د اوړي رخصتۍ وې. زه د اتم ټولگي زده کوونکی وم. يوه ورځ مې پلار راته و
ويل، زه د يوه کار لپاره سنگره ته ځم. راځه ته هم راسره لاړ شه. و به گرځې،
سنگر به و وينې. هسې خو هم رخصت يې او کوم کار نه لرې.
په سبا يې د سنگره پر لور وخوځېدو. زموږ له کلي تر سنگره پورې ښايسته ډېره
پلې لاره ده. ماسپښين قضا سنگره ته ورسېدو. هلته مو پر ښايسته خان ماما چې
زما د پلار او نيکه ډېر نږدې او صميمي دوست و، واړول. شپه مو د هغه په دېره
کې وکړه او سبا د هغه ځای يوه بل قومي مشر مېلمانه کړو. د شپې ځنې نور
مشران چې زما له پلار سره يې د دوستۍ اړيکې درلودې، راغلل او د شپې تر
ناوخته د هغوئ بنډار تود و.
سبا، د سهار له لمانځه وروسته مې پلار راته و ويل راځه نن د جمعې ورځ ده،
د« شيخ صاحب د جای» ( شيخ محمد حسين) بازار به درباندې و وينم. د جمعې
لمونځ به هم هلته وکړو او بيا به د کور پر لور وخوځېږو.
د « شيخ صاحب د جای» د جمعې بازار په رښتيا هم نامي بازار و. هسې گڼه گوڼه
پکې وه چې تا به ويل د ټول الينگار، کلمان، کشردکا او نورو سيمو ولسونه
دلته راټول شوي دي.
د جمعې لمونځ چې پای ته ورسېد، د بازار تودوخه او شور و ځوږ لا زيات شو.
کوم شوقي دوکاندار خپله راديو په لوړ آواز غږوله.
نا څاپه مې د راديو له څپو څخه یو خوږ او جادويي غږ واورېد چې ويل یې: زه
انتظار کومه ستا د سترگو ـ ولې پنا شوې ته زما له سترگو. دغه خوږ او جادويي
غږ د قمر گلې بي بي و، چې ما لومړی ځل واورېد. مبالغه نه ده چې و وايم د څو
شيبو لپاره د بازار ټول شور او ځوږ په مطلق سکوت واوښت او يوازې د مېرمن
قمرگلې همدغې خوږې سندرې د خلکو په زړونو او ذهنونو حکومت کاوه.
تر هغه وروسته مې ډېر ځله د مېرمن قمر گلې سندرې واورېدې او خوند مې ترې
واخيست.
يوه ورځ آوازه شوه، چې د « ښورآوې» کلي کې د چا واده دی او قمر گله يې
غوښتې ده.
موږ، د کلي ځوانانو هم په معينه شپه ځان ښوراوې ته ورساوه. گڼه گوڼه له حده
زياته وه. د لغمان له ډېرو سيمو د مېرمن قمر گلې د غږ او هنر مشتاقانو، زړو
او ځوانانو ځانونه را رسولي وو. د شپې تر وروستيو شيبو پورې قمر گلې بي بي
او نورو سندرغاړو په خپلو سندرو د خلکو هنري تنده خړوب کړه او د موسيقي په
ميو يې د دردمنو زړونو ستړيا و مينځله.
د هغې شپې په سبا، د هرجا پر شونډو د قمر گلې بي بي خوږې سندرې زمزمه کېدلې
او تر ټولو زياته دا سندره:
زه انتظار کومه ستا د سترگو ـ ولې پناه شوې ته زما له سترگو.
زموږ کلي کې يوازې زما مشر ورور راديو درلوده. هر کله به چې له راديو څخه د
قمرگلې کومه سندره خپرېدله، زموږ لا لا به راديو د بامبوټۍ پر بام کېښوده
او غږ به يې تر پايه ورته لوړ کړ.
د کلا د لوړو دېوالونو شا ته به کليوال راټول شول او د سندرې تر پايه به
لکه کوډې چې پرې شوې وي، خاموش او بې حرکته ولاړ وو.
قمر گلې بي بي په خپل رياضت او د خپل هنرمند مېړه اروا ښاد محمد دين زاخېل
په مرسته خپل هنر لوړو پوړيو ته ورساوه او د خپل هېواد د خلکو زړونو ته یې
لاره وموندله.
له بده مرغه، دادی له خپل هېواد او خپلو خلکو ډېر لرې يې خپل روح حق ته
وسپاره. سپينه کوتره شوه او د آسمانونو پر لور والوتله.
هغې چې خپل ژوند د موسيقي هنر ته وقف کړی و، او خپل هنر يې خپل هېواد او د
هېواد خلکو ته ډالۍ کړی و، بې له شکه به د خپلو هنر دوستو او هنرپرورو خلکو
په زړونو او ذهنونو کې تر ډېره ژوندۍ پاتې شي او خوږې سندرې به يې تر ډېره،
د افغانستان په غرونو او رغونو کې انگازې وکړي.
روح يې ښاد، ياد يې ژوندی، او غږ یې تلپاتې اوسه.
کورنۍ، عزيزانو او د هنر مينه والو ته يې صبر غواړم.
|