحمل په ترڅ كې بري ته رسيږي.  په يو ناني اساطيرو كې يې «پرومته» د خلاق انساني قدرت ممثل دى .پروميتوس  انسان ته اور يا رڼا  وركوي اودهغه ژوند بدلوي .

۴-دنويو اقتصادي اوټولنيزو پرمختگونو سره  سره داسې  انگيرل كيږي چى گواكې دفولكلور بنسټ كمزوري كيږي خو له كومه ځايه چې په طبيعت باندې بشپړ برى حاصل شوى نه وي  فولكلور به زيږيږي.

۵-دغه اولسي  هنر ټولنيز  خصلت لري يوازې ديوه فرد مولود نه بلكې داولسونو دپراخو پرگنو دمحصول په توگه وړاندې كيږي  اودوام كوي ،داولسونو دناپايه اوڅپانده سمندر څپو ته لوييږي.

۶- لومړنى يا لرغوني  انسان په  هر څه كې ځان دطبيعت پوري تړلی  بولي  اوله دې امله ده چې طبعيت پالونكی وي،  دطبعيت  سره ډيري افسانې اواسطوري  ايجادې شوي دي چې د«اركي تايپونو»يا زړبيلگو په توگه اوس هم په فولكلور كې شته اودڅيړني اوتحقيق له پاره ناپايه سرچينه اومخزن دى .

په اولسي هنركې -حيواناتو ته ارزښت وركول، لمر اوسپوږمۍ  ته ارزښت وركول ، اور ته ارزښت وركول  مرگ اوژوند ته ارزښت وركول،  هغه څه دي چې زيات دعملي ژوندانه سره تړاو لري اودبدوي انسان اودلومړيو ټولنو دعكس العمل ډگر دی.

ټپه يالنډۍ څنگه ارزولي شو ؟

  ټپه يا لنډۍ داسې شعر ې فورم نه دى چې په نورو ژبو کې کټ مټ  وميندل شي. دا يوازې دپښتو ځانگړنه ده . لکه چې په ټوله نړۍ کې داسې لږ اولسونه شته چې ژبه يې هم ژبه وي اوژبه يې هم دژوند قانون وي .خو پښتو دوه گونې مانا لري چې هم دژوند قانون«کدکس» دى اوهم دژبې نوم دى اودې ځانگړنې پښتو ته يوامتياز وركړى . دغه راز ټپه يې بله ځانگړنه ده چې پښتواو پښتانه له غيرو جلا كوي.  استاد مجروح شهيد ليکي:

« دهر ډول موډل پرته چې سيالي ورسره وشي ، اودهر ډول شعرې صلاحيت  پرته چې درناوى يې وشي په پښتو ژبه کې ددغه عام ادب ويونکو  دغه هستونه له هر ډول کتابونو څخه ډيره ليرې ايجاد کړې ده.په  عمومي توگه هغه کسان چې له ښوونځي اويا پوهنتون څخه محروم و ، هغوى دغه ترکيب. له هر ډول بهرنې نفوذ څخه ليرې  ساتلى دى اوپه بې اختياره ډول يې دغه کار ته دځانگړنو داسې قوت ورکړى چې انعکاس يې   ټول خلک  اوريدلاى شي.» (۱)سندره اومينه مجروح

استاد د همدې ځانگړنو اړوند په يوه بله برخه کي زياتوي :

((سره له دې چې دا يو داسې په زړه پورې حاضر جو ابه ترکيب اوانکشاف يې کړى چې  دخاصو شعري فورمونو سره زياته تنوع او اختلاف لري ،خاص قواعد لري . له سندرو جلا دا ډول شعرونه دامانا نه  لري چې  له ياده وويل شي.  دا ځكه چې ددې  ريم اوريتم ميلوديک ارزښت لري ۔ )) (۱)  ايكس پيج

ټپه  په څرگنده توگه دمحتوى  له پلوه دفارسې  درې اونورو ژبوله شعر سره توپير لري . په لنډيو كې عارفانه عشق اوج نه نيسي .

له بلې خوا  ځينې ساده اوډير ابتدايي اساسي شيان په دوامداره توگه شته .دا سندرې دځمكني عشق اودبشري مينې اغيز دى .انديښنې، خوندونه،لذتونه  په يوه داسې سندره كې چې دطبعيت ستاينه كوي، غرونه، درې ځنگلونه دريابونه سهار اوماښام،شپه اوراكښوونكي فضا  ستايي،داسې سندره چې له جنگ اوغيرت ٬له شرم اومينې دژوند اومړينې څخه تغذيه كيږي.

دميرمنو دکړاو انځور يا د هغوۍ دژوند هېنداره :

په هر حال په دې اصلي اوستر اوډير محبوب شعر كې دښځو فعال حضور موجود دى، كه په بل هر ځاى كې وي هغه دنارينه اشعارو ته الهام وركوي. هغه  دمضمون  دبې شميره سندرو دليكوال په توگه په دې ځاى كې هم خپل موجوديت له ټولو مخلوقاتو اوچت بولي.دشعر دا بڼه  هر وخت دهغه له گډون كوونكي غوښتنه كوي، اودا ټپه ده چې په تحت الفظي مانا (لنډيا لنډۍ  ) مانا وركوي . په حقيقت كې دا يو ډير لنډشعر دى چې له دوه مصرعو له نهو اوديارلسو سيلبونو څخه جوړ شوى دى .دا دخوښيو اوخوشاليو، زيارت ته له تللو، په ټال كې د ځنگلو، دگودر د غاړو،دمړو له جنازو له سره ان دجمعي حافظي سمندر(تحت الشعوري )  ته لاره كوي اوهلته خوندي كيږي ٠ لنډۍ په واقعيت كې دپښتانه  اولس دژوند بهير دى ٠

مشهور شاعر سليمان لايق ليكي :(( دلنډيو مست اوله شوره ډك سيند تل ديوې څپې ځاى بلې ته اودبلې لا بلې ته ورسپاري اوپه دې توگه دلنډيو رنگين گلستان اودهغوۍ دغاړو ( اهنگونو ) مهيجه اونڅوونكې سنفوني له مطلق خزانيدو اووچيدو اوغلې كيدو څخه ساتي ٠))  (  ۲) پښتني سندرې . دعلومو اکاديمي چاپ .درويشت مخ

سر په كږه څنگله كيږده                     مخ مې راستون كړه ښكلوه شينكي خالونه

زما دزړه صدف دې مات كړ               څكه مې وينې په سينه وهي موجونه

اشنا مې وږى را نه لاړو                  ددسترخوان خواته ورځم ژړا راځينه

څو دوطن ياران خبريږي                 دغم سيلاب به په دكن ويشتلى وومه

دانسان روح اوروان د دونيا او انسان يو پيچلي اورنگارنگ انگۍ  ته ورته دې لکه که يو څوک د غرونو منځ کې يو اواز وکړي نو انعکاس يې بيرته اورېده شي . پر دې انگۍ له بيلابيلو زاويو څيړنې اوقضاوتونه کيداى شي . روح هم داسې لکه د دونياوانساني انگازو  له وس نه بهر دکايناتو  اوهستۍ يو ډول نظام دى  چې موږ زيات دهغه په هکله نه پوهيږو .

دلته دا خبره اړينه ده  چې وويل شي ،هغه څه  چې دا هنر پري تمرکز لري او يا د هغه موجود د رواني دونيا هېنداره گرځي دانسان معنوي او اروايي دونيا ده  چې که له يوې خوا دانسان د دروني او قلبي غوښتني دعکس العمل ډول دې او له بلې خوا  دبهرني دونيا اوچاپيريال دناخوالو په وړاندي غبرگون دى . داسمه ده  چې دانسان جسم او فيزيکي اندام دژوند حامل او  وړونکي دي . خو دروح اوروان دونيا د کارل گوستاويونگ د ويناوو له مخې ډېره ستره ده . دانسان تحت الشعور داسې سمندر  ته ورته دى  چې دپيړيو اونسلونو ديادونو او غورځو پرځو اثار په کې خوندي دي . خو کله  چې دانسان په باب خبرې کوو ، يا پښتون انسان په تېره پښتنه پيغله اوميرمن په باب  اودهغو دارزوگانو ، سويو اهونو په باب خبري کوو نو  دد ې هنر اصلي مالکه او يا دچا خبره  الهه يې همداپښتنه ميرمن ده .په داسې ېوه ټولنه کې  چې د «سنت» او  «تشدد »فرهنگ ته تقدس ورکول شوي  او يا د«مقدس جهل »په توگه  پيژندل شوى ، ددې موجود يعني پښتني ميرمني اوپيغلې دزندۍ کولو لامل گرځي . نو هغه يو پټ مقاومت ته لاس اچوي . دا پټ مقاومت له هغه نه هم پياوړي دى  چې دلنډيو په ريتم کې يې را څرگندوي.

دلنډيو په اړوند اړينه ده  چې  تر هر څه لومړی كتيگورايز شي ، په بېلابېلو صنفونو ووېشل شي. د باسواده ويونكو لنډۍ، د نورو وگړو او د ښځو له خوا ويل شوې لنډۍ. په منطقي ډول د لنډيو اصلي نوع او ډول چې زيات طبيعي ځانگړنه لري، جلا شي  ،نو بيا هغه ټپې  چې د كليوالو او محرومو  اوهم له سواده محرومو ښځو له خوا ويل شوي دي خپل ځاى لري . په دې لړ كې موږ په همدغه ټپو کې د ويونکي دتحت الشعور او دهغو دځپل شويو غوښتنو اواز اورېدى شو . د پښتني ښځو محروم قشر يعنې دپښتنې مېرمنې پټ او ناخبرې (نا اگاهانه) اعتراض او بغاوت د لنډيو له محتواى نه رابهر کيږي . د انتحار او سندرې تر سرخط لاندې لولو: 

«د نارينتوب د قانون له مخې د خپل ځان وژل بې غيرتي ده. د اسلام دين يې هم جدا منع كوي. دا ځكه چې هېڅكله پښتون مسلمان نارينه ځان نه وژني، مگر پښتنه ښځه انتحار كوي او دا يوازې سنكتيا ډوله  زهر خوري او يا سيند ته دانگي او په دې ډول د نارينه وو له اصولو سره مخالفت څرگندوي. د دې نارضايت د ښودلو په زړه پورې بڼه سندره او په تېره بيا لنډۍ ده.»

په ټپو يا لنډيو کې د مينې، ننگ، مرگ او نورو مسايلو په باب يادونې کيږي . په دې شعري فورم کې ويونکي په فى البديهه توگه خپل  اعتراض، بغاوت او سركشي جوتوي . په زړه پوري مثالونه يې هم راوړي. په دې اساس ټپه يا لنډۍ يو چوپ  اعتراض دى. د يو سرغړاوي سندره هم ده. د محروم انسان د تحت الشعور اواز هم دى، د هغه حرمان او نوستالژيك غږ هم دى او د ناوړه سننو په وړاندې د ژوند په بيه غږ پورته كول هم دي. 

غبرگونونه :

کله  چې دپښتني ميرمني ټولنيز اوفرهنگي ژوند فکر ته را وړو اوپه ذهن کې پرې ېو اوږود نظر اچوو، وينو :  چې کله لور اوخور پيغله شي په زياترو کليوالو سيمو کي له هغي څوک پوښتنه نه کوي چې له چا سره به ژوند پيلوي . مقابل لوري يعني نارينه کولي شي ديوې متاع په توگه  که دسن او عمر له پلوه زيات توپير هم ولري خو  دډيرو پيسو اوثروت په بدل کې يې خپلوي  اوواده ورسره کوي . سره له دي  چې دسن توپير يې بيخي زيات او ځوانه نجلي بوډا  اوسپين ږيري ته وديږي .

يا د دوه کورنيو په دوښمني کي نجلي په بدو کي ورکول کيږي . يا په ماشومتوب کي ديو چا په نامه کيږي . يا  چې کله کونډه شې دژوندانه دروند پيټي بيا هم دهغې په اوږو ايښودل کيږي . پرته له دې  چې پوښتنه ترې وشي يا خو به ليور ته په نکاح کيږي  اويا به ديو ماشوم په نامه کښينول کيږي . دکونډتون په حالت کي  تر کلونو پوري  چې کونډه وي ان د سر ږمنځولو حق نه لري ،د سينگار اورنگه  جامو اغوستل خو څه کوي . دا يو څو لنډ مثالونه دي  چې وويل شو . دا حالت په مجموع کي يو انسان ورسره  چې دښځي نوم پري دي مخامخ کيږي . ټول درد اوکړا و دهمدغه ښځي ،پيغلي  اوميرمني په روح اوروان تيريږي . دغه وجود نو څه کوي . هغه دڅه ويلو حق اواجازه نه لري . خو کله ناکله  چې وخت يې راشي يا په واده کې يا په ورا کي يا په يوه بله دستوره کي يا ان په مړي کې دستاينو يا مرثييو په توگه يو اواز را ووځي .پرته له دې  چې هغې پرې فکر کړي وې دا اواز دټپو په وجود کي په نا خبري توگه را بهر کيږي .  اوسندره اوهنر ترې جوړيږي . دا ځکه  چې هنر دانسان دهغه پټو مکنوناتو سره سرو کار لري، هنر دانسان دعاطفي او احساس زيږنده ده ، نه دتفکر اوتعقل ، نو کاملن دا دانسان دناخبرې شعور اواز وي .  ددې غبرگونونو يوه بيلگه دموزي خطاب دى .

موزي څه ته وايي :

دموزي کليمه د نه رضايت دڅرگندولو له پاره په ټپه کې ډيره کارول کيږي ،موزي يعني خسيس ، يعني هغه څوک  چې دميړاني او غيرت متره نه لري . لنډه دا چې هغه څوک  چې دميرمني په خوښه نه وي ، دهغي دکردار  اوعمل موافق نه وي. رواني او ذهني تړون ورسره ونه لري  نو په همدې نوم يې يادوي . په ټپو کې دا کليمه زياته ياديږي .

څو لنډۍ: 

موزي په مینه څه پوهېږي

په ګېډه یې موړ که تر سبا کوي خوبونه 

ولې به نه ژاړم عالمه

چې زوړ سړى مې د پالنگ تمه كوينه 

زما په برخه دې كمكى كړ

زه چې كمكى يار لويوم زړه به شمه 

 اويا داچې له ميړه سره ژوند ورته هره شپه عذاب دى 

خاونده بيا دې ماخستن كړ

بيا مې په خوا كې موزيگى كوي خوبونه 

خاونده بيا دې ماخستن كړ

چې ناراضي  كټ ته مې رېږدي اندامونه 

اوله موزيگي نه په سندره كې داسې انتقام اخلي: 

راځه راځه كټ ته راخېژه

كه بازو مات شو موزيگى به يې جوړوينه 

ستا په راتلو موزي قارېږي

زه به خولگۍ په دروازه كې دركومه 

ياددښتونه :

Song s of Love ,Afghan women’s poetry,Love and War))1-

2- لنډۍ  دسليمان لايق سريزه  دعلومو اداديمي چاپ

3- امير حسين اريانپور ٬ جامعه شناسي هنر

 دا هم نوې بيلگه :

ولي به نه ژاړم عالمه      له کابل جان دباروتو بوي را ځينه

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۲۶    سال هــــــــــژدهم            دلـــو/حوات         ۱۴۰۱    هجری  خورشیدی         شانزدهم  فبوری 2023