پير قلندر له ډېرو اوازو
وروسته دښار د منځ په يو ستر اوپراخ واټ کې دخپلو پلويانو له یوه لوی
لښکرسره څرگند شو. په هماغه شيبه دلمر سترگه په وريځو کې ډوبه شوه . دورځې
نيمايي مهال و چې سپوږمې هم را دبره شوه . دلمر رڼا ورکه شوې وه خو دسپوږمۍ
رڼا تته بريښيدله . ستوري هم وځليدل . دښار خلک اوتراو هک پک شول ،داسې یوه
معجزه ېې په ټول عمرکې کله نه وه لیدلې . ټولو ښاريانو چې په لارو اوسړکونو
کې د هغه لوې واټ په لور راروان ول سترگي پورته نيولې وې . ټولو اسمان ته
پورته کتل . يو دبل په غوږونو کي پسيدل اوخپل گونگوسي او خبرې يې نه
پريښودلي .
قلندر په مرموز ډول یوه او بل لورته کتل. يوازې شونډې يې رپولي ،په څنگ کې
يوه ښاري له بل نه پوښتنه کوي:
هغه چې په قد ټيټ اوپلن سړی دی او بونډۍ سپینه ږیره ېې له ورایه ښکاري .
اوږدي تسبيح په لاس کې وښورولې ، شونډې يې ورسره رپولي ، د دنگ او ښکلي
ځوان دپوښتني په ځواب کې وايي .څه دي ويل ؟
-ماويل کنه چې دا بوډا به دڅو کالو وي چې دومره زيات کسان ورپسې دي ؟
-زما په خيال چې کله په دې لار را رهي ووم نو يو دوه نورو کسو هم دا پوښتنه
له ما وکړه . ما له استخاري نه کار اومدد واخيست. يوه شيبه له ځانه سره
مراقبه شوم ،اود ده دعمر جاج مي ولگاوه . داستخارې په برکت مې يو بوډا سړى
په ذهن کې را وټوکيد را ته وې وېل :
ماته مالومه ده چې دې دلسوپيړيوزيات عمر لري .. دا ځکه چې دا يو روح دى چې
همداسې په تسلسل را روان دي. له يونه بل اوبل نه بل کې را ښکاره کيږي خو
پوره څه زيات وکم لس پيړۍ پخوا پيدا شوى دى .
اوهمداسې بيا تردې قلمروه رارسيدلى دى . نو په يو حساب هم اوسني دي اوهم
ډير پخواني دى . هم لرغوني دى اوهم معاصر دى. دى هر وخت نه ليدل کيږي . کله
ورک اوتري تم شي اوکله را ښکاره شي .
دى دمعجزو اوکراماتو خاوند دى دا اوس وگوره چې :
نن چې په دې ښار راغلي دي دټولو نفس خولو ته راغلي. ورځ يې په شپي بدله کړه
اوشپه يې په ورځ. لمرتري خپل مخ پټ کړى دى. په يو مهال کې، په سرک کې، په
وستل کې ،په لارو او کوڅو کې،په جومات کې ،په ختم اوخيرات او دخلکو په گڼه
گوڼه کې را څرگند شي .
کله چې اوريدونکي دا معجزي اوکرامات اوري ، حيرانيږي.
دا چي نن په دې ښار اودې ماحول کي را پيدا شو اوټول ليدونکي اوښاريان يې
لکه په بنگو نيشه او گنگس کړل ،نو دا ولي اودڅه له پاره دا کار کوي ؟
بله دا چې که دومره دکراماتو خاوند وي اومعجزې کولى شي نو ولې له ښاره دا
وبا نه ورکوي ؟ ولې دمرگونو مخه نه نيسي ؟ ولې لوږه له منځه نه وړي ؟ ولې
بيکاري له منځه نه وړي ؟ اوبله داچي وينو يې چې قحطي او لوږي محشر جوړ کړى
دى . خلک او ښاريان دخپل زړه ټوټي يعني اولادونه پلوري چې يوه مړۍ ډوډۍ
پيدا کړي اونور پاتي اولادونه يې ژوندي پاتي شي .؟
مقابل لوري ورته وايي : ته ښه وايي ، خوستا خبرې لکه هغه متل ته ورته دي چې
وايي « دا دمړې گيډې پارسي ده»!
زه به يې په لنډه درته ووايم . خبره داده چې لکه څنگه چې يې خلک اوښاريان
نيشه اوگنگس دي يوې اوبلې خواته درومي ، داسې نورې موخې هم لري . د هغه هدف
دانه دى او له دې سره کار نه لري چې دچا گيډه مړه کړي . له ښار نه ناروغي
ليري کړي. دوا اودرمل خلکو ته ورسوي . بيکاري ورکه کړي . له ښاره پودريان
او نيشه يان ټول کړي اودخلکو په خولو خندا ونڅوي . دا کار نه خو د دې پير
دنده ده اونه پرې غرض لري ؟
زما په خبره پوه شوي ؟
هو وامي اوريده خو پوښتنه مې لا له ذهنه نه ده وتلې .
چې داسې ده نو يوه خبره به بله هم درته وکړم . هغه داچې دې پير له پخوا يوه
دنده درلوده . هغه په هماغه پخوانۍ دنده اوس هم پاى بند دى . خپل رسالت ته
ژمن دى . اوله خپلې دندې يو گز هم شاته نه درومي .
- هغه کومه دنده وه ؟
-هغه دا چې : وايي چې په پخوا زمانو کې ورته خلکو عذرونه اوزارۍ کړې چې
دنويو زيږيدلو ماشومانو په غوږونو کې اذانونه وکړه . ماشومانو ته سبق ورکه
،
خو هغه به ويل : زه هغه ملا اوپير نه يم چې خلکو ته په غوږونو کي اذانونه
وکړم اود راتلونکي ډاډ ورکړم . .زما رسالت او وجيبه دا حکم نه کوي چې زه په
داسې «بي ځايه »کارونو ځان مشغول کړم .
په همدې لړ کې دپاخه عمر خاوند سړي دخپلو خبرو په دوام سترگې پټې کړې ،تا
به ویل استخارې حالت ته ستون شو . وايى : « هغه دښار دوگړو په کيسه کې نه
دى . بلکې دېوې بلې دونيا اويو بل موجود سره په خبرو بوخت دى.»
دا وگوره ، دا ټول ددغه پير کرامات دې چې په رڼا ورځ يې شپه را وستي ده .
اوتر څو چې د دې پير سيوري په دې قلمرو پروت وي روښانه ورځ به هم ونه ليدل
شي . وگوره دا حالت په خپلو سترگو وگوره !
لمر کله کله د يوې لنډې شيبې له پاره دوريځو له منځه را ښکاره شي خو ډير ژر
خپله سترگه واړوي ،ترې تم شي . له ښاره ليرې دغرونو پر سر دگڼو ونو اوبوټو
په منځ کې نرۍ سيلۍ چنگاري وکړي . دسپوږمۍ وينځلې اوکمرنگه رڼا ځمکې ته ر
الوييږي . له ښاريانو دورځي اوشپې توپير له منځه تللى دى . مکان يعني ښار
اوخواوشاه ورته څه بل شان دي .
په همداسې شيبو کي راټول شوي وگړي مخامخ ديوال ته گوري چې هغه پير پري
ورپورته کيږي خوخپل مخ خلکو ته نه را اړوي .شاه را اړوي . اوپه خبرو پيل
کوي . وايي :
«زما خطاب ايماندارو(!) ته دى . نه بي ايمانو ته !
گورئ زه لنډه خبره درته کوم . زه هغه پير نه يم چې ستاسو په سخته ورځ کې
تاسو ته لاره وښايم تاسو سمي لارې ته برابر کړم . تاسو ته دښو اوبدو زيرى
درکړم تاسو له بدو چارو وژغورم . اوس ددې خبرو وخت تېر شوى دى .
پوهيږئ زما دنده دا نه ده چې ستاسو دماشومانو په غوږونو کي اذانونه وکړم .
هغه وخت تېر شو اوس بله زمانه ده . زه دخپلې زماني رهبر يم . زما دنده داده
چې تاسو ته و ښايم چې نور مو وخت اخير دى . زه ستاسو له پاره يو خدمت کولى
شم چې ستاسو دجنازو لمونځ ادا کړم . په جمعي توگه ستاسو جنازه وکړم . اوخپل
وروستي ځاى ته مو واستوم . له ما دبل څه طمعه مه کوئ . زما دنده هم داده .
چې تاسو ته ووايم چې دخپل هويت اوپيژندني پلټنه او وسوسه نوره مه کوئ . هغه
مو په درد نه خوري . دازادئ نوم نورپه خوله مه اخليء . د سعادت او نيکمرغۍ
کليمه په خوله مه راوړئ ، زه دنده لرم چې تاسو خبر کړم . تاسو نور دبلې
دونيا ميلمانه ياست . نه يوازې تاسو بلکې ستاسو ټولي غوښتني .»
ولاړ هلک چې دپاخه عمر سړي سره په دې گڼه گوڼه کي څنگ په څنگ ولاړ دى .
حيرانيږي . وايي دا څه اورم ؟
دپاخه عمر سړ وايي : هو زه هم اوس پوه شوم چې دا بوډا چې شاه يې خلکو ته را
اړولي ده او مخ يې پټ کړي دى . يوازې د جمعي جنازې دلمانځه ادا کولو له
پاره راغلى دى . دلته نه يوازي دخلکو جنازه کوي بلکې د هرې هستئ جنازه !.
جولاى اول
۲۰۲۲کال
|