د خاطر پر باغ مې ووري، ستا یادونه بارانونه
لکه شنه چې شي پر للمه، د غاټولو سره گلونه
له تودې غېږې دې لرې، په ټاپو د تنهایی کې
د توفان پر څپو ناست یم،ځنگوي مې ستا خیالونه
سور گلاب د زخمي زړه مې،یرغمل د تا د زلفو
لکه سوزي چې په شپو کې،د سرو هیلو څراغونه
د غربت په غم آباد کې لکه سیوری ټپرېږم :
ستا د مینې اوږدې لارې،زما مات زخمي وزرونه
څومره لرې شوم له تانه،څومره ته راته نږدې شوې
هره شپه،هره شیبه دي،زما سترگې ستا خوبونه
لکه تورې سترگې تُرکې،مې د زړه پر ښار راخېږي
ستا د عشق خوني لښکرې،ستا زخمي زخمي یادونه
د سېلاب پر موج مې ایښې،د ژوندون د مراد خونه
د څپو په قدم پَلم، اوږدې لارې، منزلونه.
سیده - انتالیا - ترکیه
۱۳-۳-۲۰۲۲ |