کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              

    

 
ملگری نسرین
لڼده کیسه
ژباړه: ملکه پوپل

 

 

 

نن می د هرې کاری ورځې په څیر، ځان د فرانکفورت و مرکزي ریل سټیشن کښتی برخې ته ورساوه. زما پدی یقین وو چې که زه په ګړندۍ تګ کی لږ سستی وکم، نو زه به حتما نیم ساعت یا ډیر نور د راتلونکي S-Bahn (ښاری ریل ګاډي) ته انتظار وکړم ، چې هیڅکله خوند نکوی. له بده مرغه زما له هڅو سره سره نن ریل ګاډۍ را څخه تللی وه.
د کار له کڅوړې مې ورځپاڼه راوه ایستل او غوښتل مې چه لږ څه یی ولولم، چې د دوو مېرمنو خبرې مې تر غوږ سوی. ‌دواړو "د خدای په ژبه" خبرې کولې، زه پوه سوم چې دوی د افغانستان وګړی دي. یوی د پاخه عمر لرونکی ښځی د یوې نسبتا ځوانې ښځی سره چه په ویلچیر ( د معیوبینو چوکۍ) کی ناسته وه خبرې کولې. یو لوی بکس یی هم تر څنګ په مځکه پروت وو. ما فکر کاوه چې شاید دوی به تازه مهاجر سوی وي. نو دا می غوره وګڼل چې له دوی څخه وپوښتل سی چه که مرستې یا لارښوونې ته اړتیا ولري، زه خدمت ورته کولای سم.


د ورځپاڼې له راټولولو وروسته یو ګام مخکې ولاړم او د پاخه سن لرونکی ښځی ته مې وویل: «سلام! که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ یا کومه پوښتنه لرئ، زه چمتو یم چې ستاسو خدمت وکړم.»
ځوانه ښځه چه د معیوبینو په چوکۍ کی ناسته وه او ما ته یی شا وه، په آرامۍ سره ماته وکتل، خو د پاخه عمر لرونکی ښځې ځواب راکړ؛ وعلیکم زویه! مننه، زه خپله لور په هرو دریو میاشتو کې یو ځل په فرانکفورت کې کلینیک ته د درملنې او معایناتو لپاره راولم، اوس موږ کور ته ځو، یو څه سودا مو هم اخیستی ده، خو له بده مرغه زموږ اس بان ( ریل ګاډۍ) ولاړۍ او موږ باید نیم ساعت نور انتظار وکړ.
ما وویل: هو، زما اس بان هم ولاړۍ او زه هم باید انتظار وکړم.
بېرته روان سوم او د ورځپاڼې په لوستلو می شروع وکړه چه یو ږغ راغی او راته یی وویل:
« استاده! زه دی ونه پیژندلم؟ زه نسرینه یم، ملګری نسرین !»ما ولیدل چې هغه ښځه چه په ویلچیر کی ناسته وه ما ته ګوري. ما ترې وپوښتل: "نسرين؟ ملگري نسرين!" د ملگرې نسرین د دې خبرې د اوریدو سره سم، ورځپانه د زما له لاسه ولویده او زه د بریښنا پشانی و تیرو وختو ته ولاړم.


په ۱۳۵۹ کال کې د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځي کې درې کاله استاد وم، له تدریس سره مې ډېره مینه وه او په ځانګړې لېوالتیا مې دا کار کاوه.
د کابل پوهنتون په هغه وخت کی شپه او ورځ له مظاهرو ډک وو. محصلین او استادان که په سیاسي لحاظ له کوم ګوند سره تړاو درلود یا نه، د شوروي د سرو لښکرو د یرغل پر وړاندې ودرېدل. د کابل حکومت د خپلو سیاسي مخالفینو په وژلو کې ډېر بې رحمه وو او هره اونۍ، به یو ښوونکی یا زده کونکی ورک کیدۍ. ویل کیدل به چې چا یی راپور ورکړی و او زنداني شوي دۍ. موږ استادان یو له بل څخه ډاریدلو. د تفریح ​​​​پر مهال یا کله چې به موږ سره یوځای وو، بیریدلو به چه مقابل طرف مو د واکمن ګوند غړی نه وي او غلط راپور مو ور نکړی. موږ د دقیق پیژندلو پرته د یو بل سره خبرې نه کولی. همدا راز د محصلینو سره.
کله کله به یو محصل نورو محصلینو ته خپله د مخرووف توپنچه ور ښوله چه د ډار او وحشت سبب ګرځیده او حتی ګواښونه به یې هم ورکول.
یو له هغو محصلینو څخه نجیب پنجشیری و. یو ډیر آرام هلک وو چه د ډیرو کلونو راهیسی د واکمن ګوند غړی وو. ډیر وختونه به غیر حاضر وو. نوموړي هڅه کول چې استادان د پوهنتون له امنیتي وضعیت څخه په صادقانه ډول آګاه کړی. او مشوره به یی ورکول چه د هغو تبلیغاتو او حرکاتو مخه ونیسي، چې د ناوړه برخلیک لامل وګرځي. د دې ترڅنګ به یی د استادانو خوښی هم ترلاسه کوله. یو ځل یی ما او ځینو نورو استادانو ته خبرداری ورکړ چې د نسرین په نامه یوې نجلۍ د کابل پوهنتون د ګوندي تنظیم مسوولیت په غاړه اخیستۍ دۍ او دفتر به یی د انجینرۍ پوهنځي اداره وي. ډیر محتاط اوسئ او له هغی څخه لرې اوسئ ځکه چه هغه لکه د بریښنا لڅ مزۍ، دوه سریۍ مار او وږی لړم غوندی ده.
د شوروی د تیري پر ضد مظاهرې د هرې ورځې په تیریدو سره زور اخیستۍ. ځکه چې د انجینرۍ پوهنځی د کابل پوهنتون په مرکز کې موقعیت درلودۍ، د نورو پوهنځیو محصلین او استادان به هم دلته راغونډیدل.
هغه ورځ نه هېرېدونکې ده چه محصلین له سهار راهیسې خپلو ټولګیو ته نه وه تللي او مظاهره یی کړی وه. امنیتي ځواکونو هڅه کول چې مظاهره چیان وځپي او د لاریونونو مخه ونیسي. مګر د پوهنتون استادانو، ځوانانو او نجونو محصلینو بی له کوم سياسي تړاو نه د وطن دوستۍ په جوش، د شوروي د يرغل پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کاوه.
امنيتي ځواکونو به په پرله پسې ډول هوايي ډزې وکړې خو د محصلينو او استادانو پر مورال يې هيڅ اغېز نه کاوه. بلاخره پولیسو او د واکمن ګوند وسله والو مظاهره چیان محاصره کړل او په لوډ سپیکرونو کی یی د پوهنتون له ساحی څخه د وتلو امر وکړ، چې هیڅ اغیزه یې نه درلوده او تاثیر یې نه کاوه. امنیتي او ګوندي ځواکونو یو عجیبه حالت درلودۍ. دوی ونه توانیدل چې د لاریونونو د خپریدو مخه ونیسي، دوی له لوی ننګونې سره مخ شوی وه او د پوهنتون د وضعیت اداره یې له لاسه ورکړی وه. وروسته ناڅاپی امنیتی چورلکې د پوهنتون په روښانه نیلي آسمان کې راښکاره سوی. داسی حال وو عیننا لکه د پسو یا هوسۍ بچو به چه کله پړانګان او خفاشان ولیدل، هره خوا ویره خپره سوه. لومړی یې یوو او دوه فیرونه وکړه او لږ وروسته یې پر مظاهره چیانو داسې فیرونه وکړه چې د افغانستان په تاریخ کی به هیڅکله داسی پیښه نه وی سوی او نه یی هیرولای سی. ډېر محصلین شهيدان او ډېر ټپيان سول.


د هيلي کاپټرو د مرمیو باران د مظاهرې د ماتېدو سبب سو او ګوندی او امنيتي ځواکونو په پاتې مظاهره چيانو یرغل وکړ او ټوله استادان او محصلين يې د اتحاديې په جلا جلا خونو کې بنديان کړل.
په هغه ورځ د نورو پوهنځیو پنځلس استادان زما سره په یوه ټولګي کې بندیان وه. ټوله اندیښمن وه خو هیڅکله په مظاهرو کې د برخی اخیستو نه پښیمانه نه وه. څنګه چې زه د نورو محترمو استادانو په پرتله ځوان وم، ما هڅه وکړه چې لږ تر لږه د دوی خدمت وکړم. پوهاند شفيقه چې د ادبياتو پوهنځي يوه له تجربه لرونکو استادانو څخه وه، راته وويل: "له بده مرغه زه ښځينه ناروغی لرم او هرکله چې د انديښنې او اضطراب احساس کوم، نو ژر ژر تشناب ته ځم." ما ورته وویل: زه به د ګوند له ځواکونو سره خبرې وکم چې تا ته اجازه درکړي چې تشناب ته ولاړه سی. مګر هغه وسله وال کسان چې زموږ څارنه یې کوله له شرافت او احترام څخه دومره لرې وه چې له هغوی سره خبرې کول هیځ ګټه نه درلوده. ویل یی: «تاسو غربیان یاست! تاسو د ایراني رژیم سره تړلي او د ایران په خدمت کې یاست، له پاکستان سره تړاو لری، ستاسی کړنې په بشپړه توګه د انقلاب ضد دي».
ډیری نوری سپکی خبری او توهین یې وکړ او استاد شفیقې ته یې د وتلو اجازه ورنکړه.
ورپسې څلور تنه راغله چه درې تنه یی وسله وال وه چې د غټ جسامت سره یی، د شونډو تر شا غټ تور بریتونه له ورایه معلومیدل. له همدې ملګری نسرین سره یوځای را ننوتل. هغوی وویل: موږ ستاسو شهرت په انفرادي ډول ثبت او د ښار کمیټې ته سپارو ترڅو ستاسو برخلیک روښانه سی. پوښتنی یی د نوم، د پلار نوم، زیږون، د پوهنځي نوم، د کوم بانډ غړیتوب، د استوګنې ځای او د کور د تلیفون د شمیری په هکله وی.دوی خپل کار پیل کړ او د استادانو ځوابونه یې په کاغذ کې لیکل. تصادفا نسرین زما مخې ته ودریدل او د نوم پوښتنه یی را څخه وکړه. ما ورته وویل:
نوم می رام نات پلار نوم کیشن چند، د کندز په ښار کې زیږیدلی، د کلوله پشتی اوسیدونکی یم، زه د هیڅ ګوند او سازمان غړی نه یم. د ټیلیفون شمیره ... نسرین په ډیر غرور سره وویل: ته خو هندو یی، ستایی د سیاست او سیاسی مسایلو سره څه؟
‎ما ورته په زغرده ځواب ورکړ: ولې؟ ایا څوک چه هندو وی نو ګناه ده؟ زه لومړی افغان یم. د هندو معنی دا نه ده چې زه د ځوانو محصلینو وینه اوبه وګڼم او له پامه ‎یی وغورځوم. افغانستان زما وطن دی او په دی پاکه خاوره د هر ډول تیري مخالف یم. تاسی که د هیواد تاریخ لږ ولولئ نو پوه به سۍ چې موږ هندوان د افغانستان تر مسلمانیدو مخکې په دې خاوره کې وو. نسرینی په یوه لوړ ږغ چه د چیغې په څیر وو، را ته وویل: "لیکچر بس دی، ماته جالبه ده هندو او مظاهری؟ ‘ زه په بشپړ ډول احساساتي سوی وم چه پوهاند صاحب عظیم ته می وکتل، هغه اشاره راته وکړه چې زه باید نور د دی لڅ برق سره ښکیل نه سم.... نسرینه او د هغی د ګوند ملګرو د استادانو شهرت له ځانه سره واخیست او ووتل.


‎د دوو ساعتو له تېرېدو وروسته، د صنف دروازه بېرته پرانستل سوه. دا ځل د پخوانيو څلورو کسانو سربېره درې نور کسان چې د دریشۍ او نېکټايي سره وه، د صنف دروازې ته راغلل. په هغه ډله کې مې د چاريکار د ښار اوسیدونکۍ کاکه سنګ وپېژندۍ. هغه د کرنې پوهنځي پای ته ورسول. مګر افسوس چه موږ هیڅکله له یو بل سره د خبرو اترو موقع نه وه موندلی. له دوی څخه یو بل چې د نورو لخوا بدرقه کیدۍ، د پوهاند صاحب عظیمي خواته ورغیۍ او درناویۍ یې ورته وکړ. پوهاند صاحب عظيمي ورته وويل: په هغه کلونو کې چه ببرک کارمل د حقوقو په پوهنځي کې زما شاګرد و، د ډيموکراسۍ او ازادۍ په اړه يې په زړه پورې خبرې کولې. نن چې واک ته رسیدلۍ دۍ، خپلې ټولې خبرې يې هېرې کړې؟ هغه ښاغلى چې نورو يې ملګرى رزمجو بلۍ، په درنښت يې پوهاند صاحب ته وويل: ستونزه به هواره شي، خو موږ مجبور يو چې د انقلاب د دښمنانو پر وړاندې پرېکنده عمل وکړو. دی کس د څو نورو استادانو سره هم په احترام خبری وکړی.


‎ کاکه سنګه ماته راغۍ. موږ یو بل ته رام رام وویل او ما له هغه څخه وغوښتل چې که امکان ولري زما کورنۍ ته خبر ورکړی چې زه ژوندی یم، کنه نو زما مور او پلار به د حاله ووزی. سر یی د تایید په علامه وښوراوه او په حيرانتيا سره چه دۍ هم هغه مهم نفر ته ورغى او ويې ويل: ملګرى رزمخو! د ګوند د نړیوالو اړیکو د څانګې څخه ملگري ننګیالي، ما او ملگري آکاش کپور ته امر کړۍ دۍ چې د کابل ښار د ګوندي کمیټې سره په همږغۍ، پوهنتون ته ولاړ سو او هلته د لاریون کوونکو په منځ کې دوه یا درو هندي استادان هم شتون لري، ووینو. تر هغه ځایه چې ما په څلورو نورو ټولګیو کی وکتل، د نیول شویو کسانو په منځ کې مې هیڅ هندي استاد ونه موند. خو استاد رام نات یو افغان هندو دی، آیا زموږ په ګوند کې دا غلط نظر موجود دۍ چې هر هندو هندوستانۍ دی؟ رزمجو ځواب ورکړ: هیڅله نه. ښایی یو چا غلط راپور رالیږلی وي."
‎ ښاغلی رزمخو له خپلو ملګرو سره تر خبرو وروسته استادانو ته ورغی او ورته ویې ویل: تاسو خپلو کورونو ته ولاړ سۍ. که امنیتي اداره اړینه وګڼي، دوی به هغه وخت له تاسو سره اړیکه ونیسي.
‎ موږ ټول بهر راووتو، د پوهنتون سړک او چوک د هغې ورځې د شهیدانو په وینو رنګین وو چه هیڅا په رڼو سترګو هغه زړه بږنونکی صحنه نسوای لیدلی.


‎ لومړی مې د استاد شفیقې لپاره ټکسي را ونیوۍ چې ژر کور ته ولاړه سی. ښاغلی کاکه سنګ ماته نژدی سو او ویې ویل: پوهاند رام ناتجي، ژر کور ته ولاړ سه او په راتلونکي کې ډیر پام کوه، زه ممکن تل ستاسو سره مرسته ونه کړای سم.
‎ ټوله استادان خپلو کورونو ته ولاړل او زه هم په ټکسي کې کور ته راورسیدم. مور او پلار مې د کور د دروازې نه د باندی ناست وه. کله چې دوۍ زه ولیدم، ډېر خوشحاله سول او د ایشور یکتا نه یی مننه وکړه.
ټوله شپه خوب نه راغۍ او د پوهنتون د محصلینو او استادانو د شهادت او ټپی کیدو پیښه می د سترګو په وړاندی وار وار تیریدله. فکر مې کاوه چې د دوۍ پر کورنیو به په څه قیامت تېر سویۍ وی ؟ څنګه به یې د خپلو اولادونو د نښتوالی دروند غم زغملی وی؟
‎سبا مې پلار کار ته پری نه ښولم. هغه ویل چې زه باید هیواد پریږدم.
‎ یا لږ تر لږه له خپلو لوستو ملګرو سره مشوره وکړم.
‎ له دوو ورځو مشورو وروسته مې پرېکړه وکړه چې خپل پلرني ټاټوبي چې ماته له زړه څخه را تیر وو، د تل لپاره پرېږدم.
‎سهار وختي له خوبه پاڅېدم، د آسه مایی عبادت ځای او د باغبان کوڅې د پیر رتن نات درګاه ته ورغلم، دعا مې وکړه او الوداع مې ورته وويل. کله چې کور ته راغلم مور مې لا هم په تنور کې د ډوډۍ په پخولو اخته وه. هغه پوهیده چې دا د خدای په امانۍ ویلو وخت دی. دوی دری ډوډۍ یی د یو څه صابو سره راکړی او ډیر یی ونازولم. هغی ژړل. یوازی هغی نه، په حقيقت کې د ټولو افغان ځوانانو میندو ژړل،
‎چې د زړه ټوټی يې د تل لپاره وطن پریږدی. زما مور او پلار د کور تر دروازی راسره راغلل. زما پلار دعا کوله او ویل یی چې، ایشور دی ستا ملګری سی، ځان ته پام کوه، او خوشالی دی غواړم.


‎ په پاکستان کې له پنځو یا شپږو میاشتو سخت کار وروسته جرمني ته راغلم او نوی ژوند پیل شو.
‎استاد،
‎څه چرت وهۍ؟
‎د نسرین دا پوښتنی می پام ځان ته راواړوۍ.
‎ ما وویل:
‎ هیڅ! کابل ته تللی وم.
‎ ما ترې وپوښتل:
‎ ته ووایه چې ته چیری او دا د غرب د امپریالیزم لمن چیری؟ موږ خو له اوله د غرب پلویان وو، آشوب ګر وو. ستاسی سرښیندنه څه سوه؟
‎ نسرین چې بدن یې نیمګړی او فلج سوی وو، په درد او خپګان سره وویل: په کندهار کې یوه مرمۍ زما په دواړو پښو ولګېده او زه فلج سوم.
‎ ما وویل:
‎ افسوس کوم.
‎ دی وویل:
‎ نه استاده! افسوس ضروري نه دی. ولی چه ما هم په غلطو راپورونو سره، لسګونه کورنۍ ځورولي او په غم لړلی دی. شاید دا حالت د به هغو د ښراوو پایله وي.
زما ریل راغۍ او زه کورته ولاړم.
پای
لیکوال: ایشر داس

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۱۳    سال هــــــــــژدهم                اسد          ۱۴۰۱    هجری  خورشیدی                اول اگست  ۲۰۲۲