لنډیز:
نورمحمد تره کی د پښتو ژبې حساس او د اجتماعي مضامینو ښه نثر لیکونکی و د
هغه په لیکنو کې طبقاتي نظریات په ډېر وضاحت څرګندیږي د تره کي په
داستانونو کې سوسیالستي ریالیزم ډېر زیات پالل شوی دی.
چې په دې مقاله کې د تره کي له دغه تفکر څخه یادونه شوې ده او د هغه په
داستانونو کې پر سوسیالستي ریالیزم غږیدلې یم.
سریزه: کله چې
ټولنه په طبقاتو ویشل کیږي نو په طبقاتي ټولنو کې هر څه طبقاتي خصلت لري او
په داسې یوې ټولنې کې هر څه د یوې ځانګړې طبقې په چوپړ کې وي او د همغې
طبقې ګټې خوندي کوي نو په دې اساس ویلی شو هغو ټولنو کې چې له اقتصاد نه
نیولی بیا تر فرهنګ پورې هر څه طبقاتي بڼه ولري. ادبیات هم د ټولنې د یوې
برخې په توګه له دې قاعدې څخه جلا نه دي، په داسې ټولنو کې ادبیات هم
طبقاتي رنګ لري او د یوې ځانګړې طبقې په خدمت کې وي، د همغې طبقې په ژبه
غږېږي، د همغو وګړو غږ پورته او ګټې یې ورخوندي کوي. کله چې ادبیات طبقاتي
رنګ لري نو د حاکمې طبقې ادبیات بیل او د محکومې یا زیارکښې او کارګرې طبقې
ادبیات جلا دي.
د هنر او ادبیاتو برخه کې د نړۍ په کچه بیلابیل ادبي مکتبونه او سبکونه
رامینځته شوي چې په هر سبک او مکتب کې بیلابیل آثار پنځول شوي دي، چې له
دغو مکتبونو څخه یو هم ریالیزم دی.
ریالیزم: دا ادبي ښوونځی له
رومانتسیزم نه وروسته په فرانسه کې رامینځته شو. دلته یې لومړی بنسټګر
بالزاک بلل شوی دی.
یاد ادبي مکتب د نولسمې پېړۍ له لومړۍ نیمایي څخه وروسته رواج وموند او د
اروپا د خلکو پاملرنه یې له خیالي او رومانتیکو افکارو څخه د ژوند
واقعیتونو ته واړوله، د دې ادبي مکتب پلویانو د ژوند د ورځینو مسایلو او
پېښو په هکله خبرې کولې او واقعیتونه به یې څنګه چې وو، که ښکلي وو، یا
ناوړه کټ مټ یې په خپلو ادبي آثارو کې بیانول.(۵:۲۰۷)
دا ادبي مکتب بیلابیل ډولونه لري چې ځینې یې دا
دي:
۱ـ ارواپوهنیز ریالیزم ۲ـ انتقادي ریالیزم ۳ـ سوسیالستي ریالیزم ۴ـ کوډګر
ریالیزم
د ریالیزم نومیالي استازي:
په فرانسه کې بالزاک او استاندل، په انګلستان کې چارلز دیکنز او
جیسنګ، امریکا کې ویلیم ډین هوولز، ارنست همینګوی، جان شټاین او ویلیم
فاکنر او په روسیې کې ماکسیم ګورکي، تولستوی او داستایوفسکي په خپلو
ناولونو او لنډو کیسو کې وپاله.(۵:۲۰۷)
سوسیالستي ریالیزم:
څرنګه مو چې یادونه وکړه ریالیزم په څو ډولونو ویشل کیږي چې له
هغو څخه یو هم سوسیالستي ریالیزم دی، سوسیالستي ریالیزم یعنې د کارګرې او
زیارکښې طبقې هنر او ادبیات، د ریالیزم په دې ډول کې تر ډېره بریده طبقاتي
توپیرونه د هنر او ادب په ژبه څیړل کیږي او د ټولنې رښتینې څیره انځوریږي.
هېره دې نه وي چې کله موږ د هنر په اړه خبره کوو نو د هنر په اړه دوه
بیلابیل نظره موجود دي، چې یو یې هنر د هنر لپاره او بل هنر د خلکو
لپاره.په لومړي ډول کې چې هنر د هنر لپاره دی په هغه کې طبقاتي موضوعات نه
مطرح کیږي او هنر له طبقاتو جلا ګڼل کیږي په دې ډول هنر کې یوازې هنري
خواوې او هنري ارزښتونه په پام کې نیول کیږي او د هنري اثر پیغام ته ځانګړې
پاملرنه، نه کیږي او دې ته توجه نه کیږي چې یو هنري اثري باید خلکو ته څه
پیغام ولري.
دویم ډول کې چې، هنر رسالتمند یا خلکو ته ژمن هنر ورته ویل کیږي. په دې ډول
کې، هنر د خلکو لپاره دی یعنې هنر د ولسونو او پرګڼو لپاره او د هغوی په
چوپړ کې، چې د هنر په دې ډول کې د پیغام اړخ ته زښته ډېره پاملرنه کیږي او
په دې ټینګار کوي چې هنر باید ولسونو ته پیغام ولري. په دې ډول هنر کې د
طبقاتي ستم خبره کېږي او د دې ستم پر وړاندې د مبارزې پیغام د هنر په ژبه
خلکو ته وړاندې کیږي.
دا چې ادبیات هم د هنر یوه برخه ده نو په هنري ادبیاتو کې بیا د هنر دغه
ډول په سوسیالستي ریالیزم کې پالل کیږي ځکه چې د سوسیالستي ریالیزم اصلي
موخه د طبقاتي توپیرونو او طبقاتي کړاونو په اړه خبرې کول او د طبقاتي ستم
پر وړاندې ولسونو او پرګڼو ته د مبارزې روښانه پیغام ورکول دي. د ادبیاتو
په ډګر کې سوسیالستي ریالیزم د دغه ډول هنر استازولي کوي.
سوسیالستي ریالیزم د لومړي ځل لپاره په روسیې کې رامینځته شو، دا هغه مهال
و چې د روسیې ستر انقلاب لپاره هلې ځلې روانې وې. د سوسیالستي ریالیزم
بنسټګر د روسیې ستر ریالست لیکوال "ماکسیم گورکي" دی. کله چې موږ د
سوسیالستي ریالیزم یادونه کوو نو د ګورکي په نوم سترګې نه شو پټولای ځکه چې
دا دواړه یو له بله نه جلا کیدونکي نومونه دي. سوسیالستي ریالیزم له بل هر
لیکوال نه ډېر د ګورکي منندوی دی، ځکه چې گورکي له یوه اړخه د دې سبک
بنسټګر پاتې شوی او له بل اړخه نوموړي دا سبک تر بل هر لیکوال ډېر پاللی او
خورا ډېر کار یې ورته کړی دی. همداراز نوموړی لومړنی کس و چې د کارګر طبقې
هنر او ادبیاتو ته یې د سوسیالستي ریالیزم نوم ورکړ او هغه یې له انتقادي
ریالیزم څخه جلا کړل.
کله چې موږ په طبقاتي ټولنه کې ژوند کوو نو په داسې ټولنو کې لکه څنګه چې د
ټولنې زیربنا یا اقتصاد طبقاتي رنګ لري په همدې ډول فرهنګ، هنر او ادبیات
چې د ټولنې روبنا جوړوي، دا ټول هم طبقاتي رنګ لري او په دې توګه په طبقاتي
ټولنو کې ادبیات هم له دې دایرې ځنې بهر نه دي، خامخا د یوې ځانګړې طبقې په
خدمت کې واقع کیږي د نوموړې طبقې په ژبه غږیږي او غږ یې پورته کوي. نو په
همدې اساس سوسیالستي ریالیزم هم د لاس لاندې یا خواریکښې طبقې ادبیات دي او
د پرګڼو او خواريکښو وګړو د ژوند حالات د هنر او ادب په ژبه انځوروي او
ټولنې ته یې وړاندې کوي.
ماکسیم گورکي وایي" په بورژوازي ادبیاتو کې ریالیزم انتقادي بڼه لري، مګر
یوازې تر هغه حده چې د بورژوازي نظام ستونزې اصلاح کړي، څو دا نظام لا
پیاوړی شي.
سوسیالستي ریالیزم هم ډېر ځله انتقادي بڼه خپلوي او په سوسیالستي ټولنې
باندې نیوکې کوي، مګر په سوسیالستي ریالیزم کې سوسیالستي مفکوره وړاندې
کیږي او د دوی دواړو توپیر په دې کې دی چې انتقادي ریالیزم د سرمایه داري
ټولنې استازی دی او سوسیالستي ریالیزم بیا د مارکسیستي.
انتقادي ریالیزم د اصلاح لپاره کار کوي خو سوسیالستي ریالیزم د بدلون
لپاره."(۴:۴۰)
په سوسیالستي ریالیزم کې د کارګر او زیارکښې طبقې ژوند انځوریږي او د ټولنې
له ناوړه حالاتو او دودونو سره مبارزه په کې انعکاس مومي د هنري مبارزې دا
لړۍ تر هغه غځیږي څو دا ناوړه ټولنیز حالات بدلون ومومي او پر ځای یې نوې
ټولنه د نویو او مترقي اصولو پر اساس جوړه شي.
هغه آثار چې د سوسیالستي ریالیزم په اساس لیکل شوي په هغو عمده او بنسټیزه
موخه له طبقاتي ټولنې سره هر اړخیزه مبارزه او په ځای یې د سوسیالستي ټولنې
جوړول دي.
په سوسیالستي آثارو کې اتلان تل مدام د محرومو وګړو له مینځه غوره کیږي او
د همدغې طبقې ژوند انځوروي.
سوسیالستي ریالیزم د خپلو ځانګړنو له امله د هنر او ادبیاتو تر ټولو غوره
او مترقي ډول دی او د ریالیزم یوه غوره بڼه ګڼل کېږي.
کله چې په روسیې کې د اکتوبر ستر انقلاب ترسره شو، نو څنګه چې دغه ستر
سوسیالستي انقلاب له سیاسي اړخه په نورو هیوادونو خپل تاثیرات خپاره کړل،
په هماغه ډول د هنر او ادب په حوزه کې هم دغه تاثیرات ډېر لیدل کیږي، د
ډېرو نورو هیوادونو په څير زموږ هنر او ادبیات هم له دغه جریان نه متاثره
شوي او په هغه دور کې د دې مفکورې اغیز زموږ په ادب کې له ورایه څرګندېږي.
نورمحمد تره کی او سوسیالستي ریالیزم:
زموږ په ټولنه کې لومړنی لیکوال چې دغه دود یې په سیستماتیک ډول
په خپلو لیکنو کې پاللی هغه، نورمحمد تره کی دی. نورمحمد تره کی د پښتو
معاصرو داستاني ادبیاتو یوه مشهوره څېره ده چې د ځانګړي سبک او لارې خاوند
پاتې شوی. په افغانستان کې د طبقاتي لیکنو لومړنۍ نمونې د ده آثار دي او
دغه برخه کې یې د پام وړ آثار پرېښي دي.
تره کی د پښتو ژبې په ریالستیکو ادبیاتو کې ځانګړی مقام لري او د یوه
ریالیست لیکوال په توګه یې تل د ټولنې ناخوالې انځور کړي د برګز او زیارکښ
د حق غوښتنه یې کړې ده.
نورمحمد تره کی د پښتو ژبې حساس او د اجتماعي مضامینو ښه نثر لیکونکی و. په
تېره بیا په کیسو او ناول لیکلو کې لوی لاس لري. دی په خپلو لیکنو کې تل
زیار باسي چې د ولس د حقیقي او عوامي ژوند تصویر وباسي او د یوې جامعې په
اجتماعي ژوند کې د افراط او تفریط عیبونه او نقایص وښیي.(۲:۲۲۰)
تره کي تل هڅه کړې چې په خپلو لیکنو کې د طبقاتو ترمینځ شته توپیرونه په ښه
توګه وښیي چې واکمنه طبقه په لاس لاندې طبقې باندې څه ډول ستمونه ترسره کوي
او څه ډول یې استثماروي، د تره کي په آثارو کې سوسیالستي ریالیزم له ورایه
څرګندیږي ځکه د ده په آثارو کې طبقاتي توپیرونه او د غمځپلو پرګڼو د ژوند
حالات په ډېر وضاحت سره بیان شوي دي. د نوموړي کیسې په افغاني ټولنه کې د
طبقاتي توپیرونو انځورونه ده، د تره کي آثار په پښتو ادبیاتو کې د طبقاتي
مسایلو په بیان کې له لومړنیو آثارو څخه ګڼل کیږي.(۱:۷۶)
د ده د داستاني آثارو کرکټرونه بزګر،خان، ملک، مزدور، ملا، قاضي او داسې
نور.........دي. د تره کي د داستانونو او کیسو موضوعات تر ډېره بریده د
افغانستان د بې وزلو او غمځپلو خلکو د ژوند د ناخوالو رښتیني انځورونه او د
بې وزله خلکو د ژوند ځبېښنه او د غم لړلي ژوند پای دی.
تره کی د یوه طبقاتي لیکوال په توګه سوسیالستي ریالیزم په خورا مهارت سره
په خپلو آثارو کې منعکسوي د زیارکښې طبقې غږ پورته کوي، په طبقاتي ټولنه کې
د طبقاتي ستم خبره کوي او وګړو ته د دغه ستم پروړاندې د مبارزې پیغام ورکوي
او هغوی هڅوي چې د حاکمې طبقې پروړاندې ودریږي او د خپلو حقونو د لاس ته
راړولو لپاره مبارزه وکړي. لیکوال دا هر څه د ادبیاتو په ژبه وړاندې کوي.
له هغه ظلمونو سره چې د ده د آثارو اتلان مخامخ شوي، هغه یې کټ مټ لوستونکو
ته وړاندې کړي دي ترڅو دوی خپل ځانونه او خپل ټولنیز حقوق وپیژني، په دې
توګه تره کی په خپلو داستانونو کې سوسیالستي ریالیزم په ډېر مهارت سره
کاروي او ترڅنګ یې ساده او ولسي ژبه کاروي ترڅو لوستونکي یې، چې عام وګړي
دي ښه وپوهیږي.
د تره کي له ډېرو داستانونو او کیسو څخه یوه هم د "غوایی لاندی" تر عنوان
لاندې ده، په دې کیسه کې د یوه بزګر ژوند په طبقاتي ټولنه کې انځور شوی او
په ټولنه کې طبقاتي تضادونه په خورا مهارت سره بیان شوي دي. دا چې په
طبقاتي ټولنو کې د محکومې طبقې وګړي له کومو بدمرغیو او ناهیلیو سره مخ وي،
لیکوال دا انځور په خورا هنري انداز لوستونکي ته وړاندې کوي. په دې کیسه کې
د یوه بزګر د ژوند رښتینې ناخوالې او محرومیتونه چې دی ورسره لاس او ګریوان
دی انځور شوي دي.
کیسه په دې ډول پیلېږي:
" لاس و پښې چاودې، مخ سپېره، شونډې وچې یو کوچنی پېټی غنم پر شا را اړولي
او په ستمي د کور پر لور را روان دی، بشپړې (۹) میاشتې یې خوارۍ کښلي او
منتونه یې وړي دي ترڅو چې په آخر دوبي (۹۰) منه غنم له بزګرۍ نه ورغلل، په
دې کې یې (۹) منه غنم ملا صاحب ته ذکات ورکړل،(۳۰) منه یې پښ ته ورکړل او
څلور منه هم(رقبه) ترې نه یوړل،(۶۰) منه یې د هغو دوو زرو افغانیو په سود
کې ورکړل، کومې چې ده د پلار د مرګ د خیرات او اسقاط لپاره د یوه سود خور
نه په شپېته منه ګټه راوړې وې.
په کور کې د ده ماینه، مور او څلور ماشومان د ده لاره څاري، ماشومان یې له
کوره راوتلي او د هغې لارې خواته په ډېره اسره ګوري، پر کومه چې د دوی پلار
اوس کور ته راځي او د رشې غنم راوړي."
که دې متن ته ځیر شو نو له ورایه څرګنده ده چې زښته ډېر محرومیت په کې
نغښتی دی او د یوې بې وزلې کورنۍ بې وسي په څومره ښه ډول انځور شوې ده.
کیسه په دې ډول پسې اوږدېږي:
"د ماشومانو انا د باندې ولاړه او یو څه شفتل یې په پلو کې راوړل او له
مالګې سره یې له ماشومانو سره وخوړل، خو ماشومانو په دې تر ډېرې مودې قانع
نه شول او د ډوډۍ لپاره یې په ژړا پیل وکړ.
خوار بزګر ته اوس د کلي ګاونډیانو پور هم نه ورکاوه، ځکه چې له یوې خوا د
ده ګاونډیانو هم دغه راز د نادارۍ تکلیف درلود له بلې خوا ده چې پر رشه
باندې یو دوې کاسې اوړه ترې نه پور کړي و، هغه یې هم بیرته نه و ورکړي او
خپل اعتبار یې بایللی و."
په دې کیسه کې له ورایه څرګندیږي چې طبقاتي توپیرونه په ټولنه کې څومره
ژورې ریښې لري، د محکومې طبقې وګړي که سل ځله هم د ژوند د ښه کېدو هڅه وکړي
خو د ژوند حالات یې کله هم بدلون نه مومي، دا ځکه چې د ټولنې جوړښت طبقاتي
دی او ترڅو چې د دې جوړښت ودانۍ همداسې ولاړه وي تر هغو به د ټیټي طبقې
وګړي همداسې د بې وزلۍ او بې وسۍ ژوند تېروي.
دې کیسې ته ورته د نورمحمد تره کي ډېری کیسې او داستانونه همداسې طبقاتي
موضوعات بیانوي او د ټیټې طبقې وګړو ته د طبقاتي ستم پروړاندې د مبارزې
ښکاره پیغام ورکوي.
د نورمحمد تره کي د ریالستیکو آثارو په لړ کې یو بل مشهور اثر "د بنګ
مسافري" ناول دی
د بنګ مسافري په ټوله مانا یو ریالستیک اثر دی چې د طبقاتي ټولنې ټولې
خواوې رانغاړي او په دې ډول ټولنو کې د بزګر او زیارکښ انسان د ژوند رښتینې
انځورګري کوي.
د دې ناول اصلي کرکټر بنګ نومېږي چې یوې غریبې کورنۍ پورې تړلی دی. بنګ د
ژوند د مجبوریتونو له مخې خپل کور و کلي پرېږدي او بیلابیلو ښارونو کې
مزدورۍ کوي خو د ژوند حالات یې کله هم نه بدلیږي. بنګ د دې مزدورۍ په لړ کې
له ډول ډول کړاونو سره مخامخیږي او په طبقاتي ټولنه کې د حاکم او محکوم
ترمینځ شته تضادونه په خپلو سترګو ویني او تجربه کوي یې.
د دې ناول یوه لنډې برخه دلته لولو:
"وپوهېدې وروره!له دې خبرو او له دې کارو لاس واخله زه تل په دې ورځو کې له
تا څخه یو راز بل راز خبرې اورم، کله وایې چې د کارکوونکو د لاس تڼاکه تر
هرڅه زیاته ده، او کله بیا پر بډایانو باندې ښه نه وایې او هغه بې انصافه
او د کارکوونکو دښمنان ګڼې او دوی داسې لېوان ګڼې چې د انسانانو له خولې
څخه ګوله ځغلوي."
(تره کی،۲۰۱۴م:۳۱۰)
"خو تاسې په خپله انصاف وکړئ او یوه ګړۍ ځان بې طرفه تصور کړئ، او بیا
قضاوت وکړئ چې آیا دغسې نه ده؟ آیا ستاسې طبقه چې ځینې نور هم درسره دي د
ټولو خلکو په ژوند لوبې نه کوي؟ که یې زړه غوښتل ټول خلک له لوږې او قحط
سره مخامخ کوي او بیا که زړه وغوښتل ټول خلک تهدیدوي چې بربنډ وګرځي او مړي
یې بې کفنه ښخ سي." (تره کی،۲۰۱۴م:۳۱۹)
پورته متن کې لیکوال په زغرده د طبقاتي ټولنې په مناسباتو ټینګ انتقادونه
کوي او د دوی ترمینځ شته طبقاتي واټن او تضادونه په ښه توګه بیانوي او
ترڅنګ یې، لوستونکي ته د مبارزې پیغام هم ورکوي.او دا په ډاګه کوي چې په دې
ډول ټولنو کې اقتصادي جوړښتونه تل د ظلم او ستم پر بنسټ ولاړ وي، یو اړخ
موړ او بډایه خو بل لوری بیا له لوږې مري. د طبقاتي ټولنو نظامونه تل مدام
د حاکم او محکوم ترمینځ د مستبدو اړیکو پر بنسټ وي په دې ډول ټولنو کې کله
هم د وګړو ترمینځ ټولنیز تعادل موجود نه وي.
د هنر ژبه هم له ډېرو کمالونو ډکه ده کله چې د پرګڼو په خدمت کې واقع کیږي
نو د زړه تله د هغوی ناهیلۍ او محرومیتونه انځوروي، په طبقاتي ټولنه کې خپل
اصلي رسالت ادا کوي ولسونه مبارزې ته هڅوي او د یوې نوې ټولنې د جوړولو
لارې چارې ورښیي او د محکومې طبقې دردونه د ادبیاتو په ژبه بیانوي.
نورمحمد تره کي هم د یوه ریالست لیکوال په توګه دغه رسالت په خورا رښتینولۍ
سره ادا کړی. خپل هنر او قلمي ځواک یې د پرګڼو په ژوند کې د شته ناخوالو د
بیان لپاره کارولی دی.
پایله:
سوسیالستي ریالیزم په ټوله کې په طبقاتي توپیرونو بحث کوي، په
دې ادبي مکتب کې ادب او هنر د ژوند لپاره استخدامېږي. چې د بزګرانو او د
ټولنې د بې وزله او غریبو خلکو د ژوند ناخوالې منعکسوي او هغوی ته د مبارزې
انګیزه ورکوي.
نورمحمد تره کی د پښتو د معاصرو داستاني ادبیاتو لومړنی لیکوال و چې د دغې
مفکورې پر بنسټ یې آثار وپنځول او دا مفکوره یې په سیستماتیک ډول پښتو
داستاني ادبیاتو کې ځای کړه.
نوموړي په ډېرې زړوتیا سوسیالستي ریالیزم وپاله او تل مدام یې د محکومې
طبقې د دردونکي ژوند انځور ترسیم کړی.
ماخذونه:
۱ـ باجوړی،پوهنوال بریالی، د پښتو ادبیاتو تاریخ، د ویښتیا
پړاو،۱۳۹۷ل،جهان دانش خپرندویه ټولنه.
۲ـ بینوا،عبدالروف، اوسني لیکوال،۱۳۸۸ل،علامه رشاد خپرندویه ټولنه،کندهار.
۳ـ تره کی،نورمحمد، د نورمحمد تره کي کلیات،۲۰۱۴م،شالکوټ،کویټه.
۴ـ حسیب،دوکتور اسدالله، راه گورکي در زنده گي و هنر،۱۳۶۴ل،روتاسیون،حزبي
مطبعه.
۵ـ هاشمي،سرمحقق سید محی الدین،ادبپوهنه،۱۳۹۴ل،میهن خپرندویه ټولنه.
|