د فاصلو د تورو غرونو له شا
جانانه ستا زخمي آواز راځي
د چنارونو له شهيدو پاڼو
د وزرماتو وږمو ساز راځي
*****
په ژَړَغونو اننگو کې دې بيا
د پلوشو ماتې هيندارې وينم
د مړاوو شونډو په گلپاڼو کې دې
د مرورې خندا لارې وينم
*****
بيا دې د زړه جونگړې اور اخيستی
بيا دې سوځيږي آرمانونه پکې
بیا دې د هيلو باغ ږلۍ وهلی
بيا دې رژېږي سره گلونه پکې
*****
چا د سپېڅلي بغاوت په نامه
تاته لمنه کې سکروټې راوړې
چا د سرونو د ليلام په بدل
له تور بازاره خپلې گټې راوړې
*****
کله د دين په پلمه وسوځېدې
کله « دونيا » درته بلا راوسته
چا دې خندا له شوڼدو وزبېښله
چا دې سرو سترگو ته ژړا راوسته
*****
د بتخانې زاړه سادن نيولې
د خوش باوره زايرانو لاره
دگل په وينو باندې ولمبېده
د رياکارو زاهدانو لاره
*****
ما ويل ساه د پسرليو به شې
په شنه ځولۍ کې به گلان راوړې
ما ويل ورېځه به شې و به ژاړې
وچو ميرو ته به باران راوړې
*****
ورېځه خو شولې خو باران نه شوې
د پسرلي د گلو کان نه شوې
پر تاندو هيلو دې غدۍ پرېوته
نور د هر چا شوې، د خپل ځان نه شوې
*****
د فاصلو د تورو غرونو له شا
سلگۍ دې اورمه، ژړا دې اورم
د زړه دونيا دې تورو شپو نيولې
د آرمانونو واويلا دې اورم
*****
خو د رڼا الاهه وايي راته
شپه به سبا شي، سباوون به راشي
تورې ارواوې به له ښاره وځي
د لمر د لوڼو نوی يون به راشي
*****
بيا به غوټۍ شې، بيا به وغوړېږې
د مستو نجنو د پېکيو به شې
پر وچو دښتو به غاټول وکرې
جانانه سا د پسرليو به شې. |