کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              ژباړه: اکبر کرگر

    

 
دسنځلې د گل عطر
لنډه کيسه

 

 

-
احمد ولي اوعبدالله څو کاله په ښوونځي کې زما ټولگيوال وو. دهغو اندامونه اود بدن غړي خوار اونري و قدونه يې ټيټ خو په ظاهر کي سمبال او مودب وو. زه چې يو دوه لويشتي دهغو له تنې جگ بريښيدم ماته يې دلالا غږ کاوه. په پوهنځي کې هم په يوه ټولگي کي وو. دتل له پاره مهربانه او يو له بله سره صميمي اويو له بله نه جلا کيدو. ځينې وختونه به مو په ډير صداقت يو بل ته ويل چې موږ درې وروڼه يو. يوه ورځ احمد ولي چې زيات شوق را اخيستي وو، ماته وويل:
د «گيت » فيلم دتيمور شاهي سينما ته را غلي دي اونن شپه چې دجمعي شپه ده بايد ولاړ شو. له ما سره به ځي، عبدالله نه ځي لږ څه ناجوړه دى. »
څه کم اته بجې دشپي سينما ته ولاړو ډير زيات بيروبار او گڼه گوڼه وه . دټکټونو غرفه بنده وه . ويل کيدل چې چې نور ټکټونه نه شته . ټول پلورل شوي دي .
خو احمد ولي د دوستي اوملگرتيا له مخې زما په اوږه لاس کيښود اوپه زيرکۍ يې وويل :
« په کيسه کي کې مه کيږه، همدلته اوهمدې څنډه کې تم شه زه سملاسي تکت درته پيدا کوم . » پوه شوم چې ارومرو يې له تور بازار نه اخلي . دا ځکه چې سخت د راجندر کمار چې دگيت دفلم قهرمان و، عاشق و .
ودريدم. دې خوا او هغي خوا مې سترگي تا او کړي زما سترگې دگيت دفيلم په سترو هنرمندانو په عکسونو او انځورنو ومښتي، عکسونه د دروازي اوديوال له پاسه اودسينما دوداني څخه بهر نصب شوي وو. مښلول شوي وو. ناڅاپه مې سترگې په يوه کونج کې په څو کورنيو چې هلته را ټولي وي ولگيدي هغوۍ هلته را ټولي وي چې دسينما دسالون دروازه بيرته اودننه ولاړي شي . په دې قطار کې يوه ځوانه نجلۍ چې جگ او رسا قد يي درلود چې دېوي پخې ميرمني سره يې خبرې کولي، زما پام ور واوښت. نجلۍ له سره نه تر پايه بنفشه يې کالي اغوستي و . پاکه اوستره مالوميده . اوږدې زلفي يې په اوږو را خوري وي . پسته يې رنگه دستمال يې له غړۍ تاوو و . غړۍ يې پري پټه کړي وه . دنجلي څيره مي نه شواى ليدلي . شاه يې ماته را اړولي وه .دهغي نازک اوله هوسه ډک اندامونو زما هوس را وپاراوه . له ځانه سره مې وويل کاشکي يو وار را وگوري، گويا چې زما احساس ورته ليږديدلي وي . ناڅاپه يې مخ را ستون کړ . هري خواته يې وکتل ماته يې وکتل يو موسکا يې وکړه اوبيا چوپه په ځاې پاتي شوه . داسې خيال مي وکړ چي زما ليدو به يې په سترگوکي اثر کړي وي . دبرښنا په څير وځليدي . څومره ښکلي وه ! په هغه وحشي اوله شوره ډکوکتلو يې چې تږي وه ماته وکتل . نو بيا زما له زړه را بهر شوه. ناڅاپه مې سترگې بلي خواته واړولي چې کوم ناسم پوهاوي را منځ ته نه شي .
په همدې شيبو کې احمد ولي راورسيد خوښ وو داسې خوشاله ې تابه ويل دقهرماني کوم مقام يې تر لاسه کړي دي . په خوښۍ يې وويل :
«پيدا مي کړل دوه ټکته مي وميندل! »
موږ په خبرو بوخت اوخنديدلو چې حواس مې بيا هغي نجلۍ ته واوښتل . متوجه شوم چې نجلۍ دخپلې ملگرې ميرمني سره ورو ورو زموږ په لور را درومي، ځان مې ناگارو کي واچاوه . کله چې ښه را نږدي شول نجلې خپلې ملگرې ميرمني ته وويل :
« ترور جاني دا احمد دى ! احمد دا مې ترور ده ! »
چوپ شوم اوله حيرانۍ يخه دړه شوم ژبه مې گونگه شوه په حيراني مې نجلئ ته وکتل، نه پوهيدم چې څه ووايم .احمد ولي سملاسي وويل :
«بې بې جان وبخښئى دا احمد نه دى ..»
نجلۍ دهغه خبره غوڅه کړه وې وېل :
« څه پروا کوي زما چې څوک خوښ شي او راته محبوب شي نو داحمد غږ ورته کوم. »
عجيب حالت مي درلود. کوډي را بدني وشوي . دهغه دښکلا اوزړورتيا جادو را باندي شوي و. احمد ولي په سړه سينه بيا ځلي وويل :
«بې بي جان تاسو اشتباه کوي ...»
تر دغه وخته لا داحمد ولي خبره پاى ته نه وه رسېدلي چې دسينما دسالون دروازه خلاصه شوه ټول خلک سالون ته ننوتل زه او احمد ولي هم سالون ته ننوتو .
د داسې حرکاتو په نسبت سخت حيران شوم . په ذهن کې مې لسگونه پوښتني را ولاړې شوې .نه پوهيږم چې نجلې ولې زما خواته را غله اوداسې اظهارات يې وکړل . له دې تعارف نه يې موخه اوهدف څه وو ؟يوه شيبه وروسته سالون دننه ته مې پام شو چې نجلۍ دشاه له خوا قطار نه زموږ قطار ته را غله دوه تنه چې زموږ خواکي ناست ول څوکي يې بدلي کړي .نجلۍ داسې کښيناسته چې له ما سره اوږه په اوږه او څوکي يې زما په خوا کې وه. کله چې په څوکۍ کې ځاى په ځاى شوه دهغي دتن تودوخي کرار ، کرار پر ما يرغل وکړ . يو عجيب اودنه باور احساس زما تن ته لاره وکړه . زما لاسونو اوپښو يوه مړه لړزه پيدا کړه . دزلفو نه يې د سنځلي دگل عطرو بوي ر اخوريدلو او زماحواسو ته يې لاره کوله . دعطرو زړه وړونکي وږمې مستولم له ځانه سره يې اخيستم اودپسرلنيو وريځو په منځ کې ډوبيدلم .
احمد ولي زه له هغي سره خبر وکولو ته هڅولم ، خو په ما کې دازړه نه و . وچ لرگي وم . لاسونو اوپښو مي دحرکت وس نه درلود . خوله مې وچه وه ستوني مې هم وچ اوهره شيبه چې دهغي بازو په ما لگيده . لکه چې برق مي نيسي . دپوستکي لاندې ېي مر مر کاوه . اوزيات دهغې دکوډو اوجادو اثر پر ما شوى و . زړه مي لړزيده يو عجيب اوغريب احساس را پيد اکيده چې تر هغه مهاله مې نه و تجربه کړي . له ځانه سره په انديښنه کې شوم . داڅه وو چې يو عجيب اوغريب احساس يې را وپاراوه . زما په تن اوروان کي يې نفوذ وکړ . زما ټول تن اوروح يې په خپله قبضه کې ونيوه .
هغه چوپ اوارام زما په خواکي ناسته وه . تابه ويل چې دې سکوت او چوپتيا دحال ژبه پيدا کړي ده يوازې کله به يې په خندا ځواب را کاوه اوبس. موسکا يې دومره ښکلي وه اوله خونده ډکه وه چې دصورت اوکتلو ښکلا يې دوه چنده کوله . کله ناکله چې به يې دسترگو په کونجونو کي را وکتل داسې عشوه اوناز ونزاکت به يې را استاوه چې ما به احساس کاوه چې نږدي وه چې خپل جلو له لاسه ورکړم اوټينگه يې په غيږ کي ونيسم . خو هڅه مې کوله چې د احمد ولي سره دخبرو په پلمه ځان ورته بې پروا وښايم . کله چې په فيلم کې يوې غمجني صحني په را تلو سره په ټول سالون کې درنه چوپتيا خپره شوه ناڅاپه نجلي خپل سر ورو ورو زما اوږې ته را نږدې کړ .ما حرکت ونه کړ پرې مې ښوده چې سر يې زما په اوږه لگيږي . ارامه شي اوزما په څنگ کي دفيلم له ليدلو خوند واخلي . له دوه ساعتو نه زيات فيلم باندي هيڅ پوه نه شوم چې څنگه پيل شو اوڅنگه پاى ته ورسيد . زه په ذهن اوزړه کې داسې فيلم ته متوجه وم چې گويا ماته مې خپل برخليک جوړيده .
دفيلم په پاى ته رسيدو سره نندارچيان له سالون نه په وتلو شول نجلۍ له حسرت اوافسوس ډک کاته کول مخ يې را واړاوه وې ويل :
«خداى پامان »
په چټکۍ يې داسې چې دچا پام راوانه اوړي خپل ټکټ يې زما دکرتي په جيب کې کيښوده .
پوه نه شوم چې په کومه لاره اوپه څه وسيله کورته ورسېدم . کوټي ته ننوتم کوټې دروازه مې قلف کړه . ټول تن مې لړزيده خولې خولې وم . دنجلې کتلو زما په زړه کې کور جوړ کړې و . اودعطرو بوى يې تر اوسه له ماسره و. په سر کې مې يو شور را پورته و . په ډېره مينه مې لړزنده لاس جيب ته کښته کړ . ټکټ مي را واخيست . گورم چې د ټکټ شاته يوازې دتلفون شميره کښل شوي وه . لاسليک ته يې متوجه شوم . هغه کوچني اوباريکه خط ماته يو پيغام و . له يو ناپيژندل شوي احساس نه يې خبرې کولې چې دليوني په څير په تن ووجود کې ځغلم . ټول شپه ان تر سهاره همدا قصه اوهمدا جادو وه، بي خوبي اوزه وم . ما فکر کاوه چې عاشق شوى يم . فکر مي کاوه چې يوه ليونۍ مينه اوکور وراني عشق را باندې حاکم شوى دى . فکر مي کاوه چې عشق يعني همداسې يو څه . چې دتالندي اوبرښنا په څير يوانسان ته ور ځي هغه خرابوي اوويجاړوي يې . اوبيا ترې درومي ؟. ما حيرانوونکي وسوسه درلوده موږ چې يو بل اصلن نه وو ليدلي يو بل مو نه پيژندل ان يوه کليمه زموږ په منځ کې ردوبدل شوي نه وه، نو څنگه وشوه چې په يو دم داسې يو روحي پيوند رامنځ ته شو ؟
ډاريدلم چې ورته زنگ ووهم . دا ځکه چې زما دژوند واقعيت يو څه بل شان و . که پرهغه پوهيدلاى ښايي حقيقت به ورته تريخ واي . ښايي له ما به ترهېدلي واي، زه به يې ښکنځلي واي . سپک او اهانت به يې کړي واى . دشنبي په ورځ عبدالله او احمد ولي لا له مخه زما انتظار کاوه . له احوال اخيستلو وروسته يې را باندي وخندل چې هغې ښکلي نجلۍ له تاسره داړيکو هوډ درلود . چې ما اصلن کوم کار نه دى کړي . دتلفون دشميري په باب مي ورته وويل . زيات يې پر ما غصه وکړه چې ولي ما تيلفون ونه کړ ولي مې خبري ونه کړي . ومي ويل چې وډار شوم که واقعيت باندې پوه شۍ نو هغه مهال به څه شوي واى! وويل :
«راى مه وهه موږ يو تاته څوک هسې چپ نه شي کتلي »
هره ورځ مې پريکړه کوله چې تيليفون ورته وکړم خو ډاريدم . نه مې غوښتل دهغي لطيف روح خپه کړم . نه مې غوښتل دهغي پاک او د ځواني احساسات ټپي کړم .
پريږده چې پريدي ږدي . اودا مينه دي زموږ په منځ کې همداسې پټه پاتې اوپه يوه خاطره دې بدله شي. تل مې فکر کاوه چې کړکئ ته ناست او زما راتلو ته منتظره ده . بنفش کالي يې هره شيبه زما ياد ته را تلل . له ځانه سره مي ويل چې نوم يې ارومرو بنفشه يا فرشته ده . دشپي به خوب کي را تلله او دطاوس په څير زما دتن په ورشو کي په حرکت کې وه اوتلله . له ځانه سره مې ويل ارو مرو چې نوم يې بهاره دى . چې دسنځلي دگل عطر له ځانه سره راوړي . وږمه چليده اولکه پسرلني شاهپرک الوتنه کوله . يو مهال مي فکر کاوه چې استاد رضا براهني يو چيرې وېلي دي :
«هغه څوک چې يو وار تاسې ته وگوري داسې ځليږي او روښانه کيږي . چې هيڅوک دې له تاپرته نور څوک ونه ويني . له هغه وروسته که زر څېري اوزرکرته زر څېري وويني.»داسي ورځ نه وه چې احمد ولي او عبدالله به زه نه زورولم . :
«څنگه شوه اوڅنگه خبري دي وکړي تا څه وويل .. خو دعاشقې تجربه دي نه وه کړي .؟»
***
له دې خوندوري عاشقانه پيښي نه کلونه اومياشتې تېرې شوې زه ، ډارن او بې برخليکي يوازې پاتي شوم . بالاخره دميرمني اوبچو خاوند شوم .
دسرو لښکرو په راتلو سره دهيواد اوهيواد والو حالت نور هم خراب شو، هرڅوک په دې لټه کې شول چې له هيواده پښې وباسي . او خپل ځان اومال وساتي . احمد ولي پريکړه کړې وه چې المان ته ولاړ شي. عبدالله لندن ته تل به يې دا ويل : «موږ ستا په فکر کې هم يو ته بايد را بهر شي . »
کله چې هغوي المان اوانگلستان ته رسېدلي وو نو ورسره مي خط وکتاب درلود . له بهر ته تللو يې ليکل چې که پيسې نه لري موږ درته پيسې دراستوو، ته لکه چې دخپلو ماشومانو دراتلونکي په باب فکر نه کوي ؟
هغه پاچاهي بدلون چې ما له عبدالله اواحمدولي پرته ليدلي وو هغه دمجاهدينو دور و . له يوې مخې وحشت ، هر هغه چا چې وسله درلوده قدرت يې درلود . دبل فکر دخاوندانو په وړاندې تعصب خپل اوج ته رسيدلي و . له دې امله دعبدالله اواحمد ولي خبرې مي ومنلي او کډوال کيدو په تکل کې شوم .
په دې نامالومه سفر کې مي مور ميرمن اودرې ماشومان له ماسره وو. احمد ولي ليکلي و هرکله چې المان ته را ورسېدې د پناه غوښتني په فورمه کې زما نوم وليکه چې له ما سره نږدي واوسي . عبدالله ويل ،لندن ته راشه ، زما ادرس ورکه .
المان ته ورسېدم . دلايپزيک د پناه اخيستني دفتر ته ولاړم . نوم مي ثبت کړ . څرنگه چې لز وزيات په الماني ژبه بلد وم نو ستونزه نه وه . ويل کيدل چې يوه اونۍ يا لږ وخت په يو شريک کمپ کې پاتي کيږي اوبيا وروسته ښار ته چې تاسو ته يې ادرس درکړي دي استول کيږي .
پردي هيواد کي پناه اخيستنه اوله پرديو سره ژوند کولو زه سخت تر فشار لاندي راوستلم. په کمپ کې ژوند دبيلابيلو خلکو سره هم ستونزمن و . يوه ورځ د اعلاناتو په تخته زما دکورنۍ اودڅو نورو کورنيو نومونه ليکل شوي و چې سبا د پناه اخيستني عمومي دفتر ته ولاړ شو چې بل ښار ته مو وليږدوي .
سهار اته بجي عمومي دفتر ته ولاړو. مجردان او کورني چې له پاکستان، ايران اوعربي هيوادونو څخه له موږه ترمخه راغلي و. يوه شيبه وروسته يو سړي له دفتر نه را بهر شو اوپه الماني اوانگليسي ژبه يې وويل:
«سهار مو په خير ! زموږ همکاران په فارسي، اردو،عربي او انگليسي ژبو په روانه توگه خبري کوي. اوڅوکلنه کاري تجربه لري. تاسو لطفا په لينونو کي ودريږي ستاسو فورمي بشپړيږي . اوپه ټاکلو بسونو ک سوريږي اوټاکليو ښارونو ته انتقاليږي . ، روغ جوړ اوسي !»
ځلور لينونه جوړ شول. زه له خپلې کورنۍ سره په هماغه لومړي لين کي ودرېدلم، تم شوم چې زما فورمي وليدل شي اوبرخليک مې مالوم شي. ناڅاپه مې غوږونو ته د دفتر له خوا دپښو دترپکو اواز راغى ناڅاپه يې حواس را ته بدل کړل . زړه مې ودرزيده ! يو نا اشنا اوغريب احساس چې له کلونو را هيسې زما په زړه کې ځاى نيولي و ورو ورو يې زما له درون څخه سر را پورته کاوه. شونډې مې رپيدلي اوژبه مې په خوله کې له گرځيدو پاتې شوه رنگ مي داسې بدل شوې و چې ميرمني مې مخ راته را واړاوه او وې پوښتلم :
«خيريت خو دې ولي دې رنگ تښتېدلي دې اوسترگي دې ژوري شوي ؟»
په حيراني مې ورته وويل هيڅ ! په دې پردي ملک کې دسنځلي دگل عطرو بوى را باندي راغي !
مامې دزړه درزا اورېده . په اندامونو مې هم لړزه لگيدلي وه . په غوږونو کې مې هم رنگارنگ اوازونو بنگاري کاوه . دتيمور شاهي سينما اودگيت دفلم زاړه اوله کلونو وړاندې انځورونه مې يو وار بيا دسترگو په وړاندې ظاهر شول يوه شيبه وروسته يو نري جگې وني خاونده ميرمن زما دخيالاتو له منځه نه بلکې په واقعي دونيا کې را ښکاره شوه . يوه دوسيه يې لاس کې وه اوزموږ دلين په وړاندې دميز شاته کښيناسته هغه طلايي مجسمه چې کلونه وړاندې ما خپل ذهن کې تراشلي وه اوهغه مينه چې يو کال په زړه اوروح سره زما ټټر کې ما په صداقت سره روزلي اوساتلي وه يو وار بيا په پښو ولاړه وليده . چې زما په مخ کې په څوکۍ کښيني اى خدايه ! همدا خپله وه . !!
په غور مې وروکتل .هو همدا خپله وه . هماغه شان تازه اوزړه را کښونکي . خو لږه کال خوړلي اوپخه مالوميده . يو ماهر ښکار ي ته ورته وه چې يو وار بيا د تښتيدلي اهو د ښکار قصد لري . ښه مي ور وکتل په مړو سترگو کې مې ور وکتل . ناڅاپه مې سړې اوښکي پر ټنډه احساس کړي . هغې لين ته سر تر پايه وکتل زه يې وليدلم . يوه شيبه چوپ شوه ، په بې باورۍ يې ماته وکتل . فورمې يې په لاسونو کي سر پر سر کړي . هغه ښکلي والۍ چې د غوږ له نرمۍ نه يې را ځوړندې وي دسر په هر ټکان سره دغړۍ له جلد سره لگيدلي ، اوزما زړه يې نور هم توږه . بيا يې ماته وکتل اويوه موسکا يې وکړه له ما يې مخ واړاوه ، حاضرينوته يې مخ واړاوه . اوپه انگليسي اوفارسي ژبه يې وويل :
«ښاغلو ! لومړي کورنيو ته چانس ورکړي چې ماشومان ورسره دي. چې کار يې ژر خلاص شي .» مجردان دې لږ ليري شي، ماته يې وکتل اوپه هماغه موسکا يې چې زه يې تړلي وم وويل :
«احمده وړاندي را شه !»
ميرمن مې چې زما حالت ته يې پام شو په قهر شوه اوناڅاپه يې ورته وويل:
«بې بې جان !دا احمد نه دى! زما ميړه دى اوموږ دافغانستان هندوان يو .»
هغي په صبر اوحوصلي سره په موسکا سره چې په تن اوروان يې خوره وه .په مهربانۍ ځواب ورکړ: «څه پروا کوي زما چې څوک خوښ شي اوراته گران شي احمد يې بولم . »
خو څرنگه چې زما ميرمني ورته واقعيت ويلي و د يو ناببري او ناوړي پيښي په انتظار حيران اوپريشانه وم چې څه وکړم . ميرمني مې ماته په قهر اوعصبانيت کتل په همدې منځ کې زما مور په پنجابي باندې زما ميرمني ته وويل : «لورجاني پريږده چې زموږ کارونه ژر تر سره کړي . زه ستړۍ شوې يم او د ماشومانو هم ساړه کيږي . »
له دې موقع مي کار واخيست په چابکي پر مخ ولاړم اوفورمي مې دکار پر ميز ورته کيښودي .
فورمي يې واړولي ، ځيني ځايونه يې ور ډک کړل . گوتوته مې ور کتل ، له ځانه سره يې دپيوند هيڅ داسې نښه نه وه . فورمې يې ډکې کړي لاسليک اومهر يې کړي اوماته يې بيرته را وسپارلي ،وې وېل :
«احمد جانه ! ۷۸۶ شميره بس برلين ته درومي هلته هر څه چمتو دي . ښه سفر درته غواړم . »
مننه مې ترې وکړه ،يوه شيبه يې را ته وکتل يو شيبه مو سره وکتل او په مالگينه خندا يې ځواب ر اکړ .
په بس کې مې فورمې له پامه تېرې کړې . سترگى مي دهغي په لاسليک لگيدلي چې په روښانه توگه لوستل کيده : بهاره !
پاى .

ايشر داس

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۱۲    سال هــــــــــژدهم                 سرطان/اسد          ۱۴۰۱    هجری  خورشیدی                ۱۶ جولای  ۲۰۲۲